Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یادوي چې لدې امت څخه چې هر یهودي یا نصراني او یا بل چاته د نبي صلی الله علیه وسلم بلنه ورسیږي او بیا مړ شي پداسې حال کې چې پر ده یې ایمان نه وي راوړی مګر دا چې له دوزخیانو څخه به وي او د تل لپاره به پکې پاتې شي.
عائشه او ابن عباس رضي الله عنهما خبر راکوي چې کله پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته مرګ راغی نو خپل مخ یې په یوې ټوټې (ټوکر) سره پټ کړ، نو کله به یې چې د مرګ د سختیو له امله ساه تنګه شوه بیا به یې لرې کړه، نو پدې سختو حالاتو کې یې وویل: په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي او هغوی دې له خپل رحمت څخه وشړي؛ ځکه چې هغوی د خپلو پيغمبرانو په قبرونو جوماتونه جوړ کړل، او که چېرته دې کار خطر نه درلودی نو هېڅکله به یې پداسې سختو حالاتو کې د دې خبرې یادونه نه وی کړی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د دې کار په څېر له کولو څخه منع کړی دی، ځکه چې دا د یهودو او نصاراو عمل دی، او ځکه چې دا عمل شرک ته د رسېدو لار ده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل رب څخه وغوښتل چې د هغه قبر دې د هغه بت په څير ونه ګرځوي چې خلک يې په تعظیم کولو سره عبادت کوي او سجده ورته کوي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې الله تعالی هغه خلک له خپل رحمت څخه شړلي او لرې کړي دي چې د پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي، ځکه چې له هغوی څخه جوماتونه جوړول یې د عبادت کولو او په اړه یې د ناسمې عقیدې لرلو لامل ګرځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې موږ ته خبر راکوي چې که پر یو مؤمن د هغه په ځان او یا د هغه په مال یا بل ډول مصیبت راشي ، نو الله تعالی به ورته د مصیبتونو اجر ورکوي که هغه صبر وکړي. څومره چې مصیبتونه لوی وي او خطرونه یې زیات وي همغومره یې د الله سره اجر او ثواب زیات دي - بیا هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل - چې آفتونه د مؤمن سره د الله د مینې نښانې دي او دا چې د الله حکم او فرمان حتمي پلی کیږي چاره نشته. خو څوک چې صبر وکړي او راضي شي، الله به د هغه په خوښۍ او رضایت سره هغه ته پوره اجر او ثواب وركړي او څوک چې زړه بدی شو او د الله له حكم او تقدير څخه یې نفرت وكړ، نو الله به ورڅخه ناراضه شي او پوره جزا به ورکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له هر څه څخه بې پروا دی، او دا چې انسان کله له اطاعت څخه یو عمل وکړي او هغه د الله او غیرالله لپاره وګرځوي، نو الله تعالی یې پریږدي او ورڅخه یې نه قبلوي، او په خاوند یې بېرته ور واپس کوي. نو عمل باید خالص د الله تعالی لپاره وي، ځکه چې هغه پاک ذات یوازې هغه څه مني چې خالص د هغه کریم ذات لپاره وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په نزد د خپلې مرتبې په اړه خبر ورکوي چې هغه د مینې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسېدلې ده، لکه څرنګه چې ابراهیم علیه السلام لاسته راوړې ده، لدې امله یې له الله تعالی پرته له بل خلیل څخه انکار وکړ، ځکه چې زړه یې د الله تعالی له مینې، عظمت او پېژندګلوۍ څخه ډک شوی دی، نو له الله تعالی پرته پکې د بل چا لپاره ځای نشته. او که له مخلوق څخه یې څوک په خالصې دوستۍ نیولای نو هغه به ابوبکر صدیق رضي الله عنه وای. بیا یې په مینه کې له جایز حد څخه د اوړېدو په اړه خبرداری ورکړ، کوم څه چې یهودانو او عیسویانو د خپلو پیغمبرانو او صالحانو له قبرونو سره وکړل تر دې چې شرکي معبودان یې وګرځول او له الله تعالی پرته یې عبادت وشو، او د هغوی پر قبرونو یې جوماتونه او عبادت ځایونه آباد کړل، او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت له دې کار څخه منع کړ چې د هغوی په څېر عمل وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله غیرت کوي، غصه کیږي او بد ګڼي، لکه څرنګه چې مؤمن انسان غیرت کوي، غصه کیږي او یو څه بد ګڼي، او دا چې د الله جل جلاله د غیرت لامل دا دی چې مؤمن انسان له ناوړه کارونو څخه هغه څه وکړي چې الله جل جلاله پرې حرام کړي وي لکه: زنا، لواطت، غلا، شراب څښل او داسې نور بد کارونه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا په الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته پر بل څه قسم وکړ نو یقینا چې په الله یې کفر او یا شرک وکړ؛ ځکه چې قسم خوړل د هغه څه د عظمت تقاضا کوي چې قسم پرې یاد شوی دی، او لویي یوازې یو الله لره ده؛ نو قسم نه خوړل کیږي مګر په الله او یا د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې، او دغه قسم د کوچني شرک څخه دی؛ خو که چېرته قسم کوونکي د هغه څه چې قسم يې پرې یاد کړی دی دومره تعظیم وکړي لکه د الله تعالی او یا لده څخه زیات، نو دا مهال به یې لوی شرک کړی وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو او په لمانځه کې د هغوی د سستۍ او په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار په لمونځونو کې د هغوی د سستۍ په اړه خبر ورکوي او فرمایي چې: که دوی پوه شي چې د مسلمانانو سره په جماعت کې د ګډون کولو اجر او ثواب څومره دی، نو دوی به لکه د ماشوم په څېر په خاپوړو دې دواړو لمونځونو ته راتګ کړی وو. او رسول الله صلى الله عليه وسلم دا تصميم نيولی و چې د لمانځه د ادا كولو امر وكړي او د هغه پر ځاى يو سړى د خلكو امامت وكړي، بيا لاړ شي او هغه خلک له ځان سره واخلي چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، هغو سړیو ته ورشي چې د جماعت لمونځونو ته نه حاضریږي، نو کورونه پرې په اور سره وسوځوي، د هغې سختې ګناه له امله چې دوی کړې ده، - خو دا کار یې ونه کړ - ځکه چې په کورونو کې بې ګناه ښځې، کوچنیان او نور معذوره خلک وي چې هېڅ ګناه نه لري.