





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پُزي ویده شو، نو کله چې راپاڅېده په ډډو کې یې د پُزې نښې پاتې شوې وې، نو موږ وویل چې اې د الله رسوله، که یو نرم توشک مو درته چمتو کړی وی، هغه وفرمایل: «زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي».
الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دیعبد الله بن مسعود رضي الله عنه یادونه کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم په یو پُزي ویده شو، نو راپاڅېده حال دا چې پُزي یې د ډډو په پوستکي کې چاپونه پرېښي و، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! که یو فرش (توشک) مو درته چمتو کړی و نو لدې به ښه وه چې پر دې زیږ پُزي ویده شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د دې دنیا سره هېڅ مینه او محبت نه لرم چې زه پکې لیوالتیا ولرم، زما حالت او په دې دنیا کې پاتې کېدل د هغه سپور سړي په څېر دي چې د ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې ځي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هېڅکله موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه نده ویلې مګر دا چې ویل به یې: «هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري».
احمد روايت کړی دیانس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې ډېر لږ به داسې شوي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویلي وي او یا یې وعظ کړی وي او د دې دوو خبرو یادونه یې نه وي کړي: لومړی: هغه څوک د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي چې په نفس کې د یو چا مال، نفس او یا یې کورنۍ ته خیانت ولري. دویم: هغه څوک بشپړ دین نه لري چې تړونونو او ژمنو کې خیانت کوي او ماتوي یې.
له الحسن څخه روایت دی، هغه وايي چې: جندب بن عبدالله رضي الله عنه راته په دې مسجد کې حدیث بیان کړ او موږ د هغه له روایت نه وروسته هېڅکله (دا خبره) هېره کړې نه ده، او موږ دا وېره هم نه لرو چې جندب به په رسول الله ﷺ دروغ ویلي وي، هغه وایي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».
متفق علیه دینبي ﷺ خبر راکوي چې زموږ نه وړاندې یو سړی زخمي شوی و، نو فریاد یې کاوه او په درد یې صبر ونه کړ، چاړه یې راواخېسته، خپل لاس یې پرې کړ او مرګ ته یې بیړه وکړه، وینه یې تر هغه ونه درېده تر څو چې مړ شو، الله تعالی وفرمایل: «زما بنده په خپل ځان وژنې سره زما لور ته بیړه راوکړه، یقینا چې جنت مې پرې حرام کړ.
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».
متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دید پېغمبر ﷺ له دعاګانو څخه یوه دا وه چې ویل به یې: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې( او فرمان منونکی دې یم)، پر تا مې ایمان راوړی، باور لرم او اقرار کوم، پر تا مې توکل کړی؛ چارې مې درسپارلي او پرتا مې تکیه ده، او تاته مې رجوع کړې او درګرځېدلی یم او تاته مې مخ کړی (ستا لپاره مې جګړه کړې او ستا له دښمنانو سره مې دعوې کړي دي) اې الله ! زه ستا په عزت، ځواک او غلبې پناه نیسم -پدې چې ستا پرته بل حق معبود یعنې د بندګۍ وړ ذات نشته- له دې چې ما له سمې لارې ګمراه کړې او لدې چې راڅخه ناراضه شې، (ته تلپاتي ژوندی ذات یې چې نه مرې او نه پناه کېږې، (حال دا چې انسانان او پيریان مري).
د عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وویل: یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».
ابوداود، الترمذي، احمد او الدارمي روايت کړی دییو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او وېې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست او وېې فرمایل: چې لس نیکۍ ورته ولیکل شوې، بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او کېناست او ویې فرمایل: چې شل نیکۍ ورته ولیکل شوې، بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او کېناست او ویې ویل: چې دېرش نیکۍ ورته ولیکل شوې؛ یعنې په هر لفظ سره لس نیکۍ.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل: « اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».
مسلم روايت کړی دید رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بېنیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.
له ام المومنین عايشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي: ما نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: د صفیه په اړه دې همدا بس دی چې داسې او داسې ده …» (یو راوي وايي: مطلب یې دا و چې له لوړوالي له لحاظه ټیټه ده)، رسول ﷺ وفرمایل: «داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي»، وایي: او ما ورته د یو چا کېسه وکړه، نو ویې فرمایل:« زه نه خوښوم چې یو څوک په یو څه سره یاد کړم حال دا چې خپله داسې او داسې یم».
ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دیام المومنین عایشې رضي الله عنها رسول الله ﷺ ته وویل: «د صفیه لپاره دې همدومره بس دی» – چې مطلب یې د هغې د بدن یوه کوچنۍ نیمګړتیا، لنډوالی و، رسول الله ﷺ وفرمایل: «تا داسې خبره وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شوې وای، نو پرې به غالبه شوې وه، هغه به یې بدلې او خرابې کړې وای» هغې وویل: د فلاني په شان کار دې وکړو- تر څو یې نېمګړتیا په ګوته کړم-، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه نه خوښوم چې د چا نیمګړتیا بیان کړم، یا د هغه په څېر عمل وکړم، یا داسې خبره وکړم چې یې د کمزورۍ ښودلو سبب شي، حتی که په دې کار دنړۍ ډېره شتمنۍ هم راکړل شوې وای».
له جابر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووایي نو د هغه لپاره په جنت کې یوه د خرما ونه کښېنول شي».
الترمذي روایت کړی دیپیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووایي: «سبحان الله» یعنې د الله پاکي بیانوم «العظیم» هغه ذات چې په ذات، صفاتو او افعالو کې تر ټولو لوی دی، «وبحمده» یعنې د هغه له ستاینې سره یو ځای، نو هر ځل چې دا جمله وايي، په جنت کې ورته یوه د خرما ونه کېښودل کېږي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي او ځانته یې نه پرېږدي او نه یې سپکوي، تقوا دلته ده،"هغه درې ځلې خپلې سینې ته اشاره وکړه" د یو سړي لپاره دومره شر بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري، هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی، وینه یې، مال یې، او عزت یې.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمان ورور سره د ښه چلند لارښوونه کوي، او ځینې هغه دندې او آداب یې هم تشریح کړي چې دوی یې باید د دوی په وړاندې ولري؛ له هغو جملې څخه: لومړی وصیت: کینه مه کوئ چې له یو بل څخه د نعمت د زوال هیله ولرئ. دویم: تناجُش مه کوئ یعنې د یو توکي د بیې په لوړولو کې دې ( د بل د دوکه کولو لپاره سره چنې مه وهي) حال دا چې د اخېستو اراده نه لري؛ بلکې یوازې پلورونکي ته د ګټې رسولو یا پېرودونکي ته د زیان رسولو اراده لري. دریم: یو بل سره دښمني مه کوئ، چې هغه بل ته ضرر رسول او د محبت ضد عمل دی، مګر دا چې بغض او کینه د الله لپاره وي؛ ځکه دا واجب دی. څلورم: یوبل ته شا مه اړوئ، چې هر یو له خپل مسلمان ورور څخه مخ اړوي او پرېږدي یې. پنځم: یو د بل د پلور له پاسه پلور مه کوئ، داسې چې توکي اخېستونکي ته ووایي: زما سره د همدې توکي په څېر لدې ارزانه دی، یا لدې په بیه کې ښه دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یو جامع وصیت وکړ نو ویې فرمایل: د ورونو په څېر شئ چې یاد منع شوي څیزونه پرېږدئ، او په خپلو کې سره مینه، مهرباني، شفقت، نرمي او د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ، پداسې حال کې چې زړونه مو یو بل ته پاک وي او په هر حال کې خپلمنځي نصیحت کوئ. د دې ورورګلوۍ اړتیاوې عبارت دي له: چې پر خپل مسلمان ورور ظلم یا تېری ونه کړي. خپل مسلمان ورور پرې نږدي چې ظلم ورسره وشي، داسې چې له ملاتړ څخه یې پداسې یو ځای کې لاس واخلي چې د هغه د مرستې کولو وس لري، او د ظلم مخنیوی پرې ونه کړي. او دا چې سپک یې نه کړي او د تحقیر په موخه ورته په سپک نظر ونه ګوري، کوم چې په زړه کې د تکبر پایله ده. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځلې تشریح کړه چې تقوا په زړه کې ده، او څوک چې په زړه کې تقوا ولري، کومه چې د ښو اخلاقو او له الله تعالی څخه د وېرې او د هغه د څار غوښتنه کوي نو هېڅکله به مسلمان سپک نه کړي، او د یو چا لپاره په بد اخلاقۍ کې بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور سپک کړي؛ د هغه کبر له امله چې په زړه کې یې لري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه ټینګار وکړ چې وړاندې یې یادونه وشوه چې هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی؛ د هغه وینه لدې چې په وژنه پرې تیری وکړي او لدې کم چې ټپي یې کړي او یا یې ووهي، او همدا رنګه مال یې پرې حرام دی چې په ناحقه یې واخلي او همدارنګه عزت یې چې په ځان او نسب کې یې سپک کړي.