





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».
متفق علیه دینبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې حقیقي ژوند یوازې هغه ژوند دی چې په اخرت کې دی، د الله په رضا، رحمت او د هغه په جنت کې؛ ځکه د دنیا ژوند له منځه تلونکی دی، او د آخرت ژوند تلپاتې او باقي دی، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو انصارو لپاره دمغفرت، عزت او اصلاح دعا وکړه چې نبي صلی الله علیه وسلم ته یې پناه ورکړه، مرسته یې ورسره وکړه او خپلې شتمنۍ یې ورسره شریکې کړې، او هم یې هغو مهاجرینو ته دعا وکړه، چې د الله تعالی د مهربانۍ او رضایت تر لاسه کولو په موخه یې خپلې کورنۍ او شتمنۍ پرېښودې.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: " خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".
الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دنیا او هر څه چې په کې دي د الله تعالی له خوا داسې یو څه ګڼل شوې چې کرکه ترې شوې، غندل شوې، پرېښودل شوې او لرې اېسته شوې ګڼل شوې ده، ټول هغه څه لرې پرېښودل شوي چې پکې دي او هېڅ ستاینه یې نه کېږي، پرته د الله تعالی له یاد او هغه څه څخه چې ورته دي او الله تعالی یې خوښ ګڼي، او په شرعي علم پوه چې نورو ته یې ورزده کوي او یا یې پخپله زده کوي.
له وحشي بن حرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: «نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».
ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دیځینو صحابه وو له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: موږ خوراک کوو خو مړښت راته نه حاصلېږي. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ښايي تاسې د خوړو پر مهال جلا جلا کېږئ او هر یو ځانته خوراک کوﺉ؟ هغوی وویل: هو. ویې فرمایل: یو ځای شئ او جلا جلا خوراک مه کوئ، او د خوړو پر مهال بسم الله ووایئ، نو برکت به پکې راشي او تاسو ته به مړښت حاصل شي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
ابو داود روايت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: کله چې هغه د اسراء او معراج په شپه آسمان ته پورته کړی شو، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شو چې اوسپنیز نوکان یې لرل او په هغو سره یې د خپلو مخونو او سېنو غوښې توږلې او څیرې کولې، نو هغه له جبرائیل علیه السلام څخه وپوښتل چې: دې کسانو څه کړي چې داسې عذاب ورکول کېږي؟ جبرائیل علیه السلام وویل: دا هغه کسان دي چې دخلکو غیبت کوي او د هغوی په عزتونو کې ناحقه خبرې کوي.
له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه هدایت او علم بېلګه چې زه پرې الله رالېږلي یم، د هغه ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه وشي، نو ځینې برخې یې حاصل خیزه وي چې اوبه جذبوي، نو ډېری بوټي او واښه پرې راشنه شي او ځینې برخې یې وچې او سختي وې چې اوبه ساتي، نو الله تعالی پرې خلکو ته ګټه ورسوي، ترې وڅښي، کروندې پرې اوبه کړي او کښت وکړي او ځینې برخې بیا دومره بې ګټې وې چې نه اوبه ساتي او نه بوټي رازرغونوي، نو دا د هغه چا مثال دی چې د الله په دین کې پوهه لري او هغه څه ورته ګټه رسوي چې زه پرې الله رالېږلی یم، نو خپله زده کړه کوي او نورو ته یې هم ښایي، او د هغه چا مثال چې پدې لارښوونې سره سر نه پورته کوي او د الله هغه هدایت نه قبلوي چې زه پرې رالېږل شوی یم».
متفق علیه دینبي صلی الله علیه وسلم د هغه چا د حالت په حېرانتیا سره مثال ورکړ چې له هغه هدایت څخه ګټه اخلي چې هغه پرې رالېږل شوی او انسان خپل منزل ته رسوي، او د شرعي علم مثال یې د هغې ځمکې سره ورکړ چې ډېر باران پرې وشي، نو په درې ډوله شي: لومړی ډول: پاکه او ښه ځمکه ده چې د باران اوبه مني، ډېرې تازه او وچې میوې رازرغونوي او خلک ترې ګټه اخلي. دویم ډول: داسې ځمکه ده چې اوبه ساتي خو بوټي پرې نه زرغونېږي، اوبه ساتي تر څو یې خلک وڅښي او خپل څاروي او کروندې پرې خړوب کړي. دریم ډول: هواره او خویه ځمکه ده چې نه اوبه ساتي او نه پرې کښت زرغونېږي، نو نه ترې خپله ګټه پورته کوي او نه خلک. نو همدا د هغو خلکو حال دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه علم او هدایت په اړه یې اورېدلي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې رالېږل شوی دی. نو لومړی: هغه عالم دی چې د الله په دین پوه وي، په خپل علم عمل کوي او نورو ته یې ورزده کوي؛ نو دی د هغې ګټورې ځمکې په څېر دی چې اوبه څښي، هم ځانته ګټه رسوي او هم په حاصل ورکولو سره نورو ته ګټه رسوي. دویم: هغه څوک دی چې علم یې زده کړی وي خو پوهه او استنباط ترې نه لري؛ نو دی د پوهې راټولونکی او وخت پرې لګوونکی دی، خو د علم په نوافلو یې عمل نه دی کړی او یا یې د هغه څه په اړه پوهه نده ترلاسه کړې چې راټول کړي یې دي، نو دی د بل لپاره وسیله ده او د هغې ځمکې په څېر دی چې اوبه پکې پاتې کېږي او خلک ترې ګټه اخلي. درېیم: هغه څوک دی چې علم اوري، خو نه یې حفظوي، نه پرې عمل کوي او نه یې نورو ته رسوي؛ نو دی د هغې خویه ځمکې په څېر دی چې بوټي پکې نه وي او نه اوبه مني او یا یې په نورو خرابوي.
