





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم، او په حوض کې به پر ما نه راځي، مګر څوک چې د دوی په دروغو باور ونکړي او په ظلم کې ورسره مرسته ونه کړي هغه زما څخه دی، او زه له هغه څخه یم، او د حوض سره به پر ما راشي".
احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د هغه له وفات نه وروسته به داسې واکمنان راشي چې په خبرو کې به دروغ وايي، هغه څه به وايي چې نه یې کوي، او په خپل قضاوت کې به ظالم وي، نو څوک چې ورغی او د دوی په دروغو یې باور وکړ، یا یې په ظلم کې د دوی ملاتړ وکړ او یا په وینا لکه چې د هغوی په ګټه یې فتوا ورکړه تر څو ورته ځان نږدې کړي، د هغه څه په تمه چې له هغوی سره دي؛ نو زه ترې بې زاره یم او زما څخه نه دی او د قیامت په ورځ به زما حوض کوثر ته را نشي، او څوک چې هغوی ته ور نشي او په دروغو کې یې ریښتیني ونه ګڼي او په ظلم کې یې ملاتړ ونه کړي نو هغه زما څخه دی او زه له هغه څخه یم، او د قیامت په ورځ به زما حوض ته راشي.
له صهیب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "له تاسو مخکې په خلکو کې یو پاچا و او یو جادوګر یې درلود، کله چې جادوګر بوډا شو، نو پاچا ته یې وویل، زه بوډا شوی یم، یو هلک راولېږه چې جادو ورزده کړم، نو پاچا هغه ته یو هلک ورولېږه چې زده کړه ترې وکړي، د هلک په لاره کې یو راهب و، کله به چې په لار تېرېده هغه سره به یې ناسته کوله او خبرې به یې ترې اورېدې تر دې چې ترې اغېزمن شو، نو همداسې به یې کول چې جادوګر ته د تلو پر مهال به له راهب سره کښېناسته، کله به چې جادوګر ته ورغی هغه به وواهه، نو راهب ته یې له جادوګر څخه شکایت وکړ" هغه ورته وویل: کله چې له جادوګر څخه وېرېدې ورته وایه چې کورنۍ اېسار کړی وم، او که له کور څخه دې وېره درلوده ورته وایه چې جادوګر اېسار کړی وم'" په همدې حال کې ګوري چې یوه ورځ یو لوی ځناور خلک اېسار کړي او ترې تېرېدلای نه شي، نو ویې ویل: نن به پوه شم چې جادوګر په حقه دی که راهب؟ نو یوه تېږه یې راواخېسته، او ویې ویل"ای الله، که د راهب لاره تاسو ته د جادوګر په پرتله خوښه وي نو دا ځناور ووژنه، ترڅو خلک تېر شي، بیا یې وویشت تر دې چې ووژل شو او خلک تېر شول، بیا راهب ته ورغی او خبر یې کړ، راهب ورته وویل: ای بچیه، ته نن له ما څخه غوره یې. ستا معامله هغه ځای ته رسېدلې ده چې زه یې ګورم او دا چې ته به ازمایل کېږې، نو که وازمایل شوې زما په اړه هېچا ته مه وایه، پدې وخت کې به هلک ړانده او برګي ناروغان رغول او د هر ډول ناروغیو درملنه به یې کوله، بیا د پاچا یو درباري و چې ړوند شوی و هغه خبر شو او ډېرې ډالۍ ورته راوړې، ویې ویل: که ته ما روغ کړې نو څه چې دلته دي ټول ستا دي. هغه وویل: «زه هېچا ته شفا نه ورکوم؛ یوازې الله شفا ورکوونکی دی، که ته په الله ایمان راوړې، زه به له الله څخه سوال وکړم نو هغه به تا روغ کړي» هغه په الله ایمان راوړ، او الله روغ کړ، بیا هغه پاچا ته لاړ او له هغه سره د پخوا په څېر کښېناست، پا چا ترې وپوښتل: "چا دې دید بېرته درکړ؟" هغه ځواب ورکړ: زما رب، هغه وویل: آیا ته له ما پرته بل رب لرې؟ هغه وویل: زما رب او ستا رب الله دی، هغه راونیوه شکنجه یې کړ تر دې چې د هلک په اړه یې خبر کړ، هلک راوستل شو، پاچا ورته وویل: ای بچیه، ستا جادو دومره حد ته رسیدلی چې ته ړوند او برګی ناروغ رغولی شې، او داسې او داسې کارونه کوې، هغه وویل: زه هیڅوک نه شم رغولی، دا الله دی چې شفا ورکوي، نو هغه یې دومره شکنجه کړ تر دې چې راهب یې وروښود، راهب راوستل شو او ورته وویل شو چې: "له ایمان څخه واوړه" هغه انکار وکړ، پاچا آره راوغوښته او د هغه په سر یې کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ، تر دې چې دواړه ټوټې په ځمکه ولویدې، بیا د پاچا ملګری راوستل شو او ورته وویل شول: "ایمان دې پرېږده" خو هغه هم انکار وکړ. نو د هغه په سر یې هم اره کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ تر دې چې دواړه ټوټې پر ځمکه پرېوتې، بیا هلک راوستل شو او ورته وویل شول: "خپل دین دې پرېږده" خو هغه انکار وکړ، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې ډلې ته وسپاره او ورته یې ویې ویل: "هغه فلاني غره ته یې وخېژوئ، نو کله چې ته د غره څوکې ته ورسېدئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده؛ که نه نو ښکته یې وغورځوئ" دوی له ځان سره بوته او غره ته وختل، هلک وویل: "ای الله! څنګه چې غواړې له دوی مې وساته. نو غر ولړځېد او دوی ترې راولوېدل، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا وویل: ستا ملګرو څه وکړل؟ هغه وویل: الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې بلې ډلې ته وسپاره او ویې ویل: دا واخلئ په کېښتۍ کې یې سپور کړئ او د سمندر منځ ته یې بوځئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده، که نه نو له کېښتۍ یې وغورځوئ، دوی همداسې وکړل، هلک وویل: ای الله! زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شه لکه څنګه چې ته غواړې. نو کېښتۍ پر دوی واوخته او دوی ډوب شول، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا ورته وویل: "ملګرو دې څه وکړل؟" هغه وویل: "الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو" بیا یې پاچا ته وویل: "ته ما تر هغه وخته نه شې وژلی چې زما خبره ونه منې" پاچا وویل: "کومه خبره؟" هغه وویل: "خلک به په یوه ځای کې راټول کړې، بیا به ما د خرما په یو ډډ ورپورته کړې او زما له ځولۍ به غشی راواخلې او په کمان کې به یې کېږدې او ما به پرې وولې او د وېشتلو پر مهال به ووایي : بسم الله رب الغلام، یعنې د الله په نوم چې د دې هلک رب دی، نو بیا به زه ووژل شم" نو همغه و چې خلک یې په یو ځای کې راټول کړل او هغه یې د ونې د تنې پورې په دار وځړاوه، بیا یې د هغه له چانټې غشی راووېشت، په کمان کې یې کېښود او ویې ویل: "د الله په نوم، چې د دې هلک رب دی" بیا یې پرې وویشت، نو غشی یې د غوږ او سترګې ترمنځ ولګېده، نو هلک پرې لاس کېښود او مړ شو، همغه و چې خلکو وویل: موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، نو یو څوک پاچا ته راغی او ورته یې وویل: هغه څه وشول چې تا ترې وېره درلوده، ټولو خلکو ایمان راوړ، نو امر یې وکړ او خندقونه وویستل شول او اور پکې بل کړی شو، او ویې ویل: څوک چې له خپل دین څخه نه اوړېده نو پکې یې وسوځوئ، او یا به ورته ویل کېدل چې ځان وروغورځوه، نو همداسې یې وکړل، تر دې چې یوه ښځه راوستل شوه او د هغې سره يې ماشوم هم و، نو زړه نازړه شوه چې اور ته ځان وغورځوي کنه، نو ماشوم ورته وویل: «ای مورجانې صبر وکړه، ته په حقه یې».
