





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو الدرداء رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ؟» قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «ذِكْرُ اللهِ تَعَالَى». "آیا زه تاسو ته ستاسو د غوره عملونو په اړه خبر درنکړم چې ستاسو د واکمن پر وړاندې ترټولو پاکیزه او ستاسو مرتبو لره لوړوونکي وي او ستاسو لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له خیراتولو غوره وي، او لدې درته غوره وي چې د خپل دښمن سره مخ شئ ؟ نو تاسو د هغوی څټونه ووهئ او هغوی ستاسو څټونه ووهي؟» هغوی وویل: ولې نه (یعنې خبر راکړه)، هغه وفرمایل: د الله تعالی ذِکر (یادول).
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: آیا غواړئ چې ستاسو د واکمن ذات پر وړاندې ستاسو د تر ټولو غوره، باعزته، تر ټولو ښه وده کوونکو، پاکیزه او سوچه اعمالو په اړه خبر درکړم چې ؟ او دا چې په جنت کې ستاسو مرتبو لره پورته کوونکي وي؟ او ستاسو لپاره د سرو او سپينو زرو له صدقه کولو څخه غوره وي؟ او ستا لپاره لدې غوره وي چې له کفارو سره وجنګېږئ؛ تاسو د هغوی سرونه ووهئ او هغوی ستاسو سرونه ووهي؟ صحابه و وویل: هو موږ دا غواړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله جل جلاله ذکر په هر وخت او هر حالت کې.
د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟
متفق علیه دیدوو کسانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سره یوبل ته کنځلې وکړې، په داسې حال کې چې د یو مخ سور اوښتی و، د مرۍ خواوشا رګونه یې پړسېدلې وې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه داسې یوې کلمې باندې پوهېږم چې که دا غصه کوونکی یې ووایي غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ووایي. نو هغوی ورته وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې له شیطان څخه په الله پناه وغواړه. هغه وویل: آیا زه لیونی یم؟! دا ګمان یې وکړ چې یوازې لیونی انسان له شیطان څخه پناه غواړي.
له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې نېک او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او بد خوب؛ یعنې داسې څه په خوب کې لېدل چې کرکه ترې کوي او خفه کوي یې، هغه د شیطان له طرفه وي. نو که چا داسې ېو څه ولیدل چې کرکه یې ترې درلوده، خپل چپ اړخ ته دې لاړې تو کړي او له شر څخه دې په الله پناه وغواړي؛ (که یې داسې وکړل) زیان به ورته ونه لري، ځکه چې الله تعالی یې له شر څخه د سلامتیا سبب ذکر کړی دی.
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه عبارت دی وایې چې: ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».
الترمذي او احمد روايت کړی دیعقبه بن عامر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په دنیا او آخرت کې د مؤمن د نجات لاملونه څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې: لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه. دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه. دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».
متفق علیه دیله بانډې څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی تر څو داسې یو عمل وروښیي چې جنت ته یې داخل کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل چې جنت ته داخلېدل او له جهنم څخه ژغورل کېدل د اسلام د ارکانو په عملي کولو پورې اړه لري، یوازې د یو الله تعالی له عبادت څخه او دا چې شرک ورسره ونه کړې. او دا چې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ وکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي. او د مال زکات ورکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړی دی او اړمنو خلکو ته یې ورکړې. او دا چې په خپل وخت کې د رمضان میاشتې روژې ونیسې. سړي وویل: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، هغه اطاعتونه مې چې له تا څخه واورېدل نه پرې څه ورزیات کړم او نه به ترې څه کم کړم. کله چې ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څوک غواړي چې د جنتي انسان په لېدلو خوشحاله شي نو دغه بانډه چي ته دې وګوري.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ»، قِيلَ: مَنْ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ عِنْدَ الْكِبَرِ، أَحَدَهُمَا أَوْ كِلَيْهِمَا فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ». «د هغه چا پوزه دې خړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي» وویل شو: څوک؟ اې د الله رسوله! ویې ویل: «څوک چې په زوړوالي کې مور او پلار دواړه او يا یو له دوی څخه لاندې کړي او بيا هم جنت ته داخل نه شي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم په ذلت او خوارۍ د اخته کېدو ښېرا وکړه تر دې چې لکه خپله پوزه یې چې په خاورو ککړه کړي وي - او دا کار یې درې ځلې تکرار کړ - نو پوښتنه ترې وشوه چې: دا څوک دى اې د الله رسوله ؟ چې ښېرا مو ورته وکړې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې مور او پلار دواړه او یا یو له دوی څخه په بوډاوالي کې لاندې کړل او جنت ته د داخلېدول سبب یې نه شول؛ ځکه چې نیکي یې ورسره نه کوله او د دوی نافرماني یې کوله.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د مکې په لاره روان و چې د جمدان نومې غره سره تېرېده نو ویې فرمايل: «سِيرُوا هَذَا جُمْدَانُ، سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ». « لاړ شئ دا جمدان دی، ځانته خلک مخکې شول» هغوی وویل چې: ځانته خلک څوک دي اې د الله رسوله! ویې فرمایل: هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی ډېر یادوي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو مرتبه بیان کړه چې الله جل جلاله په کثرت سره یادوي او دا چې هغوی د نعمتونو په جنتونو کې د لوړو مرتبو په ګټلو سره له نورو جلا شوي او مخکې شوي دي، دوی یې د جمدان له غره سره تشبیه کړل، چې له نورو غرونو څخه جلا شوی دی.
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ». «زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې ګناه کار مسلمان ته د الله تعالی د بخښنې تمه شته، مګر هغه څوک چې په ویاړ او سرکښۍ سره خپله ګناه اعلانوي نو هغه د بخښنې وړ نه دی. ځکه چې هغه کله د شپې ګناه وکړي نو سبا پرې د الله جل جلاله اچولې پرده له ځانه لرې کوي، او نورو سره په خبرو کې وایې چې پرون مې فلانۍ ګناه کړې ده، پداسې حال کې چې الله تعالی د شپې پرې پرده اچولې وه، نو کله چې سهار کړي د الله تعالی پرده له ځانه لرې کړي..!!
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د هغه د مرګ نه درې ورځې مخکې اورېدلي چې وییل یې: «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان دې ته هڅوي چې هغه دې نه مري مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري، داسې چې د ځنکندن پر مهال پرې د هیله مندۍ اړخ غالب وي چې الله تعالی به پرې رحم کوي او بخښي به یې، ځکه چې د عمل د ښه والي لپاره وېره اړینه ده، او هغه چې کوم حالت دی (ځنکدن) هغه د عملونو حالت نه دی، نو باید چې د هیله مندۍ اړخ پکې غالب وي.