





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم".
متفق علیه دینبي ﷺ خبر ورکړی چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایي: انسان ما ازاروي او زما په حق کې نېمګړتیا کوي، کله چې د مصیبتونو او ناخوالو پر مهال پر زمانه بد وایې؛ ځکه الله جل جلاله د هرې پېښې چارسمبالی او مدبر دی؛ نو پر زمانې بد ویل په الله جل جلاله بد ویل دي، او زمانه خو یو مسخر مخلوق دی، چې د الله تعالی په امر پکې پېښې واقع کېږي.
د ابو رقیه تمیم بن أَوْسٍ الدَّارِيِّ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".
مسلم روايت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې دین د اخلاص او رښتینولۍ پر بنسټ ولاړ دی، تر دې چې د الله له لوري لکه څنګه چې فرض شوی، په پوره ډول، بې له نېمګړتیا او دوکې کولو ادا شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول چې: نصیحت چا ته وي؟ هغه وفرمایل: لومړی: نصیحت د الله سبحانه وتعالى لپاره، چې عمل ورته په اخلاص سره وکړو، شریک ورسره ونه نیسو، د هغه په ربوبیت، الوهيت، اسماء او صفاتو ایمان ولرو، د هغه امر لوی وبولو، او خلکو ته بلنه ورکړو چې ایمان پرې راوړي. دویم: د هغه د کتاب په اړه نصیحت چې قرآن کریم دی چې ایمان پرې ولرو او دا چې د الله جل جلاله كلام او د هغه وروستی کتاب دی، او دا چې دی د ټولو مخکېنیو شریعتونو لپاره ناسخ دی، او درناوی یې وکړو، او په حقه یې تلاوت کړو، محکم حکمونه یې عملي کړو او په متشابهو آیتونو یې ایمان ولرو، د تحریف کوونکو تاویلات یې رد کړو، له وعظونو څخه یې عبرت واخلو، علوم یې خپاره کړو او خلکو ته يې (د منلو) بلنه ورکړو. دریم: زموږ د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په اړه نصیحت چې عقیده ولرو هغه د ټولو رسولانو وروستی دی او په هغه څه کې یې ریښتونی وګڼو چې موږ ته یې راوړي دي، امر یې عملي کړو او له هغه څه نه منع شو چې هغه ترې منع کړې ده، او دا چې د الله تعالی عبادت ونه کړو مګر په هغه طریقه چې هغه راوړې ده، حق یې لوی وګڼو، درناوی یې وکړو، بلنه یې خپره کړو، شریعت یې خپور کړو او د تورونو او تهمتونو پر وړاندې یې دفاع وکړو. څلورم: د مسلمانانو امامانو (واکمنانو) لپاره نصیحت چې په حق کې یې ملاتړ وشي، د واک پر سر ورسره شخړه ونه شي او دا چې د الله تعالی د اطاعت په چوکاټ کې یې اطاعت وشي او غوږ ورته ونیول شي. پنځم: د مسلمانانو لپاره نصیحت چې نیکي ورسره وشي او بلنه ورکړل شي، د ضرر مخنیوی ترې وشي او هغوی ته ښېګڼه رسول ښه وګڼل شي او په نیکۍ او تقوا کې ورسره مرسته کول.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرسته وکړي صدقه ده. ښه او خوږه خبره صدقه ده. هر قدم چې ته يې جومات ته د لمانځه لپاره اخلې صدقه ده او د لارې نه د ضرري شي لرې کول هم صدقه ده».
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې روغ یې پيدا کړی او هډوکي یې ورته داسې پېدا کړی چې هر یو بند یې بندولی او خلاصولی شي، دا صدقه د ټولو نېکونو کارونو په ترسره کولو سره ادا کیږي او د مال ورکولو سره تړاو نه لري لکه: د دوو شخړه کوونکو تر منځ روغه او جوړه کول صدقه ده، او دا چې د یو کمزوري سره په سپرلۍ سپرېدلو کې مرسته وکړې او یا یې ورسره بار کړې، نو دا ستا لپاره صدقه ده، او نېکه وینا صدقه ده لکه: ذکر، دعا، سلام او داسې نور، او هر قدم چې د لمانځه په لور یې اخلې صدقه ده، او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده.
له عبادة بن الصامت رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په تنګلاسۍ او پراختیا، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به - هغه- ته لومړیتوب ورکوو، او دا چې د واک په سر به یې له خاوندانو سره شخړه نه کوو، او دا چې حق به وایو که هر چېرته وو، او د الله تعالی په اړه به د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه وېریږو».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه په اسانۍ او سختۍ او د شتمنۍ او بې وزلۍ په حالت کې ژمنه او تعهد واخیست چې د آمر او چارواکو پیروي به کوي، برابره خبره ده که د هغوی امرونه نفس منل یا یې بد ګڼل، تر دې چې که چېرته چارواکو په عامه شتمنیو منصبونو او داسې نورو شیانو کې ولس باندې ځان ته لومړیتوب ورکاوه، نو بیا یې هم په نیکیو کې اطاعت واجب دی، او دا چې خروج به پرې نه کوي ځکه چې هغوی سره په جنګ کولو کې فتنه او فساد له هغه نارواوو څخه ډیر لوی دی چې له دوی سره د هغوی د ظلم له امله رامنځته کیږي، او له هغه څخه چې دوی پرې ژمنه وکړه دا و چې هر ځای کې به حق وایي، او الله تعالی ته به یې پکې نیت خالص وي، او د چا له ملامتیا څخه به نه وېریږي.
