





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له عمر رضي الله عنه سره وو، نو هغه وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د فتنو په اړه یې یادونه کړي وي؟ ځینو وویل: موږ ترې اورېدلي، هغه وویل: کېدی شي ستاسو موخه هغه فتنه او امتحان وي چې د سړي په خپلې کورنۍ او ګاونډي کې وي؟ هغوی وویل: هو، ده وویل: دا نو هغه فتنه ده چې لمونځ، روژه او صدقه یې کفاره ګرځېدلی شي، خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د هغې فتنې په اړه یې یادونه کړې وي چې لکه د دریاب د څپو په څېر څپې وهي؟ حذیفة وویل: خلک چپ شول، نو ما وویل: ما اورېدلي، هغه وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی دی، حذیفة وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي: «فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)، نو کوم زړه چې فتنه ومني، په هغه کې یوه تور ټکی وشي او کوم زړه یې چې رد کړي په هغه کې یو سپین ټکی وشي، تر دې چې د دوو زړونو درلودونکی شي: یو داسې سپین زړه چې لکه صفا ډبره، چې هېڅ فتنه به یې اغېزمن نه کړي تر څو چې اسمانونه او ځمکه وي؛ او بل تور چې خړوالي ته مایل وي (مرباد) زړه، لکه چپه شوی لوښی، چې نه نیکي پېژني او نه له بدۍ انکار کوي، هغه څه کوي چې خواهش یې لري»، حذیفه وایي: ما عمر ته دا هم وویل چې ستا او د فتنو ترمنځ یوه تړلې دروازه ده چې ژر ده ماته شي، عمر وویل: «ماته شي؟ دا ورته سخته ښکاره شوه (ځکه ماته شوې لکه د پرانېستل شوې په څېر نه وي نو ځکه یې هیله مندي وښوده چې) که پرانیستل شوې وای، ښايي بېرته تړل شوې وای» ما وویل: «نه، بلکې ماته به شي» او ما هغه ته وویل چې دا دروازه یو سړی دی چې یا به ووژل شي او یا به وفات شي — دا خبره مبهمه نه وه، ابو خالد وایي: ما سعد ته وویل: «ای ابو مالکه! دا (أَسْوَدُ مُرْبَادٌّ) څه معنا؟» هغه وویل: «په تور کې سخت سپېنوالی» وایي ما وویل: «(الْكُوزُ مُجَخِّيًا) څه معنا لري؟» هغه وویل: یعنې چپه شوی لوښی.
مسلم روايت کړی دیامیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په ډله کې ناست و، نو هغوی ته یې وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فتنو په اړه څه اورېدلي دي؟ ځینو یې وویل: موږ ترې اورېدلي چې د فتنو یادونه یې کوله، نو عمر رضي الله عنه وویل: کېدی شي ستاسو موخه هغه فتنه وي چې له امله یې یو سړی د خپلو نږدې کسانو اړوند له ازموینې سره مخ شي لکه: د ښځې او یا اولاد سره د ډېر مینې له امله، یا دا چې سختي پرې کوي، او یا ورسره له ډېرې ښېګڼې کولو څخه په نورو کارونو بوخت شي، یا د هغوی د حقونو په پوره کولو، د هغوی په روزنه او تعلیم کې د غفلت له امله، په ورته ډول، د یو سړي په خپل ګاونډي او داسې نورو کې فتنه، شاید ستاسو مطلب دا وي؟ هغوی وویل: هو، نو ویې ویل: دا خو هغه فتنې دي چې محاسبه غواړي او له ډلې یې هغه ګناهونه دي چې تمه شته په نیکیو سره وبخښل شي لکه: په لمانځه، روژې او صدقې سره. خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د عامو فتنو یادونه یې کړې وي، هغه چې ډېرې سختې او لوې وي او ډېر خپرېدل یې خلک داسې وارخطا کوي لکه د دریاب څپې یې چې وارخطا کوي؟ نو خلک چپ شول، حذیفة بن الیمان رضي الله عنهما وویل: ما ترې اورېدلي، نو عمر رضي الله عنه خوشحاله شو، او ورته یې وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی؛ ووایه، حذیفة وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: فتنې به راښکاره شي او د انسان زړه پورې به داسې ونښلي لکه څنګه چې پُوزکی د ویده انسان ډډو پورې نښلي، او د فتنو د سختوالي له امله به زړه اغیزمن کړي، دا فتنې به یوه د بلې پسې تکرارېږي، نو کوم زړه ته چې ننوته، هغه خوښه کړه او داسې ورسره ګډه شوه لکه څنګه چې څښاک بدن ته داخلېږي؛ نو د هغه انسان په زړه کې به تور ټکی کېښودل شي، او کوم زړه یې چې رد کړي، نو په هغه زړه کې به یو سپین ټکی کېښودل شي، تر دې چې زړونه به دوه ډوله شي؛ یو سپین زړه درلودونکی چې په سخت سپینوالي سره به غوټه شوی وي او له نېمګړتیاوو به سلامت پاتې وي، او فتنه به ورته نه وي رسېدلي او هېڅ اغیز به یې پرې نه وي کړی لکه د یوې خویه ډبرې په څېر چې هېڅ شی ورپورې نه نښلي، نو فتنه به ورته هېڅ زیان ونه رسوي، تر دې چې د الله تعالی حضور ته ورشي. او بل زړه به هغه وي چې د فتنو له امله یې رنګ تور اوښتی وي، لکه د کږې یا چپه کوزې په څېر چې اوبه پکې نه ټینګیږي، نو دا زړه به هم همداسې وي چې نه ورپورې خېر نښلي او نه پوهه او حکمت، نه به نیکي پېژني او نه به له بدۍ انکار کوي، مګر هغه څه به کوي چې هغه یې خواهش لري. او حذیفه عمر ته وویل: دا فتنې به ستا په ژوند کې یوه هم راښکاره نه شي، ځکه ستا او د هغوی تر منځ یوه بنده دروازه ده چې نږدې ده ماته شي، عمر وویل: آیا په ماتېدو سره به ماتېږي؟ که چېرته خلاصه شوې وای، کېدی شي بېرته پورې شوې وه، حذیفه وویل: نه، بلکې ماتېږي به، او دا دروازه یو سړی دی چې هغه به وژل کېږي او یا به مړ کېږي. او ما چې د څه یادونه وکړه دا یو منل شوی کره خبر دی، نه دې د لیکوالانو له کتابچو څخه دی او نه د چا نظر دی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».
مسلم روايت کړی دیام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي چې یوې غریبې ښځې خپلې دوه لورګانې له ځان سره راوستې او له هغې یې سوال وکړ، نو هغې درې خرماوې ورکړې، ښځې هرې لور ته یوه خرما ورکړه او یوه یې خپلې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، خو لورګانو یې ترې هغه هم وغوښته چې غوښتل یې خپله یې وخوري، نو د هغوی دواړو تر منځه یې دوه نیمه کړه، عائشه رضي الله عنها د ښځې د دې حالت په لیدو حیرانه شوه او د هغې کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه وفرمایل: یقینا چې الله تعالی ورته په هغې خرما سره جنت واجب کړ، او یا دا چې له اور څخه یې پرې ازاده کړه.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کړې چې څوک یو مجلس ته لاړ شي، نو پر هغوی دې سلام واچوي، او کله چې غواړي له هغه ځایه بېرته ولاړ شي، نو په سلام سره دې الله په اماني وکړي، ځکه د راتلو پر مهال لومړی سلام د الله په امانۍ پر مهال په دویم سلام کوم لومړیتوب نه لري.
له مصعب بن سعد څخه روایت دی وايي چې: سعد رضي الله عنه فکر کاوه چې هغه د هغه څخه پر ښکته کسانو غوره والی لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ایا تاسو ته بریا او رزق درکول کېږي مګر ستاسو د کمزورو له امله".
بخاري روايت کړی دیسعد بن ابي وقاص رضی الله عنه فکر کاوه چې د هغه د زړورتیا او داسې نورو وړتیاوو له امله د نورو کمزورو په پرتله غوره دی! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا تاسو ته بریا او رزق درکول کېږي مګر ستاسو د کمزورو خلکو له امله، د دوی د دعاګانو، لمونځونو او اخلاص له امله؟ دوی ډېری وختونه په دعا کې ډېر مخلص او په عبادت کې ډېر عاجزي کوونکي وي ځکه چې زړونه یې د دنیا له زینت سره له تړاو څخه خالي وي.
له حذيفة رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي یې دي: موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډه چي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی».
مسلم روايت کړی دیحذيفة بن اليمان رضی الله عنه یادونه کوي چې کله به دوی د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه نو خپل لاسونه به یې تر هغه خوړو ته نه اوږدول چې رسول الله ﷺ به پیل نه و کړی، نو یو ځل ورسره ناست وو، یوه وینځه په ډېرې بیړې داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې لاس په خوړو کې ښکته کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي هم همداسې راغی، نو مخکې له دې چې خوړو ته لاس تېر کړي، د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: شیطان کولی شي هغه مهال خوړو ته لاسرسی ولري چې انسان د الله د نوم له یادولو پرته پیل وکړي، هغه دا وینځه راولېږله چې له هغې سره خوړل ځان ته روا کړي، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بدوي (بانډه چي) راولېږه چې خوړو ته لار ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د هغې له لاس سره یو ځای و، بیا یې د الله نوم واخیست او خوراک یې وکړ.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا د مؤمن لپاره لکه د زندان په څېر ده، ځکه چې هغه په شرعي واجباتو پابند دی، په څه چې ورته امر شوی باید عمل پرې وکړي او له څه نه چې منعه شوی باید ویې نه کړي، نو کله چې مړ شي، له دې کړاوونو راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، خو دنیا د کافر لپاره لکه جنت ده، ځکه هغه هر څه کوي چې زړه یې وغواړي او نفس یې ورته امر کوي، خو کله چې مړ شي، د قیامت په ورځ د تل پاتې هغه عذاب سره مخ کېږي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.
