Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د الله تعالی سره د مسلمان د عمل بدله د هغه د عمل له جنس څخه ده چې د نورو مسلمانانو سره یې کوي؛ نو چا چې د یو مسلمان څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړه، د الله تعالی بدله به دا وي چې د اخرت له سختیو به ترې یوه سختي لرې کړي. او چا چې د یو تنګلاسي سره اساني وکړه او ستونزه یې ورحل کړه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې اساني راولي. او چا چې پر یو مسلمان پرده واچوله، داسې یو څه یې ولیدل چې افشا کول یې ښه نه وي لکه: تېروتنه او پښه خویېدنه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې پرده واچوي. او الله تعالی به تر هغه وخته پورې د بنده مرستندوی وي، تر څو چې بنده په دیني او دنیوي چارو کې د خپل (مسلمان) ورور مرستندوی وي، او مرسته په دعا، ځان، مال او داسې نورو سره کېږي. او څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لار کې ووت، په داسې حال کې چې موخه یې د الله تعالی رضا وي، نو پدې سره به ورته الله تعالی د جنت لار اسانه کړي. او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې د الله تعالی د کتاب په تلاوت او خپلمنځي تدریس نه راټولیږي، مګر دا چې سکون او عاجزي به پرې نازل شي او د الله تعالی مهرباني به یې وپوښي، پریښتې به یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی به یې هغه ته په نږدې خلکو کې ستاینه وکړي، او همدا درناوی بنده ته بسنه کوي چې الله تعالی یې په پورتنیو مخلوقاتو یادونه وکړي. د چا چې عمل نېمګړی وي، د هغه چا مرتبې ته به ونه رسېږي چې عملونه یې کړي وي، نو په کار ده چې څوک په نسب او د پلرونو په ښه مخینه بسنه ونه کړي او عمل ترې نېمګړی پاتې نه شي.
نبي صلی الله علیه وسلم خلکو ته د ډېرې توبې او استغفار کولو امر کوي، او له خپلې خوا خبر ورکوي چې دی هره ورځ الله تعالی ته له سل ځله زیات توبه باسي او بخښنه ترې غواړي، سره له دې چې هغه ته د تېرو او راتلونکو ګناهونو بخښنه شوې ده، دا کار د الله جل جلاله په وړاندې د بشپړې عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې مسلمان نارینه پرتوګ (هغه څه چې د سړي ښکته نیمایي بدن پوښي) درې حالاتونه لري: لومړی حالت: مستحب دی چې د ساق یا پنډۍ تر نیمایي پورې وي. دویم: جایز حالت چې مکروه نه دی، هغه دا دی چې ازار له نېمایي نه لاندې تر ښنګرو یا ګیټیو پورې وي؛ یعنې د پښې هغه دوه راوتي هډوکو پورې چې د پښې او قدم په بند کې دي. دریم حالت: حرام دی چې ازار د پښو له ښنګرو (ګیټیو) نه لاندې وي، نو د دې خطر شته چې د اور (سوځېدو) وړ وګرځي، خو که دا کار په غرور، خوښۍ، او سرکښۍ سره ترسره شي نو (ترسره کوونکي ته به) الله تعالی (د رحمت په نظر) ونه ګوري.
نبي ﷺ د هرج (ګډوډۍ)، فتنو، وژنو او د خلکو د حالاتو د ګډوډېدو په زمانه کې خلکو ته د عبادت کولو او پرې د ټینګ پاتې کېدلو لارښوونه کړې ده، او دا یې بیان کړي چې د دغه وخت عبادت داسې اجر لري لکه څوک چې رسول الله ﷺ ته هجرت وکړي، ځکه چې خلک په داسې وختونو کې له عبادت نه غافله وي، ترې بوخت وي، او یواځې لږ شمېر کسانو ورته ځان فارغ کړی وي.
پېغمبر ﷺ خبر ورکوي چې کله یو مسلمان دعا وکړي او له الله تعالی څخه داسې څه ونه غواړي چې ګناه وي — د بېلګې په توګه چې ګناه او ظلم کول ورته اسان کړي، یا دا چې د خپلوۍ د پرېکون دعا وکړي — مثلا خپلو اولادونو یا خپلوانو ته ښېراوې وکړي — نو الله تعالی به خامخا د هغه په دعا سره یو له درې شیانو ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله کړي او هغه څه به ورکړي چې غوښتلي یې دي. او یا دا چې الله تعالی به یې ورته اجر د قیامت ورځې ته وروسته کړي، په مرتبې لوړلو، يا ترحم او د ګناهونو په بخښلو سره. او یا به ترې په دنیا کې د دعا په اندازه شر دفع کړي. صحابه کرامو نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: نو دعا به زیاته کوو؛ تر څو لدې فضیلتونو څخه یو تر لاسه کړو. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې د الله سره دي زیات او لوی دي له هغه څه نه چې تاسو یې ترې غواړئ، د هغه وړکړه خلاصی او پای نه لري.
نبي ﷺ به د سختې اندېښنې او غم پر مهال فرمایل: «لا إله إلا الله»: نشته هېڅ حق معبود، مګر یوازې الله دی، «العظيم»: د لوړ مقام او لوی شان خاوند، که په ذات کې وي، که په صفتونو او یا په کړنو کې. «الحليم»: هغه (الله) چې ګناهګار ته سمدستي سزا نه ورکوي، بلکې ځنډوي یې، او کېدای شي معاف یې کړي، سره له دې چې پرې قدرت لري، ځکه هغه سپېڅلی ذات پر هر څه قادر دی. «لا إله إلا الله رب العرش العظيم»: د ستر عرش خالق یوازې الله دی، «لا إله إلا الله رب السماوات والأرض»: د آسمانونو او ځمکې خالق یوازې الله دی، او دی د هغه څه خالق دی چې د دوی دواړو تر منځه دي، د هغوی مالک، اصلاح کوونکی او د خپلې خوښې سره سم یې کنترولوونکی دی، «رب العرش الكريم» هغه ذات چې: د معزّز عرش خالق دی.
نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیات خوراک له امله خوله وازی (ارږمی) کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان ته امر کړی چې د دنیا په چارو کې — لکه مقام، مال، شهرت او نورو کې — هغه کسانو ته وګوري چې حالت یې له ده ټیټ وي، نه هغو کسانو ته چې له حالت یې له ده لوړ او غوره وي؛ ځکه هغو خلکو ته کتل چې حالت یې له ده ټیټ وي ډېر مناسب او غوره کار دی، تر څو د الله نعمتونه چې ورکړل شوي کم او بې ارزښته ونه ګڼي.
پیغمبر ﷺ د کالیو یا ازار د ټیټولو او ځان پسې د راښکلو په اړه خبرداری ورکړی چې د ښنګرو لاندې د عُجب او تکبر له مخې ښکته کړل شي، او دا یې څرګنده کړې چې څوک دا کار وکړي، نو هغه د سخت ګواښ مستحق ګرځي، داسې چې الله تعالی به قیامت په ورځ د رحمت په نظر ورته و نه ګوري.