





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هر هغه څوک چې په دنیا کې ورېښم واغوندي او بیا توبه ونه کړي نو د سزا په توګه به یې په آخرت کې نه اغوندي.
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: معاویه جومات ته په داسې حال کې راووت چې یوې ډلې کړۍ جوړه کړې وه، نو ویې ویل: د څه لپاره ناست یاست؟ هغوی وویل: موږ ناست یو، الله یادوو، هغه وویل: ستاسو دې په الله قسم وي چې لدې پرته بل کار نه یئ کېنولي؟ هغوی وویل: قسم په الله چې لدې پرته بل کار نه یو کینولي، ویې ویل: ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو کې د حدیثونو په روایت کې زما څخه لږ روایت کوونکی بل څوک نه و سره لدې چې زه ورته نږدې وم: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د أصحابو په یو ټولي راووت چې حلقه یې جوړه کړې وه نو ویې ویل: څه شي کېنولي یاست؟ هغوی وویل: ناست یو الله یادوو او ستاینه یې کوو، د هغه څه له امله چې موږ ته یې د اسلام لور ته هدایت کړی او پر موږ یې لورینه کړې ده، هغه وویل: «ستاسو دې په الله قسم وي چې یوازې همدې کار کېنولي یاست»، هغوی وویل: قسم په الله چې بل څه نه یو کینولي پرته له همدې خبرې، نو هغه وفرمایل: «ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي».
مسلم روايت کړی دیمعاويه بن ابي سفيان رضي الله عنه په جومات کې یوې حلقې ته راووت، نو له هغوی نه یې پوښته وکړه چې د کوم کار لپاره سره راټول شوي دي، هغوی وویل: الله یادوو، نو هغه رضي الله عنه قسم ورکړ چې له ناستې او راټولېدو څخه یې موخه یوازې د الله یادول دي، نو هغوی ورته قسم وکړ، بیا یې ورته وویل: ما تاسو ته د دې لپاره قسم درنکړ چې زه پر تاسې تور پورې کوم او ستاسو په ریښتینولۍ کې شک کوم، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د خپل مقام یادونه وکړه او دا چې لده نه ورته بل څوک نږدې نه و؛ ځکه چې خور یې ام حبیبة د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، او ځکه چې د وحي لیکونکی و، خو سره لدې یې بیا هم د حدیثونو روایت کم دی. نو ورته یې وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له خپل کور څخه راووت، ویې لیدل چې دوی په جومات کې ناست دي الله یادوي او ستاینه یې کوي چې دوی ته یې د اسلام لورې ته هدایت کړی او دا لورینه یې پرې کړې ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه او قسم یې ورکړ لکه څنګه چې معاویه د خپلو ملګرو سره وکړل، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د پوښتنې کولو او قسم ورکولو لامل بیان کړ چې: هغه ته جبریل علیه السلام راغی او خبر یې ورکړ چې الله تعالی پر دوی د خپلو پريښتو په وړاندې فخر کوي، او هغوی ته ستاسو فضیلت بیانوي او ستاسو ښه عمل ورښیي او د هغوی په وړاندې ستاسو ستاینه کوي.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته د ننوتلو او له ډوډۍ خوړلو مخکې د الله جل جلاله په یادولو امر کړی او که کور ته د ننوتو او د خوراک پیلولو په وخت کې یې د الله نوم یاد کړ او (بسم الله) یې وویله: نو شیطان خپلو مرستیالانو ته وایي: تاسو په دې کور کې د شپې تېرولو یا ډوډۍ خوړلو برخه نه لرئ؛ ځکه چې خاوند یې د الله جل جلاله په یادولو سره له تاسو څخه ځان وساته. خو که یو سړی خپل کور ته ننوځي او د ننوتلو یا خوراک کولو په وخت کې الله یاد نه کړي، نو شیطان خپلو مرستندویانو ته ووايي چې د شپې ځای او ډوډۍ مو پدې کور کې ده.