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: آیا تاسو د خوراک او څښاک په برخه کې هر څه نه لرئ؟ ما ستاسو نبي ﷺ لیدلی و چې دومره ناکاره خرما به یې هم نه موندلې چې خپل نس پرې موړ کړي.
مسلم روايت کړی دینعمان بن بشیر رضي الله عنه خلکو ته د خوراک او څښاک د هغو نعمتونو یادونه کوي چې دوی پکې دي، او دا چې هر څومره وغواړي نو خوړلی یې شي، بیا یې د رسول ﷺ حالت بیان کړ چې هغه د بې کاره خرماوو لږ څه هم نه درلودل چې خپله وږې خېټه پرې مړه کړي.
د ابو العباس سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ما ته داسې عمل وښایه چې په کولو سره یې د الله تعالی او د خلکو خوښ شم، هغه وفرمایل: «په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
ابن ماجه او نورو په حسنه اسانيدو روايت کړی دییو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې ما ته داسې یو عمل وښیه چې که ما وکړ، الله به مې خوښ کړي او خلک به هم راسره مینه ولري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله به درسره هغه مهال محبت وکړي چې د دنیا له فاضله او هغو شیانو لاس واخلې چې د آخرت لپاره ګټه نه لري، او هغه څه پرېږدې چې کېدی شي په دین کې ورسره تاوان رامنځته شي، او خلک به درسره هغه مهال مینه ولري چې ته له هغو شیانو بې پروا شې چې دوی سره دي، ځکه دوی په طبیعي ډول له دنیا سره مینه لري، او هغه څوک یې نه خوښېږي چې دوی ته پکې مزاحم کېږي، او هغه څوک یې خوښیږي چې مزاحمت ورته پکې نه جوړوي.
له المقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: «انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
امام أحمد، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دیپیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم موږ ته د طب له مهم اصل څخه لارښوونه کوي چې هغه د روغتیا ساتنه ده، دا اصل د خوراک کمول دي، یعنې انسان باید هومره وخوري چې خپله لوږه پرې لرې کړي او بدن یې د اړینو کارونو لپاره ځواکمن کړي، ځکه د معدې په څېر بل ناوړه لوښی نشته چې انسان یې ډکوي، ځکه د معدې د ډکولو له امله بې شمیره خطرناکې ناروغۍ رامنځته کېږي، چې کېدی شي ځینې ژر را څرګندې شي او ځینې ناوخته، ځینې پټې وي او ځینې ښکاره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: که انسان ناچار وي چې خامخا باید ګېډه مړه کړي، نو خوراک دې د دریو برخو څخه د یوې په اندازه کړي، بله درېیمه برخه دې څښاک او بله درېیمه دې ساه اخېستلو ته ځانګړې کړي، تر څو ورته د معدې تنګوالی پیدا نه شي، او زیان ورته ونه رسوي، او له هغه څه څخه تنبل پاتې نه شي چې الله تعالی پرې د دین او او دنیا په چارو کې واجب کړي دي.
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه د صحابه کرامو په اړه څه خبرې ور ورسېدې، نو خطبه یې وکړه او ویې ویل: "ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هېڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې پوهېږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډېر به مو ژړلي وو" هغه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ملګرو د دې په پرتله سخته ورځ نه وه راغلی وایي: "دوی خپل سرونه پټ کړل او ژړل یې وایي: "بیا عمر ودرېد او ویې ویل: 'موږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او پر محمد صلی الله علیه وسلم د نبي په توګه راضي یو، وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: "ستاسو پلار فلانکی دی، بیا دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} [المائدة: 101]. ژباړه: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په اړه یو څه واورېدل، هغه دا چې دوی له هغه څخه ډېرې پوښتنې کولې، نو هغه غوسه شو، وعظ یې وکړ او ویې فرمایل: ماته جنت او دوزخ راوښودل شول؛ نو هېڅکله مې دومره خېر نه و لیدلی لکه نن مې چې په جنت کې ولید، او نه مې دومره ډېر شر لیدلی و لکه نن مې چې په اور کې ولید، او که چېرته تاسو هغه څه لیدلی وای چې ما ولیدل، او په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې په پوهېږم د هغه څه له مخې چې ما نن ولیدل او له نن ورځې مخکې مې لیدلي وو، نو ډېر به نرم او مهربان شوي وئ، خندا به مو لږه او ژړا به مو زیاته شوې وه. انس رضي الله عنه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو داسې سخته ورځ نه وه راغلې، نو دوی خپل سرونه پټ کړل او د زیاتې ژړا له امله یې زږېروي ختل، هغه ژړا چې له شدت له وجې له پوزې راوځي. نو عمر رضي الله عنه ودرید او ویې ویل: مونږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یو. وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل چې: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: «پلار دې فلانی دی» نو دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي). [المائدة: 101].