





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې یو اواز کوونکی به جنتيانو ته په داسې حال کې غږ وکړي چې دوی به په نعمتونو کې وي چې: تاسو به د تل لپاره په جنت کې یاست او هېڅکله به لږ هم نه ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندي یاست، هېڅکله به نه مړه کېږئ، اګر که خوب هم وي، چې یو ډول مړینه ده، او تاسو به تل ځوانان یاست، هېڅکله به نه زړېږئ، او تاسو به تل په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به نه غمجن کېږئ او نه به له سختۍ سره مخ کېږئ، دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایي: {ونُودُوا أنْ تلكم الجنة أورثتموها بما كنتم تعملون} [الأعراف: 43].(او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).
له صهیب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ». «وایې: کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- له کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړل شوی».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله جنتیان جنت ته داخل شي نو الله تعالی به ورته ووایي: آیا غواړئ چئ نور څه در زیات کړم؟ نو ټول جنتیان به ووایي چې: آیا زموږ مخونه دې سپین نه کړل؟ آیا موږ دې جنت ته داخل نه کړو او له عذاب څخه دې ونه ژغورلو؟ نو الله تعالی به پرده لرې کړي او پورته به یې کړي؛ د هغه حجاب یا پرده نور دی، نو دوی ته به له دې بل محبوب شی نه وي ورکړل شوی چې خپل رب وویني.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ». "په عربي ټاپووزمه کې شیطان له دې نا امیده شوی چې څوک یې عبادت وکړي، خو په دوی کې له مخالفتونو او تر منځه یې شخړو اچولو څخه نه دی نا امیده شوی".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د عربو په جزیره کې شیطان له دې نا امیده شوی چې لمونځ کوونکي مؤمنان یې بیا عبادت وکړي او بت ته سجده وکړي، خو لا تر دې دمه تمه لري، کوښښ کوي، زیار باسي، کار او هڅه کوي چې تر منځه یې جنګونو، شخړو، فتنو او داسې نورو ته لمن ووهي.
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي، سرونه یې داسې جوړ کړي وي لکه د اوښ د مایله بوقان په څېر، دوی به جنت ته داخلې نه شي، او نه به یې بوی ومومي، حال دا چې بوی یې په دومره دومره مسافه کې موندل کېدلی شي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله دوزخیانو په اړه خبرداری ورکړی چې لیدلي یې ندي او د هغه په وخت کې لا دا ډول خلک نه و راښکاره شوي، بلکې له هغه نه وروسته به راځي. لومړۍ ډول: هغه خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر اوږدې قمچیني لري او خلک پرې وهي، نو دا پولیس او د ظالمانو ملاتړي دي چې خلک په ناحقه وهي. دویم ډول: هغه ښځې دي چې د عفت او حیا جامې یې لرې کړې وي چې معمولا ښځې یې په فطري لحاظ لري. او داسې یې توصیف کړې چې: په حقیقت کې جامې لري، خو په معنوي لحاظ لوڅي وي؛ ځکه نرۍ جامې اغوندي چې پوستکي ترې ښکاري، د بدن یوه برخه پوښي او بله د ښایست ښودلو په موخه لوڅوي. دوی د سړیو زړونه د دوی په جامو او په ځانګړې توګه قدم اخیستلو سره ځانته مایله کوي، خپلې اوږې کږوي، او نور انحراف او هغه بې لاریتوب ته رامایله کوي چې دوی په کې لویدلي دي. د دوی له ځانګړتیاوو څخه ځینې دا دي چې: سرونه یې د اوښ د مایل بوقان په څېر وي، دوی د خپلو سرونو حجم غټوي او سربند او نور شیان ترې تاووي. د اوښ له بوقان سره یې مشابهت د سر د پاسه د دوی د ویښتانو او کمڅیو د پورته کولو له امله دی او ویښتان داسې راماتوي چې کمڅۍ د سر یوې څنډې ته کږوي، لکه څرنګه چې د اوښ بوقان یو طرف ته مایله وي. نو په کومو مېرمنو کې چې دا صفتونه وي، په اړه یې دا سخت ګواښ راغلی دی چې جنت ته به نه ننوځي، نه به يې بوی مومي او نه به ورته نږدې شي، په داسې حال کې چې د جنت بوی له ډېرې لرې واټن څخه حس کیږي.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع فرمایلې ده چې یو سړی د بل سړي شرمګاه ته وګوري، یا دا چې یوه ښځه د بلې ښځې شرمګاه ته وګوري. عورت: هر هغه څه ته وایي چې د ښکاره کېدو پر مهال یې د شرم احساس کیږي او د سړي عورت د هغه د نوم او زنګنونو تر منځ دی، او ښځه د پردیو سړیو لپاره ټوله عورت ده او ښځو او نورو محارمو ته هغه ځایونه ښکارولی شي چې د عادت له مخې یې په کور کې ښکاره کوي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې ده چې یو سړی له بل سړي سره په یو لباس او یا د یوې بړستنې لاندې بربنډ ننوځي او لدې چې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یو څادر کې بربنډه ننوځي، ځکه دا د دې لامل ګرځي چې یو د بل عورت لمس کړي، پداسې حال کې چې له لمس کولو څخه یې منع راغلې ده، لکه څرنګه چې ورته له لېدلو څخه راغلې ده، بلکې لمس کول یې لاپسې په ټینګار سره منع شوي، او ځکه چې لدې څخه لوی فساد رامنځته کیږي.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغي نو ویې ویل: اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟» درې ځلې. هغه وویل: هو: نو ویې فرمایل: یقینا چې دا په هغې سره له منځه ځي یعنې بخښل کیږي».
