





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ». "د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".
أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان او اقامت تر منځ د دعا فضیلت بیان کړی او فرمایلي یې دي چې نه ردیږي او خامخا قبلیږي، نو په دې وخت کې د الله تعالی نه دعا وغواړئ.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به وېیل: «اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ». "یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم داسې یوه دعا غوښتلې ده چې د ښو اخلاقو هغه اصول پکې راغونډ شوي چې هغه یې د بشپړولو لپاره رالېږل شوی، چې هغه د دین، دنیا او اخرت اصلاح ده، نو په لنډو الفاظو کې يې د درېو ټولنو د سمونتیا غوښتنه وکړه، پیل یې د دین له سمونتیا څخه وکړ؛ ځکه چې په سمونتیا سره یې پاتې دواړه په خپله سمېږي نو ویې فرمایل: (اللهم أصلح لي ديني) یا الله ماته زما دین اصلاح کړه؛ توان راکړه چې آداب یې په بشپړه توګه مراعت کړم. (الذي هو عصمة أمري) هغه چې زما د ټولو چارو ساتونکې دی، ځکه که دین مې فاسد شو، ټولې چارې مې فاسدې شوې، نا امیده او برباد شوم، او ځکه چې دين تر هغه پورې نه اصلاح کیږي تر څو چې دنیا نه وي اصلاح شوې، نو ویې فرمایل: (وأصلح لي دنياي) (او زما لپاره زما دنیا سمه کړه) ما ته سالم بدن، امنیت، روزي، ښه ښځه، ښه اولاد او هر هغه څه راکړه چې زه ورته اړتیا لرم، او دا چې دا هر څه حلال وي او ستا په اطاعت کې راسره مرسته وکړي، بیا یې په سوال کې هغه عذر یاد کړ چې د اصلاح غوښتنه یې وکړه نو ویې فرمایل: (التي فيها معاشي) هغه چې زما د اوسېدو ځای او ژوند پکې دی. (وأصلح لي آخرتي التي فيها معادي) (او زما آخرت زما لپاره ښه کړه، کوم ته چې زما ورګرځیدل دي) هغه ځای چې تاسره د ملاقات لپاره ورګرځم، نو د دې لپاره د اعمالو د اصلاح توفیق راکړه، او بنده ته د الله تعالی توفیق ورکول هغه ته د عبادت، اخلاص او نېکې خاتمې نصیب کول دي. هغه صلی الله علیه وسلم له دنیا وروسته آخرت ترتیب کړ، ځکه چې لومړی د دویم د اصلاح وسیله ده، چاته چې په دنیا کې استقامت نصیب شو او ژوند یې د الله تعالی د خوښۍ مطابق وګرځېد آخرت یې په خپله سمیږي چې دی پکې خوشحاله وي. (واجعل الحياة) او اوږد عمر راته په هره ښېګڼه کې د زیاتوالي سبب وګرځوه چې نیک عملونه پکې زیات کړم، او ژر مړینه زما لپاره له هر شر، فتنې،امتحان، مصیبتونو، نافرمانيو، غفلت او د دنيا له سختيو او کړاوونو څخه د خلاصون او راحت سبب وګرځوه.
له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې دعا سره دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.
متفق علیه دید رسول الله صلى الله عليه وسلم له هر اړخيزه دعاګانو څخه يوه دا هم وه: "رب اغفر لي خطيئتي" وذنبي، "وجهلي" وما وَقَع مِنِّي بدون علم. "ربه، زما ګناه وبخښه" او زما "ناپوهي" او هغه څه چې زما په ناپوهۍ شوي دي. "او زما په ټولو چارو کې زما اسراف" او زما غفلت او له حده تېرېدل. "او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه خبر یې" ته پرې پوه شوی یې یا الله، او زما هېر دی. "اې الله، ماته زما تېروتنې او قصدي ګناهونه وبخښه" او هغه چې په قصدي توګه زما څخه شوي دي، او هغه چې زه پوهېدم چې دا ګناه ده. " زما قصدي ګناهونه او هغه چې په ټوکه کې شوي دي " او هغه چې زما څخه په ټوکو او په دواړو حالتونو کې شوي دي. "وكل ذلك عندي" او دا ټول زما سره دي، ځکه چې ټول یاد شوي ګناهونه او عیبونه یې راونغاړل. "اللهم اغفر لي ما قدمت" یا الله ماته د مخکنیو(ګناهونو) بخښنه وکړې، هغه چې تېر شوي، "وما أخرت" او هغه چې وروسته راڅخه کېږي، چې په راتلونکي کې به راځي. "وما أسررت" او هغه چې ما پټ کړي" "وما أعلنت" او هغه چې ما ښکاره کړي. "أنت المقدم وأنت المؤخر" " ته مخته کوونکی او ته وروسته کوونکی یې، له خپلو بندګانو څخه چې چالره وغواړې نو په خپل توفیق سره یې مهربانۍ او ستا د خوښې وړ کړنو ته ورمخکې کوې، او چا لره چې وغواړې نو په ذلیل کولو سره یې وروسته کوې، نو څوک چې تا وروسته کړی وي هغه لره مخته کوونکی نشته، او څوک دې چې تا مخته کړی وي هغه لره وروسته کوونکی نشته. "وأنت على كل شيء قدير" او ته په هر څه قادر یې، قدرت دې پوره او اراده دې بشپړه ده، هر څه چې وغواړې هغه کولی شې.
