





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه الله جل جلاله پاک دی، یوازې پاک شیان مني، او بېشکه چې الله تعالی مؤمنانو ته په هغه څه امر کړی چې پیغمبرانو ته یې پرې کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ)، او فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي). بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله پاک، ستایل شوی او له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک او په کمالاتو سره یاد شوی دی، او الله جل جلاله له عملونو، ویناوو او عقایدو څخه یوازې هغه قبلوي چې پاک وي، کوم چې خاص د هغه لپاره وي، د هغه د پېغمبر د لارښوونو سره برابر وي، او نه ښایي چې له هغه پرته الله تعالی ته پر بل څه سره څوک نږدې شي، او تر ټولو ستر لامل چې په هغه سره د مؤمن عملونه پاکیزه کیږي، هغه پاک او حلال خواړه دي، چې په دې سره یې عمل پاکیږي. له دې امله الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی و، چې هغه حلال خواړه او نېک عملونه دي، الله تعالی فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} «اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم». او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ}. یعنې: «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړی دی! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي». بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرامو خوړلو په اړه خبرداری ورکړ، کوم چې عمل فاسدوي او د قبلېدو مخه یې نیسي، که څه هم د قبلېدو لپاره یې څومره ظاهري اسباب وکاروي لکه: لومړی: د طاعت په مقصد د سفر اوږدول لکه حج، جهاد، کورنۍ اړیکې پالل او داسې نور. دوهم: ګډوډ وېښتان چې ګمنځ شوي نه وي، د ځان او کالیو رنګ یې خړپړ کېدل او په خاورو ککړېدل، هغه څه چې د ده پر اړمنتیا دلالت کوي. دریم: د اسمان لور ته په دعا سره لاسونه پورته کوي. څلورم: الله تعالی ته د هغه نومونه وسیله کوي او زیات ټېنګار کوي لکه چې وایې: اې ربه! اې ربه! سره له دې ټولو اسبابو یې بیا هم دعا نه اورېدل کیږي؛ ځکه چې خوراک، څښاک او لباس یې حرام دی او په حرامو سره خوراک ورکول شوی دی، نو لرې ده چې د دا ډول صفت لرونکو دعا قبوله شي، او څنګه به یې دعا قبوله شي؟!
د ابو العباس، عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي چې: یوه ورځ زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاته وم، نو هغه وفرمایل: «اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه چې! که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تا ته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تا ته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلې وي، او که دوی راغونډ شي چې تا ته یو څه ضرر ورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلی وي؛ قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي». او له ترمذي پرته په بل روایت کې راځي: " الله په یاد لره، هغه به دې تل مخې ته ومومې، په آسانۍ (راحت) کې الله وپېژنه چې په سختۍ کې دې وپېژني، او پوه شه چې، هغه څه چې تاته ونه رسېدل، شونې نه وه چې تا ته در ورسېږي، او هغه څه چې تا ته ورسېدل، شونې نه وه چې بچ شي، او پوه شه چې بریا د صبر سره ده او پدې چې له سختۍ سره اساني وي، او خوشالي د سختۍ سره راځي».
الترمذي او نورو روایت کړیابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې هغه کوچنی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه تاته یو څه چارې او شیان درښیم چې الله تعالی به پرې ګټه در ورسوي: الله - تعالی - د هغه د اوامرو په ساتلو او له منهیاتو څخه یې په ځان ژغورلو سره یاد ساته، داسې چې په اطاعت او عبادت کې دې ومومي او په نافرمانۍ او ګناهونو کې دې ونه مومي، نو كه چېرته دې داسې وكړل، بدله به دې دا وي چې الله تعالی به دې د دنيا او آخرت له سختیو وساتي او په هر ځای کې چې یې، نو په چارو کې به دې درسره مرسته وکړي او بریا به درکړي. او کله دې چې څه غوښتل نو یوازې له الله جل جلاله یې وغواړه، ځکه الله؛ یوازې هغه - ذات دی چې - د سوال کوونکو سوال قبلوي. او که مرسته دې غوښتله نو له الله پرته یې له بل چا مه غواړه. او باید دا باور ولرې چي که د ځمكې ټول خلک تاته د ګټې رسولو لپاره راغونډ شي، تاته هېڅ ګټه لاسته نه درځي مګر هغه چې الله - جل جلاله - درته لیکلې ده، او که د ځمکې ټول خلک تاته د ضرر رسولو لپاره راغونډ شي، نو تاته به هېڅ ضرر ونه رسېږي مګر هغه چې الله تعالی درته لیکلی دی. او دا چې دا کار د الله پاک لخوا د هغه د حکمت او پوهې له مخې ټاکل شوی، او د الله جل جلاله حکم لره هېڅ بدلون نشته. او الله تعالی چې د اوامرو په پر ځای کولو او له نواهیو څخه په ځان ژغورلو سره د چا ساتنه وکړي؛ نو تل به یې ملاتړی وي، له حاله به یې خبر وي، مرسته به ورسره کوي او ملاتړ به یې کوي، او کله چې یو انسان په خوښۍ (او هوساينه) کې د الله اطاعت وکړي، نو په سختۍ کې به یې له ستونزو خلاص کړي او د وتلو لار به ورته برابره کړي. هر بنده ته په کار دي چې د الله له خوا په هر ټاکل شوي برخلیک راضي اوسي؛ هغه که خېر وي او یا شر، او د سختیو او آزموینو پر مهال بنده ته په کار ده چې صبر وکړي، ځکه صبر د خلاصون کیلي ده، او کله چې سختي ډیره شي، نو د الله تعالی لخوا راحت او خلاصون راځي، او کله چې تنګستیا راشي نو الله تعالی ورپسې اساني راولي.
