





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « د اسراء په شپه (یعنې هغه شپه چې اسمانونو ته پورته کړی شوم) له ابراهیم علیه السلام سره مخ شوم نو ویې ویل: اې محمده! خپل امت ته دې زما لخوا سلام ووایه او خبر یې کړه چې جنت پاکیزه خاوره او خوږې اوبه لري او ځمکه یې ونې بوټې نه لري، او دا چې کښت یې: سُبْحَانَ الله، الحَمْدُ لِلَّه، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ او اللَّهُ أَكْبَرُ» دي.
الترمذي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه د اسراء او معراج په شپه له ابراهیم علیه السلام سره مخ شو، نو ورته یې وویل چې اې محمده! زما سلام دې امت ته ورسوه، او پوه یې کړه چې جنت ښایسته خاوره او خوږې اوبه لري چې مالګیني نه دي او دا چې جنت پراخه دی، ځمکه یې اواره ده ونې نه لري، او دا چې کښت یې پاکیزه کلمې دي هغه کلمې باقیات او صالحات دي، یعنې پاکیزه کلمې دي چې تر هغه پورې به په جنت کې وي تر څو چې ځمکه او اسمانونه وي او هغه دا دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، نو هر کله یې چې یو مسلمان ووايي او تکرار یې کړي، په جنت کې ورته یوه (ونه) کرل کیږي.
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: يو سړي وویل چې اې د الله رسوله! زما خپلوان دي زه ورسره خپلولي پالم او هغوی يې راسره نه پالي، زه ورسره ښه کوم او هغوی راسره بد کوي، زه بد برداشت کوم او هغوی راباندې غصې کوي، نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «که ته داسې يې لکه څنګه چې وايې نو ګويا داسې ده لکه ته چې يې په مخونو کې ايرې بادوې، او تر هغه به د الله له پلوه له تاسره مرستندوي وي چې دغه ډول اخلاق کوې».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړي شکایت وکړ چې دی خپلوان او خپلولي لري او دی له هغوی سره نېکه رویه کوي، په داسې حال کې چې هغوی ورسره د دې پر ضد رویه کوي؛ دی ورسره خپلوي پالي او هغوی یې ورسره پرې کوي، او دی ورسره په نیکۍ او وفادارۍ چلند کوي، حال دا چې هغوی ورسره په ظلم او جفا سره بد سلوک کوي، دی ورته له زغم څخه کار اخلي، مهرباني پرې کوي او بخښه ورته کوي او هغوی پرې په ناوړه الفاظو او عملونو سره تېری کوي، نو آیا د یاد شوي شیانو سر بېره ورسره خپلوۍ پاللو ته دوام ورکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که داسې وي لکه تا چې یادونه وکړه، نو ته هغوی ذلیلوې او د خپل ځان په وړاندې یې داسې سپکوې لکه ته چې دوی ته ګرمې ایرې ورکوې، ستا د زیاتې نیکۍ او د هغوی د خپل نفس په وړاندې د زیاتې بدۍ له امله، نو تر څو چې ته همداسې یې لکه څنګه چې دې یادونه وکړه او هغوی هم همداسې په خپلې بدۍ پاتې وي، نو تاسو سره به تل د الله ملاتړ وي چې د هغوی د ضرر مخنیوی به کوي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري».
ابو داود روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ داسې خلک نشته چې په یوه مجلس کې سره ناست وي او بیا ترې په داسې حال کې پاڅېږي چې الله یې نه وي یاد کړی مګر دا چې داسې به ترې پاڅېږي لکه د خره په یو جسد چې سره راټول شوي وي؛ په بد بوی او مردارۍ کې ناست وي، ځکه چې دوی په خبرو د الله جل جلاله له یاد څخه غافل شوي وو، او د دوی دا ناسته به دقیامت په ورځ د دوی لپاره آفسوس، پښېمانتیا او نېمګړتیا ولري.
