





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.
متفق علیه دیعائشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خندا کې دومره مبالغه نه کوله چې د ستونې پورتنۍ غوښه یې ښکاره شي، هغه چې په ستونې کې له پاسه راځوړنده وي، بلکې مسکا به یې کوله.
له أبو سعید الخدری - رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله.
متفق علیه دیابو سعید الخدري رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پېغلې نجلۍ په پرتله ډېر حیا کوونکی و چې واده شوي نه وي او د سړیو سره یې ژوند نه وي کړی، بلکې په خپل کور کې په پرده کې ناسته وي، د هغه د زیاتې حیا له امله به یې چې کله داسې یو څه ولېدل چې کرکه به یې ترې کوله نو رنګ به یې تغیر شو او خبرې به یې نه کولې، بلکې صحابه کرامو به له هغه شي نه کرکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې پېژندله.
له عبدالله بن مالک بن بحینة رضی الله عنه څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو.
متفق علیه دیکله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده کوله نو د سجدې پر مهال به یې لاسونه سره ازاد کړل؛ نو هر لاس به یې له خپل بغل څخه جلا کړ، تر دې چې د تخرګونو د پوستکي رنګ به یې ښکاره شو. دا لکه د وزرونو په څېر له تشو څخه د څنګلو په لرې والي کې مبالغه ده.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي که چېرته پر مؤمنانو د سختۍ راوستلو وېره نه وی نو د هر لمانځه پر مهال به یې پرې مسواک وهل واجب کړي و.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوه لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه نو زما سره به نږدې کېده (لوبې به یې کولې) او زه به حاېضه وم، او کله به چې اعتکاف و نو له - جومات - څخه به یې د وینځلو لپاره سر راوویست، پداسې حال کې چې زه به حاېضه وم.
متفق علیه دیعایشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلو ځینو خاصو حالاتو په اړه خبر ورکړی، چې له هغې حالتونو څخه یې ځینې دا دي چې: هغې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جنابت په حالت کې له یو لوښي څخه غسل کاوه، او دواړو به ترې اوبه راخېستې. او دا چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حیض په حالت کې غوښتل ورسره یو ځای شي نو امر به یې ورته وکړ تر څو خپل بدن د نوم له غوټۍ نه لاندې تر ځنګنونو پورې بسته کړي، نو بیا به یې له جماع پرته مباشرت ورسره کاوه. او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جومات کې اعتکاف کاوه، نو خپل سر به یې عایشې رضي الله عنها ته له جومات څخه د وېنځلو لپاره راوویست په داسې حال کې چې هغه به په خپل کور کې د حېض په حالت کې وه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم».
ابو داود او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هغه ته یې روح بېرته ورګرځول کېږي چې هر هغه چا ته ځواب ورکړي چې سلام یې پرې اچولی دی؛ برابره خبره ده که هغه شخص لرې وي یا نږدې؛ نو د برزخ ژوند یوه غیبي چاره ده چې په حقیقت یې یوازې یو الله پوهېږي، او هغه پر هر څه قادر دی.
له البراء رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي وېښتان یې په اوږو لګېدل، د دواړو اوږو ترمنځ واټن يې پراخ و، نه ډېر دنګ او نه ډېر ټيټ و.
متفق علیه دیالبراء بن عازب رضی الله عنه وايي چې هېڅکله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر څوک نه دی لیدلی چې د سرو لیکو په ازار او څادر کې د هغه په څېر ښایسته وي، د هغه له پېدایشي صفتونو څخه یو دا و چې د اوږو تر منځه واټن یې پراخ و، سینه یې هم پراخه وه او منځمهالې ونه یې درلوده چې؛ نه اوږد و او نه لنډ.
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: ما د مشرکانو پښې زموږ د سرونو د پاسه ولیدلې، حال دا چې موږ په غار کې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که له دوی څخه یو کس خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: «اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي»؟
متفق علیه دیامیر المؤمنین ابو بکر صدیق رضی الله عنه د هجرت پر مهال وویل: ما د مشرکانو پښو ته وکتل چې زموږ د سرونو د پاسه د ثور د غار پر سر ولاړ وو او موږ پکې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که یو له دوی خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې په نصرت، مرسته، ساتنه او لارښوونه کې یې الله تعالی درېیم و؟!
له ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو نو هېڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه، نو د حراء په غار کې به د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، نو د دې کار لپاره به یې توښه برابروله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه برابره کړه، تر دې چې حق (جبرائیل - علیه السلام-) ورته راغی، پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملايکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره يې زور راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق:1-3] ، ژباړه: ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې دی انسان له پنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره خدیجې رضي الله عنها ته راغی پداسې حال کې چې زړه یې لړزېده، او ویې ویل: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» یعنې په کالیو کې مې تاو کړئ، هغوی تاو کړ، تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې کېسه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا چې په خپل ځان ووېرېدم» خدیجې وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ځکه ته خپلوې پالي، د اړمنو لاسنیوی کوې، ګټوره سوداګري کوې او نورو سره مرسته کوې، میلمه پالې، او په حقه د اړمنو مرسته او ملاتړ کوې، نو خدیجې خپل د تره زوی ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزا ته وروست چې نصراني و او د جاهلیت پر مهال نصراني شوی و، په عبراني ژبه يې ليکل کولی شو، او د انجيل نه به يې په عبراني ژبه ليکل کولی څومره چې الله تعالی وسه ورکړې وه، حال دا چې هغه یو عمر خوړلی انسان و او ړوند شوی و، نو خدیجې ورته وویل: اې د کاکا زويه، له خپل وراره څخه دې واوره، نو ورقه ورته وويل: وراره څه وینې، یعنې څه دې لیدلي دي؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې ليدلي يې و، ورقه ورته وويل: دا هغه ناموس (راز دار) دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و، كاش زه هغه مهال ځوان وای (چې ستا ملاتړ او مرسته مې کړی وی)، کاش زه هغه مهال ژوندی واى چې قوم دې تا ( له وطنه ) وباسي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «ايا هغوی به ما وباسي؟» هغه وويل: هو، هر چا چې ستا غوندې څه راوړي، له هغه سره دښمني شوی، که هغه ورځ زه وم نو ټينګه مرسته به دې کوم، بیا ورقه یو څه وخت ژوندی و، بیا مړ شو، او وحې د څه وخت لپاره بنده شوه.
متفق علیه دیعائشه رضي الله عنها وایي چې لومړی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرې وحی پېل شوه؛ هغه ریښتیني خوبونه و چې په خوب کې به یې لیدل، نو هېڅ خوب به یې نه لېده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به رېښتیا کېدل، بیا ګوښه والي ته لیواله شو، چې د حرا په غار کې به ګوښه کېده، نو مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي هلته به یې په شمار شپې عبادت کاوه، او د ځان سره به یې توښه وړله، بیا به ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته ورګرځیده نو د شپو د شمار په کچه به یې توخه وړله، تر دې چې حقه چاره ورته په داسې حال کې راغله چې دی د حراء په غار کې و. نو جبرائیل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه لوستل نه شم کولی، فرمایي: راویې نیولم ځانته یې جوښت کړم او زور یې راکړ، تر دې چې زور او سختي راباندې راغله، بیا یې خوشې کړم او ویې ویل: ولوله: ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې سختي راباندې راغله بیا یې خوشي کړم راته یې وویل: ولوله، ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو راویې نیولم او په دریم ځل یې زور راکړ راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ} [العلق: 1-3]. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې آیتونو سره خپلې مېرمنې ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته په داسې حال کې ورغی چې زړه یې د مرګ له وېرې درزېده او ویې فرمایل: په جامو کې مې ونغاړئ، په جامو کې مې ونغاړئ، هغوی په جامو کې ونغاړه تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې وویل، خبره یې کړه او ویې فرمایل: پر ځان له مرګ څخه ووېرېدم، نو خدیجې ورته وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ته هغه څوک یې چې خپلوي پالې، هغه کمزوري پالې چې خپلې چارې مخته وړلای نه شي، هغه فقیر ته خېر رسوې چې هېڅ نه لري، خلکو ته هغه څه ورکوې چې له نورو سره یې نه شي موندلای، میلمه پالې او د حق په چارو کې مرسته کوې. نو خدیجې ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزی ته ورووست چې هغه یې د تره زوی و، دی هغه سړی و چې جاهلیت یې پرېښی و او نصراني شوی و، له انجیل څخه به یې په عبراني هغه څه لیکل چې الله یې وسه ورکړې وه، حال دا چې عمر خوړلی و او لید یې له لاسه ورکړی و، نو خدیجې ورته وویل: ای د کاکا زویه، له خپل وراره څخه دې واوره، ورقه ورته وویل: ای وراره، څه ګورې (څه دې لیدلي)؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې لیدلي یې وو، ورقه ورته وویل: دا جبرائیل دی، هغه چې الله پر موسی علیه السلام نازل کړی و، کاش زه دا مهال ځوان وای، کاش زه هغه مهال ژوندی یم چې قوم دې تا وباسي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا هغوی به ما وباسي؟! هغه وویل: هو، هېچا ستا په څېر یو څه نه دي راوړي مګر دا چې زیانمن شوی او دښمني ورسره شوې ده، او که چېرته په هغه ورځ زه ژوندی وم، نو کلکه مرسته به دې وکړم. بیا یو څه وروسته ورقه مړ شو، او وحی د یو څه وخت لپاره وځنډیده.