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي». «یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.
ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به سبا او بېګا مهال دا دعاګانې نه پرېښودلې: (اللهم إني أسألُكَ العافيةَ) (یا الله! زه له تا څخه عافیت غواړم) له ناروغیو، مصیبتونو، دنیاوي سختیو او له دیني خواهشاتو او فتنو څخه په (دنیا او آخرت) کې، هغه فتنې چې اوس شتون لري او هغه چې په راتلونکې کې به پېښیږي. (یا الله! زه له تا څخه بخښنه) او د ګناهونو له منځه وړل او له هغو تېرېدل غواړم، او له تا څخه له هر ډول نېمګړتیاوو څخه (زما په دين) کې لکه: له شرک، بدعت او ګناهونو څخه، (او زما په دنیا کې) له مصیبتونو، ضررونو او شرونو څخه سلامتیا غواړم، او زما په (کورنۍ کې) چې زما ښځې، اولادونه او خپلوان دي، او (زما په مال) او عمل کې درڅخه د عافیت سوال کوم. (اللهم استرْ عَوراتي) یا الله! زما د عورتونو پرده وکړه، او هغه عیبونه او نېمګړتیاوې چې په ما کې دي، او زما ګناهونه پاک کړه، (او ما له وېرې په امن کې کړه) خوف او وېره راڅخه لرې کړه. (اللهم احفظْني) یا الله! زما ساتنه وکړه، او ما له ضرر او مصیبت څخه وساته؛ هغه ضررونه چې (زما په وړاندې، زما د شا له خوا، زما له ښي اړخ څخه، زما له کیڼ اړخ څخه او زما له پورته خوا) ماته متوجه دي. نو (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی څخه سوال وکړ چې له ټولو خواوو یې ساتنه وکړي؛ ځکه چې مصیبتونه او آفتونه انسان ته یوازې له همدې لارو رسیږي. (وأعوذُ بعظمتك أن أُغْتَال) او ستا په لویۍ پناه نیسم چې د لاندې له خوا ونیول شم او یا هلاک شم؛ داسې چې ځمکه مې کش کړي.
له ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته دا دعا ورزده کړه: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ النَّارِ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا». (یا الله! زه له تا څخه د ټول بېړني او راتلونکې خېر غوښتنه کوم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له هر بېړني او راتلونکي شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی و، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله (پرېکړه) چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې).
ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم عاېشې رضي الله عنها ته څلور جامعه دعاګانې ورښودلې دي: لومړۍ: عامه دعا ده چې هرې ښېګڼې ته شامله ده، (یا الله! زه له تا څخه د ټول خېر غوښتنه کوم) (عاجله) هغه چې وخت یې نږدې دی، (و آجله) او هغه چې لرې دی، (ما علمت منه) هغه چې تا یې په اړه پوهه راکړې ده (و ما لم أعلم) او هغه چې تا یې پوهه نه ده راکړې او ستا په علم کې شته. پدې دعا کې الله تعالی ته د چارو سپارل دي؛ هغه ذات چې پوه، خبر او مهربان دی، نو هغه پاک ذات د مسلمان لپاره غوره او ښایسته برخلیک ټاکي، (و أعوذ) او پناه نیسم پر تا باندې له هر ډول بیړني او وروسته راتلونکي شر څخه؛ هغه چې زه پرې پوه یم او هغه چې په اړه یې راته علم نشته. دویمه دعا: دا ده چې مسلمان په دعا کې تجاوز و نه کړي (اللهم انی اسألک) یا الله زه له تانه سوال کوم، او د هغه خېر غوښتنه درنه کوم چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه کړې ده، (و أعوذ) او زه پنا نیسم پر تا له هغه شر څخه چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ترې پنا غوښتې ده، او دا دعا او له الله تعالی څخه غوښتنه ده چې بلونکي (داعي) ته هغه څه ورکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ځان لپاره غوښتنه کړې ده، پرته له دې چې ډولونه یې وشمیري. دریمه دعا: جنت ته د ننوتلو غوښتنه او له اور څخه ژغورل کېدل، او دا د هر مسلمان مقصد او له عمل څخه یې همدا موخه او هدف دی: (اللهم إني أسألك الجنة) یا الله زه له تانه د جنت سوال کوم، چې رانصیب یې کړې، (وما قرب إلیها من قول أو عمل) او د هغې کړنې او نیک عمل چې ته پرې خوشحاله کیږې، (و أعوذ بک من النار) او پر تا له اور څخه پنا غواړم (وما قرب الیها من قول او عمل) او له هغې وینا او کړنې څخه چې ګناه وي او تا غصه کوي. څلورمه دعا: د الله تعالی په قضا او قدر باندې د خوښۍ غوښتلو دعا ( و أسألک أن تجعل کل قضاء قضیته لي خیرا ) او له تانه سوال کوم چې هره پرېکړه دې چې زما په حق کې کړي وي، هغه خیر وګرځوه، او دا د الله تعالی په پرېکړه او فیصلې د رضایت غوښتلو دعا ده.
