





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي: تَلَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذِهِ الْآيَةَ: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا رَأَيْتِ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ سَمَّى اللهُ، فَاحْذَرُوهُمْ». رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} چې پدې کې الله پاک خبر ورکوي چې دی هغه ذات دی چې پر خپل پیغمبر یې قرآن نازل کړی، له هغه څخه ځینې د څرګند دلالت لرونکي آیتونه دي چې حکمونه یې معلوم دي، هېڅ ناڅرګندوالی پکې نشته، نو دا د کتاب اصل او مرجع دی، او د اختلاف پر مهال ورته رجوع کیږي، او داسې نور آيتونه هم شته چې له يو څخه زياتې معناوې لري، چې معنا يې پر ځينو خلکو ګډوډويږي او يا ګمان کوي چې د هغه او بل آیت تر منځه تضاد دی، بیا الله تعالی لدې آیتونو سره د خلکو تعامل په ډاګه کړ، نو د هغه چا په زړونو کې چې له حق څخه کوږوالی شتون ولري، هغوی محکم آیتونه پریږدي او احتمالي متشابه آیتونو باندې عمل کوي، پدې سره غواړي چې شکونه او شبهې راوپاروي او خلک ګمراه کړي او پدې سره غواړي چې آیتونه د خپلې خوښې پر اساس تاویل کړي، او هغه کسان چې په علم کې ثابت دي، نو هغوی پر دې متشابهاتو پوهیږي او محکمو آیتونو ته یې راجع کوي او ایمان پرې لري چې دا د الله پاک له لورې دي، او شوني نده چې تعارض او ګډوډي دې سره ولري، مګر دا هغه څه دي چې پدې یوازې د سالم ذهن لرونکي خلک پند اخلي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو مور عایشې رضی الله عنها ته وفرمایل چې: کله یې دا ډول خلک ولیدل چې د متشابهاتو پسې ګرځېدل نو یقینا همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې پدې وینا کې یادونه کړې ده چې فرمايي: {فأما الذين في قلوبهم زيغ} (یعني او هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی دی ) نو له هغوی څخه ځان وساتئ او غوږ ورته مه نیسئ.
له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی: أَنَّ رَجُلًا قَعَدَ بَيْنَ يَدَيِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ لِي مَمْلُوكِينَ يَكْذِبُونَنِي وَيَخُونُونَنِي وَيَعْصُونَنِي، وَأَشْتُمُهُمْ وَأَضْرِبُهُمْ، فَكَيْفَ أَنَا مِنْهُمْ؟ قَالَ: «يُحْسَبُ مَا خَانُوكَ وَعَصَوْكَ وَكَذَّبُوكَ وَعِقَابُكَ إِيَّاهُمْ، فَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ بِقَدْرِ ذُنُوبِهِمْ كَانَ كَفَافًا، لَا لَكَ وَلَا عَلَيْكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ دُونَ ذُنُوبِهِمْ كَانَ فَضْلًا لَكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَوْقَ ذُنُوبِهِمُ اقْتُصَّ لَهُمْ مِنْكَ الْفَضْلُ»، قَالَ: فَتَنَحَّى الرَّجُلُ فَجَعَلَ يَبْكِي وَيَهْتِفُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا تَقْرَأُ كِتَابَ اللهِ: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا}، الْآيَةَ»، فَقَالَ الرَّجُلُ: وَاللهِ يَا رَسُولَ اللهِ، مَا أَجِدُ لِي وَلهُمْ شَيْئًا خَيْرًا مِنْ مُفَارَقَتِهِمْ، أُشْهِدُكَ أَنَّهُمْ أَحْرَارٌ كُلُّهُمْ. یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته کېناست او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه داسې غلامان لرم چې راته دروغ وایي، راسره خیانت کوي، او نافرماني مي کوي، زه ورته کنځلې کوم او وهم یې، نو زما حال د دوی سره څنګه دی؟ ویې فرمایل: « هر هغه څه حسابیږي چې له تاسره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي، او هغوی ته ستا جزا ورکول هم حسابیږي، نو که چېرته ستا جزا د هغوی د ګناه په اندازه وي نو دواړه سره برابر دي، نه پرې ستا څه شته او نه یې پر تا څه شته، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه لږه وي نو ستا لخوا ورسره نېکي ده او اجر یې شته، او که چېرته هغوی ته ستا جزا ورکول د هغوی له ګناه څخه ډیره وي نو د هغه زیاتوالي په اندازه به د هغوی لپاره ستا نه قصاص واخېستل شي»، وایي سړی څنډې ته شو او په ژړا او چغو یې پیل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « آیا ته د الله تعالی کتاب نه لولې: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا}، الْآيَةَ»، یعنې ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو) نو سړي وویل: قسم په الله اې د الله رسوله! زه د ځان او هغوی لپاره لدې پرته بل څه غوره نه ګڼم پرته لدې چې هغوی ازاد کړم، زه تا ګواه ګرځوم پدې چې هغوی ټول آزاد دي.
