Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
"رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تبارک وتعالى فرمايلي: ما خپلو نېکو بندګانو ته په جنت کې داسې عزت او نعمتونه تیار کړي چې نه کومو سترګو لیدلي، نه یې غوږونو وصف اورېدلی او نه یې د کوم انسان په زړه کې ماهیت تېر شوی". ابو هریره رضي الله عنه وویل: که وغواړئ، نو دا آیت ولولئ: ترجمه:(نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي دي). [السجدة سورت: 17 آیت].
د مؤمنانو له مور، عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې وویل: د هغه صلی الله علیه وسلم په طبیعت کې نه فحش و، نه بدخويي، نه یې په خبرو او نه کړنو کې بدوالی و، نه به یې له ځانه فحش جوړول او نه به یې قصداً پوچې ویناوې کولې، نه به یې په بازارونو کې غږ لوړاوه او نه به یې بدۍ ته په بدۍ ځواب ورکاوه؛ بلکې د نېکۍ بدله به یې ورکوله، او په زړه کې به یې بخښنه کوله، او په ښکاره به یې له بدیو تېرېدنه کوله.
کله به چې امیر المؤمنین عثمان بن عفان رضي الله عنه د قبر پر سر ودرېده، نو دومره به یې ژړل چې اوښکو به یې ږیره لمده کړه، نو ورته وویل شول: کله چې د جنت او دوزخ یادونه کېږي نو ته جنت ته د لیوالتیا او له اور څخه د دوېرې له امله نه ژاړې! خو د قبر له امله ژاړې. هغه وویل: بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راکړی چې قبر د آخرت د منزلونو لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو او نجات یې ومومه، نو هغه منزلونه چې وروسته پسې راځي د دې پرتله اسان دي؛ او که د قبر له عذاب څخه یې نجات ونه مومه، نو هغه عذابونه چې وروسته تر راځي لا ډېر سخت دي.
نبي ﷺ څرګنده کړه چې تر ټولو زیات د نېکۍ، احسان، ښه چلند، نرمې رویې، او ښې ملګرتیا مستحقه لومړۍ مور ده، د نورو په پرتله د مور پر حق درې ځلې ټینګار وکړ، تر څو وښيي چې د مور مقام او فضیلت له استثناء پرته له ټولو خلکو لوړ دی. بیا نبي ﷺ څرګنده کړه چې د مور وروسته هغه څوک حقدار دی چې نیکي ورسره وشي، ویې فرمایل: بیا پلار، بیا نږدې خپلوان، بیا هغه څوک چې تر نورو په خپلوئ کې نږدې وي (یعنې هر څومره چې څوک د خپلولۍ له پلوه نږدې وي، هماغومره د اړیکې او نېکۍ زیات مستحق دی).
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووايي: «زه په الله جل جلاله د رب، معبود مربي، مالک بادار او اصلاح کوونکي په توګه خوښ یم «په اسلام د دین په توګه» یعني د اسلام په ټولو حکمونو؛ که اوامر دی یا نواهي، د دین، ملت، او شریعت په توګه په عقیده او اطاعت سره منم او پرې خوښ یم «او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه خوښ یم» چې د هغه ټول رسالت، پیغام او لارښوونې چې موږ ته یې راوړي، په ایمان او پیروۍ سره منم؛ نو داسې انسان ته جنت واجب شوی دی.
عبادة بن الصامت رضي الله عنه، چې د بدر سترې غزا ګډونوال او د خپل قوم مشر و، هغه قوم چې د منی په سیمه کې د عقبه شپې په ترڅ کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ملاتړ بیعت ته ورغلی وو – هغه مهال چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لا هم په مکه کې و، مدینې ته له هجرت نه مخکې – روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو اصحابو ترمنځ ناست و، نو له هغوی یې وغوښتل چې پر ځینو چارو ورسره بیعت (ژمنه) وکړي. لومړی: دوی به د الله تعالی په عبادت کې هېڅ شی نه شریکوي، که څه هم لږ وي. دویم: غلا به نه کوي. دریم : چې بد کاري (زنا) به نه کوي. څلورم : دا چې خپل اولادونه به نه وژني— نارینه اولادونه د فقر له وېرې، او ښځینه اولادونه د شرم یا عار له وېرې نه وژني. پنځم : دا چې دروغ به نه جوړوي—یعني داسې دروغ به نه جوړوي چې د خپلو لاسونو او پښو ترمنځ یې اختراع کړي، ځکه چې اکثر اعمال د لاسونو او پښو له لارې ترسره کېږي، که څه هم نور غړي پکې هم برخه لري. شپږم : دا چې په معروف (ښه کار) کې به د رسول الله ﷺ نافرماني نه کوي. څوک چې له دوی څخه پر عهد ثابت پاتې شي او دا شرطونه عملي کړي، د هغه اجر د الله پر غاړه دی، او څوک چې له یادو ګناهونو څخه (پر شرک سربېره) کومه یوه بله ګناه وکړي، او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو دا حد د هغه لپاره کفاره ده، او ګناه یې پرې پاکه شوه، او څوک چې له دې ګناهونو څخه کومه یوه وکړي، خو الله یې پرده وکړي، نو د هغه کار د الله په اختیار کې دی: که وغواړي، بخښنه به ورته وکړي، او که وغواړي، سزا به ورکړي، نو ټولو حاضرینو له رسول الله ﷺ سره پر همدې شرطونو بیعت وکړ.
رسول الله ﷺ خبر ورکړی چې: اسلام د خلکو په منځ کې د لږو کسانو له خوا په نا اشنا توګه پیل شو، او پیروان یې کم وو؛ او بېرته به هم همداسې شي — یعني هغه کسان چې د اسلام پر اصولو عمل کوي - لږ به وي. نو خوشحالي او نېکمرغي ده نا اشنا خلکو ته، او د زړه سکون، خوښي، او د سترګو په یخوالي هغوی ته (زیری دی).
نبي کریم ﷺ خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کوچنیو ګناهونو په کولو کې بې پروايي ونه کړي، ځکه که دا ګناهونه زیات شي، نو په مجموع کې انسان ته د هلاکت سبب ګرځي، هغه ﷺ د دې لپاره یو مثال بیان کړ: لکه هغه قوم چې یوې درې ته ښکته شي، نو هر یو تن یو کوچنی لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره لرګي راجمع کړي او خپله ډوډۍ پرې پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که انسان پرې ونیول شي، او توبه ترې ونه کړي، یا ورته الله بخښنه ونه کړي، نو دا ګناهونه به یې هلاک کړي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.