ابو یعلی، الطبراني او ضیاء المقدسي روایت کړی دییو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویې ویل: اې د الله رسوله! ما ټول ګناهونه او خطاګانې کړي دي، او هیڅ وړه او غټه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، نو آیا ماته بخښنه کیږي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: آیا ته پدې ګواهي نه ورکوي چې له الله تعالی پرته په حقه بل معبود نشته او پدې چې محمد د الله رسول دی؟ درې ځلې یې ورته تکرار کړه، نو هغه جواب ورکړ چې : هو؛ ګواهي ورکوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادتینو په فضیلت خبر کړ او دا چې د ګناهونو لپاره کفاره دي، او دا چې په توبې سره مخکني ټول ګناهونه بخښل کیږي.
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».
ابن ماجه روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم پدې موخه د علم له زده کړې څخه خبردارى ورکړى، چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي او ځان پرې وښایي، او دا ورته وښایې چې زه هم ستاسو په څېر عالم یم، او یا د دې لپاره چې ساده او کم عقله خلک پرې مخاطب وګرځوي، او یا زده کړه د دې لپاره وکړي چې په مجلس کې پرې مشري تر لاسه کړي او نورو ته پرې لومړیتوب ورکړل شي. نو چاچې داسې وکړل، هغه د ځان ښودنې (ریا) او د الله لپاره په زده کړه کې د اخلاص د نشتوالي له امله د اور مستحق دی.
نَّوَّاس بن سمعان الأنصاري رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: "الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي چې د لارې په دواړو خواو کې دوه دېوالونه دي، او په هغې کې خلاصې دروازې دي، او پر دروازو پردې راځوړندې دي، او د لارې په دروازه یو بلونکی وايي: اې خلکو! ټول په ګډه لارې ته ننوځئ او غاړو او څنډو ته مه ورکږیږئ، او د لارې له پاسه بل بلونکی دی، نو هر کله چې لاروی وغواړي لدې درواځو څخه څه پرانیزي وایي: افسوس دی پر تا، مه یې خلاصوه، ځکه که تا خلاصه کړه نو خامخا به ورننوځې، او دا نېغه لار اسلام دی، او دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، او خلاصې دروازې، د الله تعالی محارم دي، او هغه د لارې پر سر بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او د لارې د پاسه بلونکی له الله تعالی څخه هغه وېرونکی مبلغ دی چې د هر مسلمان په زړه کې دی».
الترمذي او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی چې: الله تعالی د اسلام لپاره په نېغه لار یو مثال وړاندې کړ چې دغه لار سیده ده او هیڅ کوږوالی پکې نشته، او د لارې په دواړو غاړو دوه دېوالونه دي چې تر څنډو یې راچاپېر دي، او دا دواړه د الله تعالی حدود دي، پدې دواړو دېوالونو کې خلاصې دروازې دي چې هغه د الله تعالی محارم دي، او په هغو دروازو پردې دي چې تېرېدونکي ته نه ښکاري د لارې دننه څوک دي، او د لارې په سر یو بلونکی دی چې خلکو ته لارښوونه کوي او ورته وایي: په لاره - نېغ- ځئ، پرته لدې چې غاړو او څنډو ته یې ورکاږه شئ، او دا بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او هلته د لارې پر سر یو بل بلونکی دی؛ او دا بلونکی چې کله په لارې تلونکی وغواړي د دروازو پردې یو څه خلاصې کړي نو ویې رټي او ورته وایي: افسوس دی پر تا مه یې خلاصوه! که چېرته یې ته خلاصه کړې نو خامخا به ورننوځې او هېڅکله به ونکړای شې چې ځان له ننوتلو ایسار کړې، او دا بلونکی د هر مسلمان په زړه کې د الله تعالی مبلغ دی.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟» مونږ وویل: هو. ویې فرمایل: نو په تاسو کې چې يو څوک په لمانځه کې درې آیتونه ولولي د هغه لپاره له درېو لویو څربو اوښانو څخه غوره دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې په لمانځه کې د درېو آیتونو لوستلو ثواب لدې څخه غوره دی چې یو څوک په خپل کور کې درې لویې، څربې او بلاربې اوښانې ومومي.