





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» (یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د استغفار لپاره کلمې دي او په هغو کې تر ټولو غوره او لویه د بنده لپاره دا ده چې ووایي: "اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ أعوذ بك من شر ما صنعتُ أَبُوءُ لك بنعمتك عليَّ وأَبُوءُ لك بذنبي فَاغْفرْ لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت" نو بنده لومړی د الله جل جلاله په یووالي اقرار کوي او دا چې الله جل جلاله یې پيدا کوونکی او معبود دی، شریک نه لري او دا چې دی د الله سره په خپلو ژمنو د توان تر کچې ولاړ دی؛ ځکه بنده که څومره عبادت هم وکړي بیا هم نشي په عبادت کې د الله تعالی ټول اوامر پر ځای کړي او نه شي کولی د الله د هغو نعمتونو پوره شکر ادا کړي چې شکر ویستل یې پرې واجب دي، نو باید چې الله تعالی ته رجوع وکړي او هغه ته پناه یوسي، ځکه الله هغه ذات دی د بنده له شر څخه ورته پناه وړل کیږي. او دی هغه ته په خپله خوښه د هغه په نعمتونو اقرار کوي او په خپلې ګناه او سرغړونو اقرار کوي. الله جل جلاله ته لدې ننواتو وروسته له خپل رب څخه دا دعا غواړي چې د ګناهونو په پټولو سره ورته بښنه وکړي او په خپلې بخښنې، فضل او رحمت سره یې د ګناه له بديو وژغوري ځکه چې له هغه لوی څښتن پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا دعا د سبا او بیګا له اذکارو څخه یوه ده، نو څوک یې چې په یقین سره ووایي، له ایمان سره یې معنا په زړه کې راولي او د ورځې په پیل کې یې د لمر راختلو او زوال تر منځه ووايی، چې دا د ورځې وخت دی، بیا مړ شي نو دی به جنت ته داخل شي. او چا چې بیګا مهال وویله، یعنې د لمر له ډوبېدو څخه تر سهار راختلو پورې او بیا له سبا کېدو مخکې مړ شو، نو جنت ته داخل شو.
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: "له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د ظلم په اړه خبرداری ورکړ، چې له جملې څخه یې: د خلکو سره ظلم کول، په خپل ځان ظلم کول او د الله تعالی په حق کې ظلم کول دي. او ظلم؛ حقدار ته د حق نه ورکول دي او دا چې ظلم د قیامت په ورځ د ظالمانو لپاره تیارې دي چې له امله به یې له سختیو او وحشتونو سره مخ شي. او له هغه بخل څخه یې منعه وفرمایله چې حرص ورسره مل وي، چې یو ډول یې د مالي حقونو په ادا کولو کې غفلت او په دنیا سخت حرص کول دي. دا ډول ظلم هغه ظلم دی چې زموږ څخه مخکني ملتونه یې تباه کړي دي، اړ یې ویستل چي يو بل ووژني او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال کړي.
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
متفق علیه دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په اسلام کې کوم صفت ډیر غوره دی؟ هغه دوه ځانګړنې یادې کړې: لومړی: مسکينانو ته ډیره ډوډۍ ورکول لکه: صدقه، تحفه، مېلمستيا او ولیمه او د خوراک ورکولو فضيلت قحطۍ او قیمتۍ پر مهال لاپسې زیاتیږي. او دویمه: هر مسلمان ته سلام اچول، برابره خبره ده که یې پېژنې یا یې نه پېژنې.
