





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دیکله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه نو: لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي. دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.
له اسامه بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی وایي هغه ته وویل شول چې: آیا ته عثمان ته نه ورځې چې (د شته فتنو په اړه ورسره) خبرې وکړې؟ هغه وویل: آیا تاسو فکر کوئ چې زه ورسره خبرې نه کوم، ځکه چې تاسو ته مې بېرته ندي اورولي؟ قسم په الله چې ما ورسره یو په یو خبرې کړي، خو نه غواړم داسې كومه خبره ډاګیزه كړم، چې زه لومړى کس اوسم په ډاګه کوم یې او نه هم هغه چا ته وايم چې پر ما باندې حاكم وي چې: هغه تر ټولو غوره انسان دی، ځکه ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې: «يُؤْتَى بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بِهَا كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِالرَّحَى، فَيَجْتَمِعُ إِلَيْهِ أَهْلُ النَّارِ، فَيَقُولُونَ: يَا فُلَانُ مَا لَكَ؟ أَلَمْ تَكُنْ تَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَتَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ؟ فَيَقُولُ: بَلَى، قَدْ كُنْتُ آمُرُ بِالْمَعْرُوفِ وَلَا آتِيهِ، وَأَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». «د قيامت په ورځ به يو سړى راوستل شي او اور ته به واچول شي، نو كولمې به یې راووځي، هغه به خپلې کولمې په ځان پسې راکاږي او داسې به تاویږي لکه څنګه چې خر مېچن تاووي، نو دوزخیان به ورته راټول شي، وایې به: اې فلانکیه، په تا څه شوي؟ آیا تا به خلکو ته په نېکۍ امر نه کاوه او له بدۍ به دې نه منع کول؟ نو وبه وایي: هو، ما به په نیکۍ امر کاوه او خپله به مې نه کوله، او له بدیو به مې خلک منع کول او خپله به مې کوله».
متفق علیه دیاسامة بن زید رضي الله عنهما ته وویل شو: آیا عثمان بن عفان رضي الله عنه ته نه ورځې چې د هغه فتنې په اړه ورسره وغږیږې چې د خلکو تر منځ راپارېدلې ده، تر څو یې ختمه کړې، نو هغه ورته وویل چې په پټه یې ورسره د اصلاح لپاره خبرې کړي دي، نه دا چې فتنه راوپاروي، موخه یې دا وه چې نه غواړي د خلکو په مخکې په واکمنانو نیوکي وکړي، ځکه دا کار د خلیفه په وړاندې یو ډول جرات دی، چې دا په خپله د شر او فتنې دروازه خلاصوي، حال دا چې زه نه غواړم لومړی کس اوسم چې دا دروازه خلاصوي. بیا اسامة رضي الله عنهما وفرمایل: چې دی په پټه واکمنانو ته نصیحت کوي او هیچا ته چاپلوسي نه کوي که هغه امیر هم وي، او تملق ورته هم نه کوي چې د هغوی په مخکې یې ناحقه ستاینه وکړي، دا ځکه چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي و چې د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي او په اور کې به واچول شي، نو د سختې ګرمۍ او سخت عذاب له امله به یې په تېزۍ سره کولمې له ګېډي د باندې راووځي، نو په همدې حالت کې به خپلې کولمې د ځان پسې راکاږي او تاوېږي به لکه خر چې د مېچن تاوولو لپاره تاوېږي کله چې پرې اوړه کوي، نو دوزخیان به پرې د کړۍ په څېر راټول شي او پوښتنه به ترې وکړي چې: آیا تا موږ ته په نیکۍ امر نه کاوه او له بدیو دې نه منع کولو؟! نو دی به ووایي: ما په نیکۍ امر کاوه خو خپله مې نه کوله، او له بدیو مې (خلک) منع کول او خپله به مې بدي کوله.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې: چا ته چې دوه لوڼې يا خويندې ورپه برخه شي او هغه یې داسې روزنه وکړي چې، لګښت، روزنه، او د خېر لارو ته لارښوونه او له بدیو څخه ځان ژغورنه او داسې نور وروښیي تر دې چې سترې شي، نو د قیامت په ورځ به هغه او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لکه د دې دوو ګوتو په څېر یو ځای وي، او خپله مسواکۍ او منځۍ ګوتې یې سره جوختې کړې.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې جنت ته به يوازې مؤمنان داخليږي، او ايمان نه بشپړيږي او د اسلامي ټولنې حالت تر هغې نه سمېږي تر څو په خپلو کې له يو بل سره مينه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کارونو ته لارښوونه وکړه چې له لارې یې مینه عامېږي، هغه د مسلمانانو ترمنځ د سلام اچولو خپرول دي، چې الله جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره ستړي مه شي ګرځولې ده.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم یو ربړوونکی اواز واورېد لکه یو څه چې راپرېوځي، نو د ورسره ناستو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یې د نوموړي غږ په اړه پوښتنه وکړه، هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: دا آواز چې تاسو واورېده د هغې ډبرې دی چې اویا کاله مخکې د دوزخ له څنډې خویه شوې وه، نو همداسې ور روانه وه او ورلویده، تر دې چې اوس یې بیخ ته ورسیده چې تاسو یې غږ واوریده.