ترمذی روایت کړی دییو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د خپلو غلامانو له کړنو څخه یې ورته شکایت وکړ او دا چې هغوی ورته په خبرو کې دروغ وایي، په امانت کې ورسره خیانت کوي، په کارونو کې ورسره دوکه کوي، او امر یې نه مني، او دی ورته کنځل کوي او وهي یې تر څو په ادب شي، نو د قیامت په ورځ یې د خپل حال په اړه ترې پوښتنه وکړه؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه څه حساب ورسره کیږي چې تا سره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي دي او ستا جزا چې هغوی ته دې ورکړې ده هم حسابیږي، نو که چېرته د جزا اندازه د هغوی له ګناه سره برابره شوه، نو ستا پرې هېڅ نشته او نه د هغوی پر تا څه شته، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه لږه وه، نو ستا لپاره فضیلت او په اجر کې زیاتوالی دی، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه زیاته وه نو جزا به درکړل شي، او زیاتوالی به درڅخه واخیستل شي او هغوی ته به ورکړل شي، نو سړی په څنډه شو او په لوړ غږ یې ژړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ته د الله کتاب نه لولې - چې فرمایي - {ونضع الموازين القسط ليوم القيامة فلا تُظلم نفسٌ شيئًا، وإن كان مثقال حبة من خردل أتينا بها وكفى بنا حاسبين} [الأنبياء: 47]، یعنې: ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو) او تلې به د خلکو تر منځه د انصاف لپاره کېښودل شي، نو سړي وویل: قسم په الله اې د الله رسوله! زه د خپل ځان او هغوی لپاره لدې هېڅ شي غوره نه مومم پرته لدې چې هغوی له ځانه څخه جلا او پرېږدم، زه تا ګواه ګرځوم چې هغوی ټول د الله د رضا لپاره آزاد دي، د حساب عذاب له وېرې.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: أَنَّ نَاسًا مِنْ أَهْلِ الشِّرْكِ، كَانُوا قَدْ قَتَلُوا وَأَكْثَرُوا، وَزَنَوْا وَأَكْثَرُوا، فَأَتَوْا مُحَمَّدًا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا: إِنَّ الَّذِي تَقُولُ وَتَدْعُو إِلَيْهِ لَحَسَنٌ، لَوْ تُخْبِرُنَا أَنَّ لِمَا عَمِلْنَا كَفَّارَةً، فَنَزَلَ {وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللهِ إِلَهًا آخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ}[الفرقان: 68]، وَنَزَلَت: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللهِ} [الزمر: 53]. دا چې ځینو مشرکانو زیات وژل کړي وو، زناګانې یې زیاتې کړې وې، نو دوی محمد صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او ویې وویل: : په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي نو دا آیت نازل شو {وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللهِ إِلَهًا آخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ} [الفرقان: 68] - (يعني او د رحمن ذات بنده ګان هغه دي) چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي) (نو دوی ته به د لوړو ماڼیو بدله ورکړلی شي) او دا آیت نازل شو: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللهِ} [الزمر: 53]. ته (دوى) ته ووایه: اې زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، [الزمر: ۵۳]
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له مشرکانو څخه ځینې خلک راغلل، پداسې حال کې چې زیات قتلونه او زناګانې یې کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: هغه څه چې ته ورته له اسلامي لارښوونو څخه بلنه ورکوې ښه کار دی، خو د هغه شرک او لویو ګناهونو له امله به زمونږ برخلیک څنګه شي چې مونږ پکې لوېدلي یو، نو آیا (زمونږ لپاره) کومه بخښنه شته؟ نو دا دوه آیتونه نازل شول: چې الله تعالی یې په ترڅ کې د هغو خلکو توبه قبوله کړه، سره لدې چې زیات او لوی ګناهونه یې کړې وو، او که داسې نه وای شوي نو په خپل کفر او سرکشۍ کې به وړاندې تللي وو او هېڅکله به پدې دین کې نه وو داخل شوي.