د ابی عمرو ـ او ویل شوي چې: له ابی عمرة ـ سفیان بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
مسلم روايت کړی دیصحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.
د ابی عبدالله، جابر بن عبدالله الأنصاري رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: یو سړي له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل او ویې ویل: راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام، او له دې نه زیات نور هېڅ ونه کړم، آیا جنت ته به داخل شم؟ هغه وفرمايل: «هو».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.
د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: ما وویل: اېی د الله رسوله! داسې عمل را وښیه چې ما جنت ته داخل کړي او له دوزخ نه مې لرې وساتي، هغه وفرمایل: «بېشکه تا د یو ستر کار په اړه پوښتنه وکړه، او دا کار هغه چا ته ډېر اسان دی چې الله ورته اسانه کړی وي: هغه دا دی چې د الله عبادت وکړې او هېڅ شی ورسره شریک نه کړې، لمونځ قایم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې، بیا یې وفرمایل: ایا غواړې چې د خېر دروازې در وښیم؟ روژه ډال دی (له ګناهونو څخه د ساتنې وسیله) او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه چې اوبه اور مړ کوي، او د سړي لمونځ کله چې شپه پخه شي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} تر دې چې {يَعْمَلُونَ} ته ورسید، بیا یې وویل: آیا غواړې د دین سر، ستنې او لوړه څوکه در وښیم؟ ما وویل: هو، ای د الله رسوله! ویې ویل: د دین سر اسلام دی، ستنه یې لمونځ او لوړه برخه یې جهاد دی، بیا یې وفرمایل: آیا غواړې چې د دې ټولو اصل او جوهر در وښیم؟ ما وویل: هو، اې د الله رسوله! هغه خپله ژبه ونیوله او ویې ویل: «دا دې كنترول كړه!» ما وویل: اې د الله نبي! آیا موږ په خبرو کولو هم نیول کېږو، هغه وفرمایل: «مور دې درباندې بوره شه! آیا له ژبې پرته بل څه شته چې له امله یې خلک پړ مخه په اور ولوېږي»!
الترمذي روایت کړی دیمعاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي او له اور څخه مې لرې کړي، هغه وفرمایل: تا له ما څخه د یو داسې عمل په اړه پوښتنه وکړه چې نفسونو ته یې تر سره کول لویه خبره ده او دا د هغه چا لپاره اسان دی چې الله ورته اسان کړی وي؛ نو د اسلام فرایض ادا کړه: لومړی چې: یوازې د الله تعالی عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی مه شریکوه. دویم: په شپه او ورځ کې په شرطونو، ارکانو، فرائضو او واجباتو برابر پنځه وخته لمونځونه کوه: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن. دريم: له هر هغه مال څخه فرضي زکات وباسه چې یوې شرعي ټاکلې اندازې ته ورسیږي، دا یو مالي عبادت دی او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. څلورم: د رمضان روژه ونیسه چې هغه له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي. پنځم: د عبادت په نیت د مکې په لور بیت الله ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا داسې یوه لار در ونه ښیم چې د کامیابۍ تر دروازو دې ورسوي؟ هغه دا ده چې د فرضو پسې نفلي عملونه تر سره کړه. لومړی: نفلي روژې، چې په ګناهونو له اخته کېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې شهوت ماتوي او ځواک کمزوری کوي. دویم: نفلي صدقه او خیرات، ځکه چې صدقه ګناه له منځه وړي او اثر یې ختموي. دریم: د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې تهجد لمونځ کول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست:{تتجافى جنوبهم} یعنې د تهجد کوونکو ډډې او اړخونه {عن المضاجع} له خوب ځایونو څخه جلا کیږی، {يدعون ربهم} ځکه چې خپل رب په لمانځه، ذکر، د قران کریم تلاوت او دعا سره رابلي، {خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون، فلا تعلم نفس ما أخفي لهم من قرة أعين} په وېرې او تمې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي، نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه، یعنې د قیامت په ورځ او په تل پاتې جنتونو کې {جزاء بما كانوا يعملون} د هغو عملونو د بدلې په توګه چې دوى به كول. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د دین د بنسټ او هغې ستنې په اړه خبر درنکړم چې پرې ولاړ دی او تر ټولو لوړه څوکه یې ده؟ معاذ رضي الله عنه وویل: هو ( په اړه یې خبر راکړه ) اې د الله رسوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دین سر: اسلام دی چې له دوه وو ګواهیو څخه عبارت دی او په دوی له انسان سره د دین بنسټ جوړیږي. او ستن یې: لمونځ دی، نو له لمانځه پرته اسلام نشته، لکه څرنګه چې کور (کوټه) له ستنو (دیوالونو) پرته نه جوړېږي؛ او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد او د دښمنانو سره په جګړه کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو لپاره زیار وېستل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د هغه څه د غښتلتیا او کره والي په اړه - خبر درنه کړم - چې پورته ذکر شول؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژبه ونيوله او ويې فرمایل: دا دې په خپل واک کې وساته او کوم څه چې درپورې اړه نه لري په اړه یې خبرې مه کوه. معاذ وویل: آیا زموږ رب به له موږ سره زموږ په خبرو حساب کوي او پرې مو نیسي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي! لدې وینا څخه یې موخه خیرا کول نه دي، بلکې دا د عربو له ویناوو څخه یوه ده او هغه مهال یې کاروي چې کله غواړي د یو چا پام راواړوي او یو څه ور وپېژني، بیا یې وفرمایل: آیا د ژبې له ناوړه ویناوو لکه: کفر، تور پورې کول، ښکنځل، غیبت، چغلي او بهتان پرته بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې اچول کیږي.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی له رسول الله ﷺ څخه چې هغه د خپل رب تبارک وتعالی څخه روایت کوي، فرمایي: «الله تعالی نیکۍ او بدۍ لیکلي دي، بیا یې دا خبره په ډاګه کړه چې که څوک په زړه کې د یوې نیکۍ قصد وکړي، خو ترسره یې نکړي، الله جل جلاله به یې هغه نیکي له ځان سره کامله ثبت کړي، او که اراده یې وکړه او هغه نیکي یې عملي کړه؛ الله جل جلاله به یې ورته لس برابره تر اووه سوه برابره کړي، او که چېرته یې د ګناه اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ؛ نو الله تعالی به یې له ځان سره د بشپړې نیکۍ په څېر ثبت کړي، او که چېرته یې اراده وکړه او عملي یې کړه، نو الله تعالی به یې ورته یوه ګناه ولیکي».
البخاري او مسلم په خپلو صحيحينو کې په همدې تورو روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی نیکۍ او بدۍ اندازه کړي دي، بیا یې دوه ملاېکو ته ورښودلي چې څنګه یې ولیکي: نو څوک چې د یو نیک کار اراده، نیت او عزم وکړي، د هغه لپاره یوه نیکي لیکل کیږي اګر که عملي کړي یې هم نه وي، خو که چېرته یې عملي کړه نو هغه ورته لس چنده تر اووه سوه چنده او څو چنده زیاتیږي، او زیاتوالی په زړه کې د اخلاص او نورو ته ګټې رسوونې او داسې نورو کړنو په اندازه وي. او څوک چې د کوم بد کار اراده، قصد او عزم وکړي، بیا یې د الله تعالی لپاره پرېږدي، د هغه لپاره نیکي لیکل کېږي، او که چېرته یې لدې امله پرېښوده چې ورڅخه په بل کار بوخت شو او د هغه کار اسباب یې هم تر سره نه کړل، نو هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، او که چېرته یې د ناتوانۍ له امله پرېښود نو د نیت په اساس ورته - ثواب او یا ګناه لیکل کیږي - او که چېرته یې ګناه عملي کړه نو یوازې یوه بدي ورته لیکل کیږي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ وفرمایل: «الله – جل جلاله- فرمايلي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، زما د هغه سره د جګړې اعلان دی، او زما بنده ما ته په هېڅ شي دومره نه نږدې کېږي چې زه یې خوښ ګڼم لکه څومره چې ماته د هغه څه په کولو سره رانږدې کېږي چې ما پرې فرض کړي دي، او زما بنده په نفلونو سره ما ته دومره نږدې کېږي تر دې چې زه ورسره مینه وکړم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه به د هغه لپاره د غوږ حیثیت ولرم چې اورېدل پرې کوي، د هغه لپاره به د سترګې حیثیت ولرم چې کتل پرې کوي، د هغه لپاره به د لاس حیثیت ولرم چې رانیول پرې کوي او د هغه لپاره به د پښې حیثیت ولرم چې ګرځېدل پرې کوي، او که هغه زما څخه څه وغواړي زه به یې ورکړم، او که هغه زما څخه د پناه غوښتنه وکړي، زه به هغه ته پناه ورکړم».