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه ته امر وکړ چې د الله تعالی څخه (په دې الفاظو) دعا وغواړي او ووایي: (اللهم اهدني) یا الله ماته هدایت وکړې او لار راوښیې (وسددني) او توفیق او په ټولو چارو کې استقامت راکړې. هدایت: په تفصیل او اجمال سره د حق پېژندل او په ظاهر او باطن کې د هغه پیروۍ کولو ته وایي. او سداد (توفیق): په ټولو چارو کې کاميابي او استقامت دی، یعنې هغه څه چې سم او پر حقه وي، او دا په وینا، عمل او عقیده کې نېغه لار ده. او ځکه چې معنوي چاره په احساس سره روښانه کیږي، نو په داسې حال کې چې ته دا دعا کوې، دا راپه زړه کړه چې: (هدایت: تاته لارښوونه ده) نو په زړه کې داسې راوله چې ته د داسې یو چا په څېر لارښوونه غواړې لکه چې مسافر وي، ځکه چې هغه له سمې لارې څخه ښي او چپ طرف ته نه وځي، تر څو د لارورکۍ څخه بچ شي؛ او په همدې توګه خوندیتوب تر لاسه کوي او ژر تر ژره خپل هدف ته رسیږي. (او موفقیت لکه: د غشي لږېدل) ته ګورې چې کله غشی ولې څومره په تېزۍ سره خپل هدف ته رسیږي، نو ویشتونکی چې کله هدف ولي، غشی د هدف لورې ته سموي، نو همدا رنګه ته هم د الله تعالی څخه سوال کوې چې د کوم هدف نیت لرې چې د غشې په څېر دې ورسیخ کړي؛ نو ته به په سوال کولو کې هدایت ته د رسېدو غوښتونکی یې چې تر پای دې مقصد ته ورسوي. نو دا معنا دې را په زړه کړه، تر څو د الله تعالی څخه هدف ته د رسېدو سوال په داسې بڼه وکړې لکه څنګه چې غشی د مقصد په لور ولې چې هدف ته ورسېږي.
له علی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».
متفق علیه دید رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور فاطمې رضي الله عنها لاسونه د میچن کولو له امله تڼاکې شوې وې، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غلامان راوستل شول، ورغله تر څو ترې په همدې مریانو کې د یو غلام غوښتنه وکړي چې پر ځای یې د کور کارونه وکړي، خو هغه یې په کور کې ونه موند، او عائشه رضي الله عنها په کور کې وه، نو هغې ئې پدې خبره خبر کړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی؛ عائشې رضي الله عنها د فاطمې په راتګ خبر کړ چې د غلام غوښتنه یې کوله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د فاطمې او علي رضي الله عنهما کور ته په داسې حال کې ورغی چې هغوی دواړه په بستر کې وو او ویده کېدلو ته یې چمتوالی نیوه، نو د دواړو تر منځه کېناست تر دې چې علي رضي الله عنه یې د پښو یخوالی په خپله ګېډه حس کړ او وېې فرمایل: آیا زه تاسو دواړو ته داسې یو څه ونه ښیم چې له خادم غوښتلو درته غوره وي؟ دواړو وویل: هو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د خوب لپاره د شپې خپلو ځایونو ته لاړئ، نو څلوردیرش ځلې تکبیرونه یعنې: الله اکبر، درې دیرش ځلې تسبیح یعنې سبحان الله او درې دیرش ځلې الحمد لله ووایئ؛ نو دا اذکار تاسو دواړو ته له غلام څخه غوره دي
د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».
أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دیجلیل القدر صحابي عبد الله بن خبیب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغوی په یوې تیاره او سختې باراني شپه کې د رسول الله صلی الله د پلټنې په موخه ووتل تر څو ورته لمونځ وکړي، نو هغه یې وموند، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:"ووایه" یعنې ولوله، نو هغه هیڅ ونه لوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خپله وینا بیا وکړه، نو عبد الله وویل: څه ولولم ای د الله رسوله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الِاخلاص سورت {قل هو الله أحد} او معوذتین: {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس} صبا او بیګا مهال درې درې ځلې وایه، نو له هر شر او هرې بدۍ نه به دې وساتي.
له ابان بن عثمان څخه روایت دی وایي چې ما له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه اورېدلي چې ویل یې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»، «چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د هرې شپې په ماښام کې له لمر لوېدو مخکې درې ځلې (بسم الله) ووايي: یعنې د الله په نوم مرسته غواړم او ځان پرې له هر ضرري څیز څخه ساتم، هغه ذات چې له نوم سره یې هېڅ شی ضرر نه شي رسولی که څه هم هر څومره لوی وي؛ نه په ځمکه کې او هغه آفتونه چې ترې راوځي او نه په اسمان کې او هغه آفتونه چې ترې رانازلېږي، او هغه زمونږ ویناوو لره اورېدوکی او په احوالو مو پوه دی. چا چې دا دعا د شپې له خوا وویله نو تر سهاره به ورته هېڅ آفت نه رسیږي، او چا چې د سهار له خوا وویله نو تر بېګا پوری به ورته هېڅ آفت نه رسیږي. نو د حدیث راوي چې أبان بن عثمان دی فالج وواهه؛ هغه ناروغي چې د بدن یو اړخ پکې لوېږي، نو هغه سړي چې دا حدیث یې له أبان څخه اورېدلی و أبان ته به یې په تعجب سره کتل! نو هغه سړي وویل: ولې راګورې؟! قسم په الله چې پر عثمان مې دروغ نه دي ویلي، او نه عثمان پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې الله راته لیکلي و، داسې ورځ وه چې زه غصه شوی وم، نو راڅخه هېر شول چې دا یاد اذکار ووایم.
