





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ فَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ، فَذَلِكَ حِينَ: {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام: 158] وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلاَنِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا فَلاَ يَتَبَايَعَانِهِ، وَلاَ يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ فَلاَ يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهُوَ يَلِيطُ حَوْضَهُ فَلاَ يَسْقِي فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أَحَدُكُمْ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلاَ يَطْعَمُهَا». «قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له لويو نښو څخه يوه دا ده چې لمر به د ختيځ پر ځاى له لوېديځ څخه راوخېژي او كله یې چې خلک وويني نو ټول به ايمان راوړي. نو دا مهال به بیا کافر ته د هغه ایمان ګټه ونه رسوي او نه به نیک عمل یا توبه ګټه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت به ناڅاپه راځي؛ تر دې چې پداسې حال کې به قیامت راشي چې خلک به د خپل ژوند په - عادي - چارو کې بوخت وي؛ نو پداسې حال کې به قيامت شي چې پلورونکي او پېرودونکي په خپلو منځونو کې خپل کالي خپاره کړي وي، نو نه به يې خرڅ کړي او نه به یې راټول کړای شي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې په لاس کې نیولي وي نو وبه یې نه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د اوبو ډنډ جوړ کړی او اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې ونه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي تر څو یې وخوري خو وبه یې نه خوري.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يُؤْتَى بِالْمَوْتِ كَهَيْئَةِ كَبْشٍ أَمْلَحَ، فَيُنَادِي مُنَادٍ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، ثُمَّ يُنَادِي: يَا أَهْلَ النَّارِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: وهَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، فَيُذْبَحُ ثُمَّ يَقُولُ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، وَيَا أَهْلَ النَّارِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، ثُمَّ قَرَأَ: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39]، وَهَؤُلاَءِ فِي غَفْلَةٍ أَهْلُ الدُّنْيَا {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39]». "مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت په ورځ به مرګ داسې راوستل شي لکه د پسه په څېر چې سپين او تور وي. نو غږ به وکړای شي: اې د جنت خاوندانو! دوی به خپلې غاړې او څټونه راوږده کړي او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، نو ورته به ووایي: آیا دا پیژنئ؟ هغوی به ووايي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو لیدلی او پېژندلی دی. بیا به آواز کوونکی آواز وکړي: اې د اور خاوندانو، نو څټونه او غړۍ به راوږدې کړي، سرونه به راپورته کړي او ګوري به، او و به وایي: آیا دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و؛ نو حلال به کړای شي، بیا به آواز کوونکی ووایي: اې د جنت اوسېدونکو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته، او ای دوزخیانو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته. دا - وینا - مؤمنانو ته په نعمتونو او کافرانو ته په عذاب کې د زیاتوالي له امله کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39] (او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي) نو د قيامت په ورځ به د جنتیانو او دوزخیانو تر منځ جلاوالی راوستل شي او هر يو به خپل ځای ته د تل لپاره ورننوځي. نو بدي کوونکی به په نیکۍ نه کولو پښیمانه شي او کوتاهي کوونکی به هم پښېمانه شي چې ولې یې ښه عملونه زیات ندي کړي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي: كَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يَقْرَؤُونَ التَّوْرَاةَ بِالْعِبْرَانِيَّةِ، وَيُفَسِّرُونَهَا بِالْعَرَبِيَّةِ لِأَهْلِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تُصَدِّقُوا أَهْلَ الْكِتَابِ وَلَا تُكَذِّبُوهُمْ، وَقُولُوا: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الْآيَةَ». اهل کتابو به تورات په عبراني ژبه لوسته، او په عربي ژبه به يې مسلمانانو ته تفسیراوه، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، بلکې ووایئ: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الْآيَةَ».{مونږ ایمان راوړی پر الله او پر هغه څه چې مونږ ته نازل شوي دي}
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته په هغه څه له دوکه کېدلو څخه خبرداری ورکړ چې اهل کتاب یې له خپلو کتابونو څخه روایتوي. ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې یهودانو تورات په عبراني ژبه لوسته؛ کومه چې د یهودو ژبه ده او په عربي به یې تشریح کاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، دا - حکم - په هغه څه کې دی چې رښتیا او دروغ یې ښکاره نه وي؛ دا ځکه چې الله تعالی مونږ ته امر کړی چې په هغه څه ایمان راوړو چې موږ ته له قرآن څخه نازل شوي دي، او په هغه څه چې دوی ته د کتاب - تورات او انجیل - له لارې نازل شوي دي، مګر دا چې که مونږ وغواړو د هغوی په کتابونو کې د صحیحو او یا غلطو روایتونو په اړه پوه شو بله لار نه لرو پرته لدې چې زمونږ شریعت یې مونږ ته د سموالي او یا ناسموالي په اړه څرګندونه وکړي، نو مونږ ودرېږو (توقف کوو )، په دوی باور نه کوو؛ ځکه هسې نه چې مونږ له هغوی سره په هغه څه کې شریک شو چې دوی تحریف کړي دي، او مونږ دوی دروغجن هم نه ګڼو، شاید خبره یې ریښتیا وي، ځکه کېدی شي - په دروغ ګڼلو سره - مونږ له هغه څه څخه انکار وکړو چې موږ ته پرې د ایمان راوړلو امر شوی دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر وکړ چې ووایو: {آمنا بالله وما أنزل إلينا وما أنزل إلى إبراهيم وإسماعيل وإسحاق ويعقوب والأسباط وما أوتي موسى وعيسى وما أوتي النبيون من ربهم لا نفرق بين أحد منهم ونحن له مسلمون} (مونږ په الله تعالی اېمان راوړی دی او په هغه څه چې مونږ ته نازل کړی شوي دي، او په هغه څه چې ابراهېم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل کړی شوي دي، (او مونږ اېمان راوړی دی) په هغه څه چې موسی او عېسی ته ورکړی شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) پېغمبرانو ته ورکړای شوي دي، مونږ په دوی کې د هېڅ یو په منځ کې فرق نه کوو، او مونږ خاص د هغه الله تعالی حکم منونکي یو). [البقرة: 136].