له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او د هغه چا مثال چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او د مړي دی»، او د مسلم الفاظ داسې دي: «د هغه کور مثال چې الله پکې یادېږي او د هغه کور مثال چې الله پکې نه یادېږي د ژوندي او د مړي دی».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د یادوونکي او د هغه د نه یادونکي تر منځ توپیر داسې بیان کړی لکه د ژوندي او مړي تر منځ د ګټې رسولو او ښایسته مظهر په لحاظ توپیر، نو د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي د هغه ژوندي انسان په څېر دی چې ښکاره یې د ژوند په رڼا او باطن یې د علم په رڼا ښکلی او ګټور وي، او د هغه چا مثال چې الله نه یادوي، د هغه مړي په څېر دی چې ظاهر یې بې ګټې او باطن یې باطل وي او هېڅ ګټه پکې نه وي. همدا ډول هغه کور چې اوسېدونکي یې الله یادوي ژوندی بلل کېږي، که نه نو هغه مړ کور دی ځکه چې اوسېدونکي یې د الله له یادولو نه سست دي؛ که څه هم په حدیث کې د کور یادونه په مړي او ژوندي کور سره شوي ده خو موخه ترې د کور اوسېدونکی دی.
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ناست و او موږ یې شاوخوا ناست وو، نو ویې فرمایل: «له هغه څه نه چې زه له ما څخه وروسته ستاسو په اړه وېره لرم دا دی چې پر تاسو به دنیا او زینت یې پرانستل شي (پراخي به درباندې راشي). بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! آیا کېدی شي چې خیر شر وزېږوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم غلی شو، نو (دې سړي ته وویل شو چې: څه خبره ده چې؟ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې کوې او هغه له تا سره خبرې نه کوي؟ نو موږ ولېدل چې پر هغه وحی نازلېده؟ وايې: بيا يې له خپل (تندي) څخه خولې وچې کړې او ویې ویل: پوښتونکی چېرته دى؟ داسې و لکه چې ویې ستایي، ویې ویل :«په حقیقت کې، خېر شر نه زېږوي، او هغه څه چې په پسرلي کې وده کوي، یا خو وژل کوي او یا مرګ ته نږدې کول، پرته له شنه خوړونکي حیوان، کوم چې تر هغه پورې خوړل کوي تر څو یې چې تشي وپړسېږي، بیا نو د لمر سترګې ته مخ شي سوټې او متیازې وکړي او بیا وڅرېږي، او یقینا چې دا مال شین او خوږ دی، نو غوره مسلمان هغه دی چې یو څه ترې مسکین، یتیم او مسافر ته ورکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، او یقینا چې څوک یې په ناحقه واخلي، نو د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړیږي، او د قیامت په ورځ به پرې ګواه وي».
متفق علیه دیيوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په منبر ناست و او خپلو اصحابو ته يې وفرمايل: هغه څه چې زه له ما وروسته پر تاسو ډېر وېرېږم هغه دا ده چې پر تاسو به د ځمکې له نعمتونو، د دنیا د ښکلاګانو، د هغې د زینت او خوښۍ او د مالونو، جامو، فصلونو او نورو شیانو پراخي راشي چې خلک به یې په ښکلا ویاړي، سره له دې چې ژر له منځه تلونکي دي. یو سړي وویل: دنیا خو د الله تعالى نعمت دی، نو آیا دا نعمت به بېرته راګرځي او زحمت او سزا به ترې جوړېږي؟!. خلکو پوښتونکی ملامت کړ، ځکه هغوی پېغمبر صلی الله علیه وسلم ولیده چې چپ شو، او هغوي ګمان وکړ چې په غصه یې کړ. خو (وروسته) څرګنده شوه چې پر هغه صلی الله علیه وسلم وحي نازله شوه، بيا يې له خپل تندي خوله پاکه کړه او وېې فرمايل: سوال کوونکی چېرته دى؟ هغه وویل: زه. یعنې دا یم. نو د الله تعالی حمد او ثنا یې وویله، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ریښتونی خېر یوازې خېر راپېښوي، خو (د دنیا) دا ښکلا یوازې خېر نه دی، ځکه چې فتنه رامنځته کوي، او په اړه یې سیالي او بوختیا د دې لامل ګرځي چې انسان اخرت ته پوره پاملرنه ونه کړي، بیا یې د دې لپاره مثال بیان کړ او وېې فرمایل: د پسرلي بوټي او شین والی؛ یو ډول فصل دی چې مالونو ته خوند ورکوي او نږدې ده چې د ډېر خوراک له امله ووژل شي او یا وژلو ته ورنږدې شي، خو هغه حیوانات چې د تشو تر ډکولو پورې وڅرېږي، بیا لمر ته مخ کړي پچې او یا متیازې وکړي، بیا له خپلې ګېډې خولې ته واښه راپورته کړي ویې ژوي او تېر یې کړي او بیا خوراک ته وروګرځي. نو دا مال د شنو خوږو بوټو په څېر دی چې د ډېروالي له امله (حیوان) وژني او یا یې وژلو ته ورنږدې کوي؛ مګر دا چې د حلالې لارې د اړتیا وړ په خوراک بسنه کوي تر دې چې خودکفا شي نو ضرر نه لري، او غوره مالدار مسلمان هغه دی چې مسکینانو، یتیمانو او مسافرو ته یې ترې ورکړي او څوک چې دا مال په حقه ترلاسه کوي هغه ته برکتي کیږي، او څوک یې چې ناحقه واخلي، نو مثال یې د هغه چا په څېر دی چې خوراک کوي او نه مړېږي، او د قيامت په ورځ به پرې شاهد وي.
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به تر ټولو د لږ عذاب خاوند هغه څوک وي چي تسمې لرونکې د اور څپلۍ به یې په پښو وي او له ډېرې تودوخې به يې ماغزه داسې خوټیږي لکه د مسو کټوۍ، او دی به له ځان پرته بل هېڅوک د سخت عذاب والا نه ویني، په داسې حال کې چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي، دا عذاب د دې لپاره ورکول کېږي چې روح او بدن یې دواړه عذاب وویني.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي». او د بخاري روایت دی: «کوچنی به په لوی، لاروی به په ناست، او ډېر به په لږو سلام اچوي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د سلام اچولو آداب ورښودلي - چې الفاظ یې داسې دي - "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، نو کوچنی به په لوی، سپور په لاروي، لاروی به په ناست او لږ شمېر به په ډېرو سلام اچوي.
له نواس بن سمعان الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
مسلم روايت کړی دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وفرمایل: د نېکۍ تر ټولو ستر صفت له تقوا سره ښه اخلاق، د خلکو د ضرر زغمل، لږ غصه کېدل، ورین مخ، ښه وینا، خپلوي پالنه، پيروي، مهرباني، نیکي کول، ښه سلوک او ښه ملګرتیا ده. او ګناه هغه ده چې په زړه کې دې ټکه او شکونه پیدا کړي او په اړه یې زړه نازړه شې او سینه دې ځای ورنکړي، او په زړه کې ترې شک او وېره پیدا شي ځکه چې ګناه ده، او نه غواړې ښکاره یې کړې ځکه چې د ښو خلکو له انده ناوړه عمل دی، ځکه نفس په طبیعي توګه غواړي چې خلک یې له ښو کړنو خبر شي، نو کله چې دې نه غوښتل خلک دې پر ځینو کړنو خبر شي نو هغه ګناه ده او خېر پکې نشته.
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: الله تعالی د خپلو بندګانو توبه قبلوي، که بنده د ورځې ګناه وکړي او د شپې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي، او که د شپې ګناه وکړي او د ورځې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي. او هغه پاک ذات د بنده په توبه خوشحالېږي نو لاس ورته غوړوي او قبلوي یې او د توبې دروازه تر هغه وخته پورې خلاصه ده چې لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي چې دا د نړۍ د پای ته رسېدو نښه ده، نو کله چې راوخېژي د توبې دروازه بندېږي.