له سلمه بن الأکوع رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولیده چې په چپ لاس یې خوراک کاوه، نو امر یې ورته وکړ چې په ښي لاس خوراک وکړي، سړي په کبر او درواغو سره ځواب ورکړ چې نه شي کولای! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښېرا وکړه چې په ښي لاس له خوراک کولو څخه محروم شي، نو الله تعالی - د هغه سړي په حق کې - د خپل پېغمبر بد دعایي قبوله کړه او د هغه سړي ښی لاس شل شو چې له هغه وروسته یې بیا د خوراک او څښاک لپاره پورته نه کړ.
له أبو أمامة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په حجة الوداع کې د خطبې پر مهال واورېدل چې وییل یې: «اتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ، وَصَلُّوا خَمْسَكُمْ، وَصُومُوا شَهْرَكُمْ، وَأَدُّوا زَكَاةَ أَمْوَالِكُمْ، وَأَطِيعُوا ذَا أَمْرِكُمْ تَدْخُلُوا جَنَّةَ رَبِّكُمْ». «د الله څخه ووېرېږئ چې رب مو دی، پنځه وخته لمونځونه مو وکړئ، د میاشتې روژه مو ونیسئ، د خپلو مالونو زکاتونه مو ورکړئ، او د خپلو واکمنانو پیروي وکړئ نو د خپل رب جنت ته به داخل شئ».
الترمذي او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د عرفات په ورځ په حجة الوداع کې خطبه ورکړه چې د هجرت لسم کال و، او په همدې سره ونومول شو؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې حج کې د خلکو سره خدای په اماني وکړه. او ټولو خلکو ته یې د الله جل جلاله څخه په وېرېدلو او د هغه اوامرو او نواهېو ته په پاملرنې امر وکړ. او پدې چې د الله جل جلاله لخوا پرې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض شوی لمونځ وکړي. او دا چې د رمضان د میاشتې روژه ونیسي. او پدې چې د خپلو مالونو زکات اړمنو خلکو ته ورکړي او بخل پرې ونه کړي. او د الله جل جلاله له نافرمانۍ پرته د هغو خلکو پیروي وکړي چې الله جل جلاله پرې واکمن کړي دي. نو چا چې دا یاد شوې کارونه وکړل، اجر یې جنت ته داخلېدل دي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".
ابو داود روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان بل مسلمان ته په سلام اچولو هڅوي؛ هر کله چې ورسره مخ کیږي، که څه هم سره یو ځای روان وي او کله یې چې تر منځه کوم شی خنډ واقع شي لکه: ونه، دیوال او یا لویه ډبره او بیا ورسره مخ شي، نو بیا ځل دې پرې سلام واچوي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟» قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ، فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ». "آیا زه تاسو ته هغه څه ونه ښایم چې په دې سره الله تعالی ګناهونه له منځه وړي او درجې لوړوي؟» هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله: هغه وفرمایل: «په سختیو کې اودس بشپړول او جوماتونو ته زیات قدمونه اخیستل او له یو لمانځه وروسته بل لمانځه ته انتظار کول، نو همدا د الله په لار کې وتل دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل چې آیا دوی غواړي د داسې اعمالو لارښوونه ورته وکړي چې د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي، او د پرېښتو له کتابونو څخه پاکیږي او په جنت کې د مرتبو د لوړېدو لامل ګرځي. صحابه کرامو وویل: هو، موږ همدا غواړو. هغه وفرمایل: لومړی: په سختۍ سره اودس کول او بشپړول. لکه سړه هوا، د اوبو کموالی، د بدن درد، او ګرمې اوبه. دویم: ډېر قدمونه وهل – د دوو پښو تر منځه واټن – له کور څخه لرې جوماتونو ته تلل، او دا کار ډېر تکرارول. دریم: د لمانځه د وخت انتظار کول، له هغه سره زړه تړل، لمانځه ته تیاری نیول او په جومات کې د جماعت د ادا کولو انتظار کول، نو کله چی لمونځ ادا کړي، د لمانځه په ځای کې بل لمانځه ته انتظار باسي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کړه چې دا درې کارونه په حقیقت همدا د الله په لار کې وتل دي؛ ځکه چې دا په نفس د شیطان لارې بندوي، خواهشات ماتوي او د وسوسو مخه نیسي، نو په دې توګه د الله ډله د شیطان لښکرو ته ماته ورکړي او همدا تر ټولو لوی جهاد دی، او دا دښمن ته په پولو د ودرېدلو په څېر دي.