مسلم روايت کړی دینبي ﷺ خبر ورکړی چې په پخوانیو امتونو کې یو پاچا و، او هغه یو جادوګر درلود، کله چې جادوګر زوړ شو، پاچا ته یې وویل: زه زوړ شوی یم، نو یو ځوان راولېږه تر څو هغه ته جادو ورزده کړم. پاچا یو ځوان جادوګر ته واستاوه چې زده کړه ترې وکړي، د هلک په لاره کې یو راهب و چې له هغه سره به کښېناسته او دهغه خبرې به یې اورېدې، نو خوښې یې شوې، نو هر ځل به چې د جادوګر پر لور تللو له راهب سره به کښېناسته، خو کله به چې ناوخته ورسېده، جادوګر به واهه، نو هغه دا خبره راهب ته وکړه. راهب ورته وویل: که له جادوګره وېرېدې، وایه کورنۍ مې اېسار کړی وم، او که له کورنۍ وېرېدې، وایه جادوګر اېسار کړی وم، نو دی په همدې حال کې و چې یوه ورځ یې یو لوی حیوان ولید چې خلک یې د لارې تېرېدو ته نه پرېښودل، نو ویې ویل: نن به معلومه کړم چې جادوګر غوره دی که راهب؟ نو یوه ډبره یې راواخیسته او ویې ویل: اې الله! که د راهب کار تا ته د جادوګر له کاره غوره وي، نو دا حیوان ووژنه تر څو خلک تېر شي، نو په ډبره یې ووېشت او حیوان یې وواژه او خلک تېر شول، بیا راهب ته ورغی او کېسه یې ورته وکړه، راهب ورته وویل: اې زویه! ته نن ورځ له ما څخه غوره یې، او داسې مقام ته رسېدلی یې چې زه یې وینم، نو ته ازماېل کيږي، خو چې وازمویل شوې، ما چاته ونه ښایي، هلک به ړانده او د برګي ناروغان رغول او د الله په اجازه به یې د خلکو د بېلابېلو ناروغیو درملنه کوله، د پاچا یو نږدې کس چې ړوند شوی و خبر شو، نو له ډېرو ډالیو سره هلک ته ورغی او ورته ویې ویل: دا ټولې ډالۍ ستا دي، که تا زه روغ کړم. هلک وویل: زه څوک نه رغوم، بلکې الله شفا ورکوي، نو که ته په الله ایمان راوړې، زه به دعا وکړم او الله به دې روغ کړي، نو په الله یې ایمان راوړ او الله روغ کړ، بیا پاچا ته ولاړ او لکه مخکې به چې کېناسته، ورسره کېناست، پاچا ترې وپوښتل: چا دې سترګې بېرته درته راوګرځولې؟ هغه وویل: زما رب، پاچا وویل: ایا ستا لپاره له ما څخه پرته بل رب هم شته؟ هغه وویل: زما رب او ستا رب الله دی. پاچا هغه ونیوه او تر هغه وخته یې ځوراوه تر څو هلک یي ور وښوده، هلک راوستل شو، پاچا ورته وویل: زویه! ته په جادوګرۍ کې داسې مرحلې ته رسېدلی یې چې ړانده او د برګي مرض والا ناروغان رغوې، او بېلابېل کارونه کوې. هغه وویل: زه څوک نه رغوم، بلکې الله شفا ورکوي، نو پاچا راونیوه او تر هغه وخته یې ځوراوه چې راهب یي ور وښود. نو راهب راوستل شو او ورته وویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه ونه منله، نو آره یې راوغوښته او د هغه د سر په منځ یې کېښوده او دوه تکړي یې کړ. بیا د پاچا نږدې کس راوستل شو او ورته وویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه هم ونه منله، نو د سر په منځ یې ورته آره کېښوده او دوه تکړي یې کړ. بیا هلک راوستل شو او ورته ویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه ونه منله، نو هغه یې خپلو ځینو کسانو ته وسپاره چې د دریو او لسو تر منځه وو. ویې ویل: فلاني او فلاني غره ته یې یوسئ، غره ته یې پورته کړئ، کله چې پورته څوکي ته ورسېدئ، نو که له خپل دین څخه وګرځید (پرې یې ږدئ ) کنه راویې غورځوئ، نو هلته یې بوته او غره ته یې وخېژاوه. هلک وویل: اې الله! څنګه چې غواړې له دوی څخه مې وساته، نو غر په شدّت ولړځېد، هغوی ترې ولوېدل، او هلک په سلامتۍ سره د پاچا مخې ته راغی. پاچا ترې وپوښتل:ستا په ملګرو څه وشول؟ هلک وویل: زه الله له هغوی څخه وساتلم. نو خپلو ځینو کسانو ته یې وسپاره، او ویې ویل: دی یوسئ او په کوچنۍ کېښتۍ کې سپور کړئ، د دریاب منځ ته یې ورسوئ، که له خپل دین څخه تېر شو، خوشې یې کړئ، که نه، په بحر کې یې وغورځوئ. هغوی هلک کېښتۍ کی سپور کړ، هلک وویل: «اې الله! زما ساتنه وکړه د هغوی پر وړاندې لکه څنګه چې غواړې، نو کښتۍ چپه شوه، هغوی ډوب شول، او هلک په سلامتۍ د پاچا مخې ته راغی. پاچا ترې وپوښتل: ستا په ملګرو څه و شول؟ هلک وویل: زه الله د هغوی څخه وساتلم، بیا هلک پاچا ته وویل: ته ما نه شې وژلی، تر څو هغه کارونه ترسره کړې چې زه یې درته وایم. پاچا وویل: هغه څه دي؟ هلک وویل: خلک په یوه ښکاره (همواره) سیمه کي راټول کړه، او ما د ونې پر ډډ په دار وځړوه، بیا زما له ځولۍ یو غشی راواخله، په کمان کې یې کېږده، او ووایه: د الله په نوم، هغه ذات چې د دې هلک رب دی، بیا پرې ما ووله، نو که ته داسې وکړې، زه به ووژل شم، نو خلک یې راټول کړل، هلک یې د ونې پر تنې وځړاوه، غشی یې راواخېست، په کمان کې یې کېښود، بیا یي وویل: د الله په نوم چې د دې هلک رب دی، بیا یې پرې هلک ووېشت، غشی د هلک د سترګو او غوږ تر منځه ځای کې ولګېد، نو هلک په خپل زخم لاس کېښود او مړ شو. خلکو وویل: موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی. نو پاچا ته خلک راغلل او ورته وویل شو، له څه نه چې ویرېدې همسې وشول؟ په الله قسم، پر تا هغه څه وشول چې ته ترې وېرېدې، هغه دا چې خلک ټول د هلک پیروان شول او د هغه په رب یې ایمان راوړ. نو پاچا امر وکړ چې د لارو په دروازو کې دې لوی اوږده خندقونه وکېندل شي، نو اور پکې بل کړی شو، بیا یې وویل: څوک چې له خپل دین څخه نه ګرځي، هغه پکې وغورځوئ، نو هغوی هغه څه وکړل چې پاچا یې امر کړی و، تر دې چې یوه ښځه راغله او له ځان سره یې یو ماشوم درلود. هغه ودرېده، نو ځای پر ځای ودرېده او اور ته له ننوتلو یې کرکه وکړه، نو ماشوم یې مور ورته وویل: ای مورې! صبر وکړه، بېشکه ته پر حقه یې.
له أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی، هغه ویلي چې: یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده، وایي نو ورته وویل شول: یا دا چې ما ورته وویل: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې په تودوخه کې پرې سپرېږې، هغه وویل: زه نه غواړم چې کور مې د جومات خواته وي، زه غواړم چې تر جومات پورې مزل مې راته ولیکل شي او دا چې بېرته کله خپلې کورنۍ ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «الله تعالی درته دا ټول راټول کړي دي».
مسلم روايت کړی دیابی بن کعب رضی الله عنه وایي چې له انصارو څخه د یو سړي کور د مسجد نبوي څخه تر ټولو لرې و، حال دا چې هېڅ لمونځ به ترې نه پاتې کېده؛ بلکې هر لمانځه کې به د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره حاضر و، نو ورته وویل شو: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې د ګرمۍ پر مهال پرې سپرېدلی؟ نو هغه وویل: زه نه غواړم چې زما کور دې د جومات څنګ ته وي، ځکه زه غواړم چې الله تعالی جومات ته د لمانځه لپاره زما تلل او بېرته راتلل (ثواب) ولیکي، نو دا خبره یې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه وفرمایل: «الله تعالی دا ټول تاته درکړي دي».
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تېره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کېږی (عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د شپې نه ویده کېږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ".
متفق علیه دیکله چې حولاء بنت تویت رضی الله عنها د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره وه، نو هغه مهال ترې لاړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کور ته راننوت. نو عائشې ورته وویل: دا ښځه د شپې مهال خوب نه کوي، بلکې شپه په لمانځه سره سبا کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا عمل ښه ونه ګاڼه چې پرځان سختي کوي. د شپې خوب نه کوي! په هغو نېکو عملونو دوامدار بوخت شئ چې توان یې لرئ، ځکه قسم په الله چې، الله هېڅکله خپلو نېکو، پیروي کوونکو بندګانو ته په ثواب او بدلې ورکولو نه ستړی کېږي، تر څو چې هغوی ستړي شي او عمل کول پرېږدي.
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي».
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته خطبه وویله او له هغو سپارښتنو څخه چې خپلو ملګرو ته یې وکړې دا وه چې د خلکو وېره، او ځواک دې یو مسلمان د حق له ویلو یا پرې له امر کولو څخه منع نه کړي، کله چې حق وویني او یا پرې پوه شي».