د مؤمنانو له مور ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه» نو هغوی وویل: آیا مونږ ورسره ونه جنګیږو؟ هغه وفرمایل: نه، تر څو چې لمونځ کوي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې پر موږ به واکمنان وګمارل شي، چې مونږ به یې ځیني عملونه پيژنو؛ چې د شریعت سره سمون لري، او د دوی له ځینو کارونو به انکار کوو، ځکه چې د شریعت خلاف دی، نو چا چې منکر کار په زړه کې بد وګاڼه پداسې حال کې چې منع کول به یې په وسه کې نه وه، نو له ګناه او منافقت څخه وژغورل شو، او چا چې کولی شو په لاس او یا ژبه یې منع کړي، نو هغوی پرې رد وکړ، نو دی له ګناه کولو او یا پکې له ګډون کولو څخه سالم پاتې شو. خو چا یې چې په کړنو خوښي څرګنده کړه او له هغوی څخه یې پیروي وکړه، نو دوی به هم هلاک شي لکه څرنګه چې هغوی هلاک شول. بیا دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې، آیا د همداسې واکمنانو سره ونه جنګیږو چې دا صفتونه ولري؟ نو هغه لدې کار څخه منع کړل، او ویې وییل: نه، تر هغه پورې چې په تاسو کې لمونځونه قایموي.
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".
بخاري روايت کړی دیرسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د فضل او رحمت په اړه فرمایي: چې یو مسلمان کله د روغتیا او اقامت پر مهال نېک عمل تر سره کوي او بیا ورته عذر پیدا شي او ناروغ شي نو بیا یې نشي کولای یا دا چې په سفر او یا کوم بل عذر ورڅخه مشغول شي، نو هغه ته پوره اجر لیکل کیږي، هومره چې د روغتیا او اقامت په حالت کې یې کاوه.
له تمیم الداري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د دین بنسټ په اخلاص او صداقت ولاړ دی، تر دې چې په هغه ډول بشپړ ادا شي لکه څرنګه چې الله تعالی لازم کړی دی، پرته له هر ډول کوتاهۍ، غفلت او فریب څخه. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل شول: چې دین د چا لپاره نصيحت دی؟ نو هغه وفرمایل: لومړی: د الله تعالی لپاره نصیحت: هغه ته په اخلاص سره عمل کول، له هغه سره شرک نه کول، د هغه په ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو ایمان لرل، د هغه امر لوی ګڼل، او پر هغه باندې ایمان راوړلو ته بلنه ورکول دي. دویم: د هغه د کتاب؛ قرآن کریم لپاره نصیحت پدې خبره باور ساتل دي چې دا د هغه کلام او وروستی کتاب دی، د ټولو مخکنیو شریعتونو منسوخوونکی دی، مونږ یې درناوی کوو، په حقه یې لولو، په محکم یې عمل کوو، او متشابه ته یې غاړه ږدو، د تحریف کوونکو د تاویل په وړاندې ترې دفاع کوو، له نصیحتونو یې پند اخلو، علوم یې خپروو او بلنه ورته کوو. دريم: د هغه د رسول؛ محمد صلى الله عليه وسلم لپاره نصیحت: پدې خبره ایمان لرل دي چې هغه وروستی پیغمبر دی او په هغه څه کې یې ریښتنی وګڼو چې راتګ یې پرې کړی دی، حکمونه یې ومنو، له هغه څه ډډه وکړو چې مونږ یې ترې منع کړي یو، د الله عبادت یوازې په هغه څه سره وکړو چې هغه پرې راتګ کړی دی، د حق درناوی یې وکړو، احترام یې وکړو، دعوت ته یې بلنه ورکړو، شریعت یې خپور کړو او تورونه ترې لرې کړو. څلورم: د مسلمانو چارواکو لپاره نصیحت : په حق چارو کې د هغوی ملاتړ کول، له هغوی سره د واک په سر شخړه نه کول، د الله تعالی د اطاعت په چوکاټ کې هغوی ته غوږ نیول او اطاعت یې کول. پنځم: د مسلمانانو لپاره نصیحت: له هغوی سره نیکي کول، هغوی ته بلنه ورکول، هغوی ته د ضرر رسولو مخنیوی، له هغوی سره ښېګڼه خوښول، او له هغوی سره د نیکي او تقوا په چارو کې مرسته کول دي.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې: «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی، او برابره خبره ده که دا عامه ولایت وي یا خاصه، او پر هغوی یې سختي راوسته او نرمي یې ورسره ونکړه، نو الله تعالی به ورته سزا د عمل له جنس څخه ورکړي او سختي به ورسره وکړي. او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.
له معقل بن یسار المزني رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: "هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر هغه څوک چې الله تعالی د خلکو حاکم او مسوول وګرځوي، که هغه د شهزاده (امیر) په څېر عمومي مسؤولیت ولري، یا خاص مسوولیت ولري لکه سړی او یا ښځه په خپل کور کې، نو په خپل رعیت کې یې کوتاهي وکړه، او دوکه یې وکړه او په اړه یې سپارښتنه ونکړه، دیني او دنیوي دواړه حقونه یې ورته ضایع کړل، نو د دې سختې سزا مستحق دی.