ابو موسی رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: "د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله خلکو مثال بیان کړ: لومړی ډول: نېک او صالح ملګری چې د الله لورې او هغه څه ته دې لارښوونه کوي چې هغه پرې خوشحالیږي، او په اطاعت کې دې مرسته کوي. نو د ده مثال لکه د مشکو پلورونکي دی چې یا خو به یې درکړي، یا به یې ترې واخلې او یا به ترې ښایسته بوی درشي. او دویم ډول: بد ملګری؛ چې د الله له لارې دې منع کوي او د ګناهونو په کولو کې دې مرسته کوي او بد کارونه به ترې وینې او د هغه په څېر خلکو د ملګرتیا او ناستې پاستې له امله به د خلکو مخ در اوړي. نو د ده مثال د هغه پخ (آهنګر) په څېر دی چې اور پوکوي؛ نو یا خو به د اور سپرغۍ دروالوځوي او کالي به دې وسوځوي، او یا خو به ورته د نږدې والي له امله بد بوی ومومي.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
الترمذي او احمد روايت کړی دید رسول الله صلى الله عليه وسلم زياتره دعاګانې له الله تعالی څخه په دين او اطاعت د استقامت او له انحراف او ګمراهۍ څخه د ځان ساتلو غوښتنه وه. نو انس بن مالک رضي الله عنه په دې خبره حیران شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دا دعا دومره زیاته کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه دوو ګوتو تر منځه دي، او هر ډول چې وغواړي هغسې یې اړوي، نو زړه چې دی د ایمان او کفر ځای دی او زړه د زیاتو تغیراتو له امله قلب بلل شوی دی؛ ځکه چې دا په اوړیدلو راوړیدلو کې له کټوۍ (دیګ) نه هم زیات سخت دی کله چې په خوټکېدلو راشي، نو چاته چې الله وغواړي زړه یې په هدایت سره ټېنګ او په دین سره ثابت کړي، او چاته چې الله وغواړي نو زړه یې له هدایت څخه بې لاریتوب او ګمراهۍ ته واړوي.
له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: "د نیمایي شپې په وروستۍ برخه کې الله تعالی بنده ته تر ټولو زیات نږدې وي، نو که دې وکولی شول له هغو خلکو شې چې هغه شیبېه کې الله یادوي نو شه".
أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې الله تعالی بنده ته ډېر نږدې وي؛ نو اې مؤمنه! که موفَق شوې او ودې کولی شول چې په دغه وخت کې له عبادت کوونکو، لمونځ کوونکو، ذکر کوونکو او توبه کوونکو څخه شې، نو دا یو فرصت دی چې له لاسه ورکول یې په کار نه دي، او باید کوښښ پکې وشي.
له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» "تر ټولو غوره دینار چې یو سړی یې لګوي هغه دی چې سړی یې په خپلو اولادونو مصرفوي او هغه دینار چې سړی یې د الله په لار کې په خپلۍ سپرلۍ مصرفوي او هغه دینار چې د الله په لار کې یې په خپلو ملګرو مصرفوي" ابو قلابة وويل: او په عیال یې پيل وکړ، بيا ابو قلابه وويل: له هغه سړي به د چا اجر لوی وي چې په خپلو وړو اولادونو لګښت کوي، پرده یې کوي (له احتیاج نه یې ساتي) او یا دا چې په ده سره الله هغوی ته فایده رسوي او له احتیاج نه یې ساتي.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مصرف کولو ډولونه تشریح کړل او کله چې د خیرات کولو لارې ډېرې شي نو بیا یې ترتیب ورته ټاکلی دي چې کومې لارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، نو په خورا مهم او بیا مهم یې پیل وکړ. نو ویې ویل چې تر ټولو زیات ثواب لرونکی مال هغه دی چې یو مسلمان یې په هغه چا مصرف کړي چې د هغه نفقه پرې واجب ده لکه: مېرمن او اولادونه. بیا پر هغې سپرلۍ (حیوان) لګښت چې د الله جل جلاله په لار کې د جنګ لپاره چمتو شوی وي. بیا یې په خپلو هغو ملګرو او دوستانو لګښت چې د الله په لار کې مجاهدین وي.
د ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او لارښوونه یې کړی ده چې د الله شکر دې پرې ادا شي او نور دې پرې خبر کړي، او که داسې یو څه یې ولیدل چې نه یې خوښېدل او پرې خفه و، هغه د شیطان له طرفه وي؛ نو له شر څخه دې الله ته پناه یوسي او هېچاته دې نه وایي؛ (که داسې یې وکړل) هغه به ورته ضرر ونه لري، ځکه چې یاده لارښوونه الله تعالی له بدې پایلې څخه د ژغورل کېدو لپاره سبب ګرځولی دی.
له صهیب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمن چارې او ښو حالاتو ته حیرانتیا کوي، دا ځکه چې هره چاره یې په ګټه ده او دا ځانګړتیا له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته. که خوښي ور ورسیږي نو د الله شکر ادا کوي چې د شکر په پایله کې ورته اجر رسیږي. او که مصیبت ور ورسیږي نو صبر کوي او اجر یې له الله څخه غواړي، نو د صبر په پایله کې ورته اجر رسیږي، یعنې دا چې په هر حال کې اجر ورکول کیږي.