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.
ابوداود روايت کړی دیابن عباس رضي الله عنهما بیانوي چې د قرآن کریم سورتونه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلېدل خو هغه به د دوو سورتونو په جلاوالي نه پوهېده چې لومړی سورت په کوم ځای پای ته ورسوي، تر دې چې "بسم الله الرحمن الرحيم"، به پرې نازله شوه، نو پوه به شو چې مخکینی سورت پای ته ورسېده، او دا د نوي سورت پیل دی.
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولي».
ابوداود روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله د قرآن لوستونکی- قاري؛ چې په قرآن یې عمل کړی وي، په تلاوت او حفظ سره یې د قرآن ملګرتیا کړې وي - جنت ته داخل شي نو ورته به وویل شي چې: قرآن لوله او په لوستلو یې د جنت په درجو کې پورته خېژه، او داسې په غور او ډاډ سره یې لوله لکه څنګه دې چې په دنیا کې په غور او ډاډ سره لوسته، یقینا چې ستاسو مقام او ځای وروستني آیت سره دی چې ته یې لولې.
له ابو عبدالرحمن السلمي رحمه الله څخه روايت دی چې فرمايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابه کرامو چې مونږ ته به یې قرآن رازده کاوه ویل يې چې دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي : ،چې علم او عمل دواړه مو زده کړل.
احمد روايت کړی دیصحابه کرامو رضی الله عنهم به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قرآنکریم لس آیتونه زده کول او تر هغه به یې نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی کې ټول علم نه و زده کړی او عمل به یې پرې نه و کړي، نو علم او عمل دواړه یې سره یو ځای زده کړل.
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْمُ، أَبَا الْمُنْذِرِ». "اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له اُبی بن کعب رضي الله عنه څخه د الله په کتاب کې د تر ټولو لوی آیت په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه په ځواب کې زړه نازړه شو، بیا یې وویل: آیت الکرسي دی {الله لا إله إلا هو الحي القيوم}: یعنې (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې تایید وکړ، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سینه کې وواهه، معنا یې دا وه چې سینه یې له علم او حکمت څخه ډکه ده، او دعا یې ورته وکړه چې پدې علم دې نېکمرغه شي او ورته دې آسان شي.
له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا أَوَى إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ جَمَعَ كَفَّيْهِ، ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا فَقَرَأَ فِيهِمَا: {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، وَ{قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ}، وَ{قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ}، ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ. رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه به یې ولوستل او په لاسونو کې به چف کړل، بیا به یې لاسونه پر ځان راکش کړل، تر کوم ځایه به یې چې لاسونه رسېدل، له سر څخه به یې پيل وکړ، پر مخ او د بدن په مخکې برخې راکش کړل، دا کار به یې درې ځلې تکراروو.
بخاري روايت کړی دید رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې کله به هغه خپل خوب ځای ته د خوب لپاره ولاړ نو خپل دواړه ورغوي به یې سره یو ځای کړل او لاسونه به یې پورته کړل - لکه څرنګه چې یو دعا کوونکی کوی - او په نرمۍ سره به یې د خولې د لږو لاړو سره په لاسونو کې {قل هو الله أحد} ، {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس}، سورتونه چف کړل، بیا به یې تر خپلې وسې پورې لاسونه پر ځان راکش کړل، پيل به یې له سر، مخ او د بدن له مخکې برخې څخه وکړ، دا کار به یې درې ځلې تکرارولو.
له عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْيَهُودُ مَغْضُوبٌ عَلَيْهِمْ، وَالنَّصَارَى ضُلَّالٌ». «یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».
ترمذی روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یهود یو داسې قوم دي چې الله پرې قهر شوی دی؛ ځکه چې دوی حق وپېژانده خو عمل یې پرې ونه کړ. او نصارا ګمراه قوم دي، ځکه چې له علم او پوهې پرته یې عمل وکړ.