له عثمان الشحام څخه روایت دی: زه او فرقَد السبخي مسلم بن أبي بکره ته ورغلو، حال دا چې هغه په خپله ځمکه کې و، موږ ورننووتو او ورته مو وویل: آیا تا له خپل پلار څخه د فتنو په اړه کوم حدیث اورېدلی؟ ویې ویل: هو، ما له ابوبکرة رضي الله عنه څخه اورېدلي، هغه روایت کاوه، ویې ویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي، خبر اوسئ! کله چې دا فتنه راکښته یا واقع شي، نو څوک چې اوښان ولري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه ولري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه ولري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي، یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که څوک نه اوښان ولري، نه پسونه او نه ځمکه، نو څه به کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خپله توره دې واخلي، او د هغې تېغ دې په ډبره وټکوي، بیا دې ځان وژغوري که د ژغورنې توان یې درلوده، بیا یې درې ځلې وویل: اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که زه مجبور کړای شم، تر دې چې یو صف یا یوې ډلې ته بوتللی شم، او یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او زه پرې ووژل شم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او ستا د ګناه بار واخلي، او له دوزخیانو څخه به شي».
مسلم روايت کړی دیعثمان الشحام او فرقد السبخي له مسلم بن أبي بكرة رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې: آیا له خپل پلار څخه دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه داسې کوم حدیث اورېدلی چې د مسلمانانو ترمنځ د فتنو او جګړو په اړه وي؟ هغه وویل: هو، رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی، چې له ده وروسته به فتنې راشي، او په دغو فتنو کې به ناست، غافل کس چې فتنو کې لاسوهنه نه کوي له هغه کس څخه غوره وي چې پکې روان وي، او روان کس به له هغه کس څخه غوره وي چې فتنو ته ځان مخکې مخکې کوي او برخه پکې اخلي. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه چا ته لارښوونه وکړه چې که فتنه د هغه په زمانه کې راښکته شي یا واقع شي، او ده ته کوم پناه ځای موجود وي، نو هلته دې ولاړ شي؛ نو څوک چې اوښان لري چې څري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه لري او څري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه او کرونده لري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي. یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته د هغه کس په اړه څه وایي چې نه اوښان لري، نه پسونه او نه ځمکه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه دې خپله وسله (توره) واخلي، ماته دې یې کړي او خرابه دې کړي، بیا دې وتښتي او خپل ځان او اولاد دې وژغوري که د ژغورنې توان ولري. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي شاهدي ورکړه او ویې فرمایل: اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ نو یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته څه وایې که زه مجبور کړای شم چې له یوه صف یا یوې ډلې سره ګډون وکړم، بیا یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او ما ووژني؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او د هغه کس د ګناه بار واخلي چې هغه یې وژلی، او د قیامت په ورځ به د دوزخ له خلکو څخه وي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په اخلاقو کې تر ټولو کامل انسان و، او هغه په ټولو اخلاقو او فضیلتونو کې مخکښ و، لکه په نرمۍ خبرې کول، ښېګڼه کول، ورین او خوشحاله مخ، له نورو څخه ضرر دفع کول او لرې کول.
سعد بن هشام بن عامر - چې کله د عایشې رضي الله عنها کور ته ورغی نو ویې وییل: اې د مؤمنانو مورې، ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه خبر راکړه، هغې وفرمایل: آیا ته قرآن نه لولې؟ ما وویل: ولې نه، ویې فرمایل: د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و.
مسلم په یو اوږد حدیث کې روایت کړی دید مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې جامع ځواب ورکړ، او پوښتونکي ته یې په قرآن کریم حواله ورکړه؛ هغه کتاب چې د کمال ټول صفتونه پکې دي، نو ویې فرمایل چې: د هغه اخلاق قرآن و، په هغه څه چې قرآن امر کړی هغه یې عملي کړي، او له هغه څه چې قرآن منع فرمایلې، ډډه یې ترې کړې ده، نو په قرآن عمل کول، د هغه له حدودو سره ودرېدل، په ادابو یې ځان سنګارول، له کیسو او مثالونو څخه یې عبرت اخیستل د هغه اخلاق و.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ او غوره ګڼل چې په عزتمندو چارو کې په ښي(غړي یا اړخ) پېل وکړي لکه: په پېزار پښو کولو کې په ښۍ پښه پېل وکړي، د سر او ږیري په ګمځولو، صافولو او غوړولو کې له ښي اړخ څخه پېل وکړي او په اودس کې د لاسونو او پښو په وینځلو کې ښی غړی په چپ غړي مخکې کړي.