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». «اې الله! تا پورې له دې نه پناه غواړم چې ستا نعمت رانه زوال شي، ستا عافيت راڅخه واوړي او ناخبره راباندې ستا عذاب راشي او يا راته ستا کامله غصه او غضب راوپارېږي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو شیانو څخه پناه غوښتې ده: لومړی: (اللهم إني أعوذ بك من زوال نعمتك) اې الله! زه تاته ستا د نعمتونو له زوال څخه پناه دروړم، هغه که دیني وي او یا دنیوي، او له تانه سوال کوم چې په اسلام ثابت پاتې شم، او په ګناهونو کې له ښکېلتیا وژغورل شم، د کومو له امله چې نعمتونه له منځه ځي. دویم: (او ستا د راکړې روغتیا بدلېدل) چې په مصیبت بدله شي؛ نو ستا څخه د دوامداره عافیت، له دردونو او ناروغیو څخه د سلامتیا سوال کوم. دريم: (او په ناڅاپي توګه ستا له انتقام او سزا څخه) چې په ناڅاپي توګه کوم مصیبت او یا عذاب راورسېږي، عذاب چې کله په ناڅاپي توګه راشي بیا نو د توبې او جبرانولو لپاره وخت نه وي، او د هغه چا به ډېر بد او سخت حالت وي چې ورسره مخ شي. څلورم: (او ستا له هر ډول غصې او قهر څخه) او هغه لاملونه چې ستا د قهر او غصې لامل ګرځي؛ ځکه هغه څوک چې ته پرې قهر شې نو هغه ذلیل او تاواني شو. هغه صلی الله علیه وسلم د جمعې کلمه کارولې ده چې؛ ترڅو د الله پاک د غصې هر ډول اسبابو ته شامله شي؛ له ویناوو، کړنو او یا اعتقاداتو څخه.
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).
النسائي او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له لاندې شیانو څخه پناه غوښتې ده: لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم. دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم. دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به: سهار مهال (دا اذکار) ویېل: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ». يا الله! ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو سهار کړ او ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو بېګا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو او (له مرګ نه وروسته ستا لور ته) بیا پاڅېدل دي، وایې او بل ځل یې وویل: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ» او ستا په لور وروستی منزل دی.
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دیکله به چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم سهار شو؛ چې هغه د سهار له راختو سره د ورځې پېل دی نو وییل به یې: (اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا) یا الله پر تا مو سبا کړ، یعنې ستا په ساتنه او ستا په نعمت کې ډوب یو، ستا په یادولو بوخت یو، ستا پر نوم مرسته غواړو، ستا په نعمتونو کې شامل یو، ستا په مرسته او ځواک حرکت کوونکي یو، (وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ) (او پر تا مو بېګا کړ او پر تا ژوندي کېږو او پر تا مرو) د دې جملې معنی هم لکه د تېرې په څېر ده، سر بېره پر دې چې بېګا مهال به یې وییل: یا الله ستا پر نوم مو بېګا کړ، نو ستا په محیی (ژوند بښونکي) نوم سره ژوندي کېږو، او ستا په (الممیت) یعنې مرګ ورکوونکي نوم سره مړه کېږو. (وَإِلَيْكَ النُّشُورُ) او ستا لور ته له مرګ نه وروسته پورته کېدل دي، او له یو ځای کېدو وروسته جلا کېدل دي، زموږ دا حالات به په ټولو وختونو کې په همدې توګه مخته ځي او په هېڅ حال به ترې جلا نه شم او نه به یې پرېږدم. او کله چې پرې له مازدیګر نه وروسته بېګا مهال راغی وییل به یې: (اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا، وبكَ أصبحنا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ المَصِيْر) یا الله! ستا په نوم مو بېګا کړ او ستا په نوم مو سبا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو، او له مرګ نه وروسته ستا لور ته بېرته پورته کېدل دي، په دنیا کې بېرته ستنېدل او په اخرت کې بېرته درګرځېدل دي، نو همدا ته یې چې ژوند راکوې او همدا ته یې چې مرګ راکوې.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یوه دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار"، دا دعا د دنيا ښېګڼو ته شامله ده، لکه خوندور، پراخه او حلال رزق، صالحه مېرمن، داسې اولادونه چې سترګې پرې یخیږي، هوساینه، ګټور علم، نيک عمل او داسې نورې مطلوبې او روا غوښتنې او د آخرت خېر لکه: د قبر او آخرت سختو حالاتو او د جهنم له عذابونو څخه په امن کې پاتې کېدل، د الله جل جلاله خوښي او ابدي نعمتونو تر لاسه کول او ډېر مهربان رب ته نږدې کېدل.