له سعد رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو اعرابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: ماته یو څه را وښایه چې زه یې وایم، هغه وفرمایل: «ووايه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» «له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، الله لوی دی په لوی والي سره، او الله لره ډېرې ستاینې دي، الله رب العالمین لره پاکي ده، له یو حالت نه بل ته اوړیدل نشته مګر د غالب الله او حکمت والا رب په زور او ځواک سره» وایي: دا مې د رب لپاره دي، نو زما لپاره څه دي؟ ویې فرمایل: «ووایه: اللهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي» «ای الله، ما ته بښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه او ما ته روزي راکړه».
مسلم روايت کړی دید بانډې یو اوسېدونکي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یو ذِکر وروښایي چې ویې لولي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: ووایه: "لا إله إلا الله وحده لا شريك له" د عبادت حقدار نشته دی مګر یو الله دی چې شریک نه لري، نو د الله په یووالي له ګواهۍ ورکولو یې پیل وکړ، او معنا یې دا ده چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، "الله أكبر كبيرًا" الله لوی دی په لوی والي سره. یعنې: الله له هر شي نه لوی دی. "والحمد لله كثيرًا" او الله لره زیاته ستاینه ده یعنې الله لره ډیره ستاینه ده، د هغه په صفتونو، فعلونو او هغو نعمتونو سره چې - د ډیروالي له امله - نه شمېرل کیږي. "سبحان الله رب العالمين" پاکي ده الله لره چې د مخلوقاتو رب دی. یعنې: له هرې نېمګړتیا څخه پاک او سپېڅلی دی، "لا حول ولا قوة إلا بالله العزيز الحكيم" له ګناه څخه ګرځېدل نشته او د نېکو کارونو توفيق نشته مګر د الله په مرسته چې غالب او حکیم ذات دی. یعنې: له یو حال نه بل حال ته اوړیدل نشته مګر د الله په مرسته او توفیق سره. نو هغه سړي وویل: دا کلمې خو مې د رب د یادولو او لویۍ بیانولو لپاره شوې، نو د خپل ځان لپاره په څه سره دعا وکړم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: ووایه: "اللهم اغفر لي" ای الله ما ته بخښنه وکړې. د ګناهو په بخښلو او پټولو سره، "وارحمني" او په ما رحم وکړې ما ته د دیني او دنیاوي ګټو په رسولو سره، "واهدني" او ماته لارښوونه (هدایت) وکړې. غوره شرایطو او سمې لارې ته، "وارزقني" او ماته رزق راکړې. حلال مال، روغتیا، او هره نیکمرغي او عافیت.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ». «څوک چې په لات او عزا قسم وخوري نو لا اله الا الله دې ووايي، او که څوک خپل ملګري ته ووايي چې راځه قمار بازي وکړو نو صدقه دې ورکړي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له الله تعالی پرته پر بل څه د قسم خوړلو په اړه خبرداری ورکړی؛ ځکه چې مؤمن یوازې په الله قسم کوي، او وايي چې څوک له الله پرته پر بل څه قسم وخوري د بېلګې په توګه: په لات او عُزا قسم وخوري - کوم چې دوه بُتان دي چې له اسلام څخه وړاندې یې په جاهلیت کې عبادت کېده، نو باید له خپل ځان سره ووايي چې: له الله پرته بل معبود نشته، نو پدې سره به له شرک څخه براءت وکړي او دا به یې د قسم کفاره شي. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې څوک خپل ملګري ته ووايي چې: راځه قمار ووهو، او قمار دې ته وایي چې دوه يا څو كسان سره په پېسو قمار ووهي، نو چا چې جوارۍ وګټله پېسې د همغه شوې، نو د دوی دواړو حالت لدې خالي ندی چې یا به ګټه کوي او یا تاوان-؛ نو ورته مستحب دي چې یو شی خیرات کړي تر څو یې قمار وهلو ته د یو بل بلنه وبخښل شي.