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطَبَ النَّاسَ يَوْمَ فَتْحِ مَكَّةَ، فَقَالَ: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَتَعَاظُمَهَا بِآبَائِهَا، فَالنَّاسُ رَجُلَانِ: بَرٌّ تَقِيٌّ كَرِيمٌ عَلَى اللهِ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ هَيِّنٌ عَلَى اللهِ، وَالنَّاسُ بَنُو آدَمَ، وَخَلَقَ اللهُ آدَمَ مِنْ تُرَابٍ، قَالَ اللهُ: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13]».رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته خطبه ورکړه نو ویې وییل: « اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی ، خلک دوه ډوله دي، نیک، پرهیزګاه او د الله تعالی په وړاندې عزتمن، او بې لارې بدبخته، او د خلکو په وړاندې سپک، او خلک د آدم اولاده دي، او الله تعالی آدم له خاورې پیدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] .اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى».
ترمذی روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته په خطاب کې وفرمایل: اې خلکو، الله تعالی ستاسو څخه د جاهلیت کبر، ویاړ، ننګ او په پلرونو ویاړ پورته او لرې کړ او یقینا چې خلک دوه ډوله دي: یا خو مؤمن، صالح، پرهېزګار، فرمانبردار او د الله سبحانه وتعالی عبادت کوونکی وي، نو دا سړی د الله تعالی په وړاندې عزتمن دی، که څه هم د خلکو په اند د اصل او نسب خاوند څخه وي. او یا کافر، بی لارې او بدبخته چې دا د الله تعالی په وړاندې سپک دی، او هېڅ ارزښت نه لري، که څه هم د اصل له اړخه د غوره مرتبې، وقار او واک خاوند وي. او خلک ټول د آدم اولادونه دي، او الله تعالی آدم له خاورې څخه پيدا کړی دی، نو هغه څوک چې اصل یې له خاورې څخه وي ورته نه ښایي چې کبر وکړي او ځانته مغروره شي، د الله تعالی دا وینا د دې خبرې تصدیق کوي چې فرمایي: {يا أيها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم إن الله عليم خبير} [الحجرات: 13].اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى.
له زبیر بن العوام څخه روایت دی وایي: لَمَّا نَزَلَتْ: {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8]، قَالَ الزُّبَيْرُ: يَا رَسُولَ اللهِ، وَأَيُّ النَّعِيمِ نُسْأَلُ عَنْهُ، وَإِنَّمَا هُمَا الْأَسْوَدَانِ التَّمْرُ وَالْمَاءُ؟ قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ سَيَكُونُ». کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
ترمذی روایت کړی دیکله چې دا آیت نازل شو: {ثم لتسألن يومئذ عن النعيم} {بیا په هغه ورځ به له تاسو څخه د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي} هغه دا چې: له تاسو څخه به د هغه نعمتونو د شکر په اړه پوښتنه وشي چې الله تعالی تاسو ته درکړي دي، زبیر بن العوام رضی الله عنه وویل: اې د الله رسوله! هغه کوم نعمتونه دي چې په اړه به یې زمونږ څخه پوښتنه کیږي؟! یقینا چې دا خو دوه نعمتونه دي د دې وړ ندي چې په اړه یې پوښتنه وشي؟! چې هغه خرما او اوبه دي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسو څخه به په همدې حالت کې د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي چې تاسو په کې یاست، ځکه چې دا د الله تعالی له نعمتونو څخه دوه لوی نعمتونه دي.