بخاري روايت کړی دیپه قدسي حدیث کې، رسول الله ﷺ فرمایلي چې الله تعالی فرمایلي: «مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقْدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ...» یعنې: "څوک چې زما له اولیاوو څخه د یوه سره دښمني وکړي، غصه یې کړي او یا بد وګڼي، نو ما پوه کړی او دښمني مې ورسره اعلان کړې ده. او ولي : مؤمن او پرهېزګار وي، او په څومره اندازه چې بنده له ایمان او تقوا څخه برخمن وي، په همغومره اندازه د الله تعالی له ولایت څخه برخمن وي، او په بل هېڅ شي مسلمان خپل رب ته دومره نه شي نږدې کېدلی، لکه څومره چې - د هغو واجبو اطاعتونو په تر سره کولو او د محرماتو په پرېښودلو سره - ورته نږدې کېږي او بنده تر هغه پورې خپل رب ته د فرایضو تر څنګ د نوافلو په ادا کولو سره نږدې کېږي چې د الله تعالی له محبت څخه برخمن شي. نو کله چې ورسره الله محبت وکړي، نو پدې څلور واړو اندامو په عمل کولو کې توفیق ورکوي (چې د هغه د غوښتنې سره سم یې وکاروي): په اورېدلو کې توفیق ورکوي، نو هغه څه به اوري چې الله پرې راضي کېږی. په لېدلو کې توفیق ورکوي، نو یوازې هغه څه ته به ګوري چې الله یې خوښوي او پرې راضي کېږي. د لاسونو په کارولو کې توفیق ورکوي، نو په لاسونو به یوازې هغه کار کوي چې الله پرې راضي کېږي. او د پښو په کارولو کې توفیق ورکوي، نو یوازې هغه ځای ته به ځي چې الله یې خوښوي او یوازې هغه ځای ته به هڅه کوي چې خېر پکې وي. او له دې سره بېره که له الله جل جلاله څخه د کوم شي سوال وکړي، نو الله به یې غوښتنه ومني، او پدې سره به هغه څوک شي چې دعا یې قبلېږي، او که په الله جل جلاله پناه وغواړي او هغه ته د ملاتړ په موخه پنا یوسي، نو الله پاک به پناه ورکړي او د هغه څه په وړاندې به یې ملاتړ وکړي چې وېره ترې لري.
له ابو محمد عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم».
موږ په کتاب الحجة کې په صحیح سند سره روایت کړی دیرسول الله صلی الله عليه وسلم څرګنده کړې ده چې انسان تر هغه وخته پورې بشپړ مؤمن نه شي جوړېدلی چې خوښه یې د هغه څه تابع نه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له اوامرو، نواهیو او داسې نورو څخه راتګ کړی دی، نو هغه څه به خوښوي چې هغه پرې امر کړی او له هغه څه نه به کرکه لري چې هغه ترې منع فرمایلي ده.
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د څلورو ځانګړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی چې که په یو مسلمان کې سره یو ځای شي نو د دې ځانګړنو له امله به له منافق سره ورته والی ولري او دا په هغو کسانو تطبیقیږي چې دا ځانګړتیاوې پرې غالبه وي، او په چا کې چې په نادره توګه وي هغه پکې شامل نه دي، هغه ځانګړتیاوې دا دي: لومړی: کله چې په قصدي توګه درواغ وايي او په خپلو خبرو کې رښتینی نه وي. دویمه: کله چې تړون وکړي عمل پرې نه کوي او د مقابل لوری سره خیانت کوي. دریمه: کله چې ژمنه وکړي وفا پرې نه کوي، بلکې وعده خلافي کوي. څلورمه: کله چې چا سره شخړه کوي نو شخړه یې ډېره سخته وي او له حق څخه انحراف کوي او ورڅخه د منکرېدو لپاره یې چل کوي، او تل باطل او دروغ وایي. نفاق د یو څه ښکاره کولو ته وایي چې خلاف یې پټوي او دا معنی په هغه شخص کې شتون لري چې دا ځانګړتیاوې لري، او منافقت یې د هغه چا په حق کې دی چې خبري یې ورسره کړي، وعده یې ورسره کړې، امانتدار یې ګرځولی، شخړه یې ورسره کړې او یا یې ورسره کوم تړون کړی دی، نه دا چې په اسلام کې منافق دی؛ چې اسلام ښکاره کوي په داسې حال کې چې په پټه کافر وي، نو په چا کې چې لدې ځانګړتیاوو څخه یوه وي، د منافق له خویونو څخه به پکې یو خوی وي تر دې چې پرې یې ږدي.