د حکيم بن حزام رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، هغه ماته (یو څه) راکړل، بیا مې غوښتنه وکړه، بیا یې راکړل، بیا یې راته وفرمایل: «اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی، چا چې د نفس د سخاوت له مخې واخېست برکت به ورته پکې واچول شي، او څوک چې دا په حرص سره واخلي برکت به ورته پکې وانه چول شي، او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او د پورته لاس خاوند (ورکوونکی) د ټیټ لاس له خاوند (غوښتونکي) څخه غوره دی» حکيم وویل: ما وویل: «اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا څخه څه شی ونه غواړم، تر څو چې له دې دنیا لاړ شم (وفات شم)» نو همغه و چې ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته د صدقې ورکولو هڅه کوله، خو حکيم نه منله، بیا عمر رضي الله عنه ورته وړاندیز وکړ، له هغه یې هم ونه منله، بیا هغه ټولو مسلمانانو ته وفرمایل: «زه ورته د هغه د حق مال وړاندیز کوم چې الله تعالی ورته په غنیمت مال کې ټاکلی دی، خو هغه یې نه اخلي» نو حکيم له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له هېچا څه ونه غوښتل تر دې چې وفات شو، الله دې پرې ورحمېږي.
متفق علیه دیحکيم بن حزام رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د یو څه مال او متاع غوښتنه وکړه، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورکړ، بیا یې غوښتنه وکړه، بیا يې ورکړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې حکيمه! دا مال خوښ او مطلوب دی، چا ته چې پرته له سوال کولو ورکړل شو او له زارۍ پرته یې په مړه خوا واخېست، برکت به ورته پکې واچول شي او چا چې د حرص او تمې له مخې واخیست برکت به ورته پکې وا نه چول شي او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او پورته لاس چې ورکړه کوي د الله تعالی په نزد له ښکته لاس (سوال کوونکي) څخه غوره دی، حکيم وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا د مال غوښتنه ونه کړم تر څو چې له دنیا څخه لاړ شم. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته بلنه ورکوله ترڅو ورسره مرسته وکړي، خو هغه به یې له اخېستلو انکار کاوه، بیا امیر المؤمنین؛ عمر رضي الله عنه هم ورته وړاندیز وکړ چې یو څه ورکړي، خو هغه یې له اخېستلو انکار وکړ، عمر -رضي الله عنه- وويل: اې د مسلمانانو ټولیه! زه هغه ته هغه برخه ورکوم چې الله ورته د غنيمت (فیء) له مال څخه ټاکلې ده، (هغه مال) چې مسلمانانو له کافرانو پرته له جګړې او جهاد څخه ترلاسه کېږي، خو هغه یې له اخېستلو انکار کوي، نو حکیم د مرګ تر ورځې پورې له هېچا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د څه شي غوښتنه ونه کړه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې داسې خلک شته چې د خړوپړو وېښتانو له امله چې نه یې غوړوي او نه یې ډېر وینځي، د خلکو په منځ کې هېڅ ارزښت نلري او له خپلو دروازو یې شړي او سپکاوی یې کوي، مګر، که دوی په یو څه قسم وکړي چې پېښ به شي، نو الله تعالی به یې د دوی د درناوي په موخه پېښ کړي او د دوی سوال به قبول کړي، او پرې به نږدي چې دوی د قسم ماتېدو له امله حانث شي، دا ځکه چې دوی د الله تعالی پر وړاندې فضیلت او مرتبه لري.
له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».
مسلم روايت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه وو څخه وپوښتل: آیا له تاسو څخه یو څوک نه شي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟! یو ناست کس وویل: یو انسان څنګه کولی شي په اسانۍ سره په یوه ورځ کې زر نېکۍ ترلاسه کړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "سل ځلې به (سبحان الله) ووایي" نو زر نېکۍ به ورته ولیکل شي؛ ځکه هره نېکي لس چنده حسابېږي، اویا به یې له ګناهونو ترې زر ګناهونه پاک شي.