Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی چې د آخرت په جنت کې سل درجې (رتبې او مقامونه) دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ هومره دی، د دې جنتونو تر ټولو لوړ جنت فردوس دی، له همدې فردوس څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د فردوس له پاسه د الله تعالی عرش دی، نو کله چې له الله څخه جنت غواړئ، فردوس وغواړئ، ځکه دا د ټولو جنتونو څخه لوړ دی.
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې زما د امت یوه ډله به تل پر خلکو برلاسې وي، پر خپلو مخالفینو به غالبه وي، تر دې چې د الله امر راشي – یعنې د دوی ارواح الله تعالی واخلي – د دنیا د پای پر مهال، مخکې له دې چې قیامت راشي.
نبي ﷺ مسلمان ته دا خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې «اې کافره!» نه وايي، ځکه د کفر دا خبره به د دوی له یو سره تړلې وي؛ که مخاطب رښتیا کافر وي، نو خبره پرې صدق کوي او که نه وي نو د خپل ورور تکفیرول به بېرته پر ویونکي ورګرځي.
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د خلکو له طبقو څخه غوره طبقه هغه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام پکې وو، بیا هغه مؤمنان چې صحابه یې لیدلي وي خو رسول الله یې نه وي لیدلی، بیا هغه کسان چې د تابعینو پیروي کوي (اتباع تابعین)، صحابي د څلورمې پېړۍ د خلکو په یادولو کې تردد کړی دی. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: له هغوی وروسته به داسې قوم راشي چې خیانت به کوي، خلک به پرې باور نه کوي، شاهدۍ به ورکوي مخکې له دې چې د شاهدۍ غوښتنه ترې وشي، نذرونه به کوي خو وفا به پرې نه کوي او په خوړو او څښاک کې به پراخوالی راولي، تر دې چې چاغوالی به پکې ښکاره شي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبر راکوي چې الله جل جلاله ځینې شيان واجب کړي او فرضونه یې ټاکلي، نو تاسو پرې پابندي وکړئ او په پرېښودلو یا بېپروايۍ سره پکې ناغیړي مه کوئ، الله تاسو ته ځینې حدونه ټاکلي او ګواښنې یې درته کړي چې له ناسمو او هغو کړنو مو منع کړي چې هغه یې نه خوښوي، نو په هغه څه کې زیاتوالی مه کوئ چې شریعت پرې امر کړی وي، او ځینې شیان یې حرام کړي نو مه یې کوئ او مه ورته نږدې کيږئ، او له دې پرته یې نور پریښې او پر بندګانو د مهربانۍ له مخې ترې چپ پاتې شوی، نو هغه په خپل اصل یعنې رواوالي سره پاتې دي، نو په اړه یې نورې پلټنې مه کوئ.
نبي صلی الله علیه وسلم امر کړی چې له هغو خبرو او عملونو ځان وساتئ چې پکې شک لرئ، چې آیا منع شوي دي که نه، حرام دي که حلال؛ او پر ځای یې هغه څه غوره کړئ چې شک پکې نه وي، او ته یې په ښه والي او حلال والي یقین لرې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي. په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي. او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څاروو د سترګو وړاندې حلال نه شي.
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې ظاهري پاکوالی په اودس او غسل سره کیږي او دا چې - پاکوالی - په لمانځه کې شرط دی. او دا وینا چې " الحمد لله تله ډکوي" نو دا په الله تعالی باندې ثنا ویل دي، او د کمال په صفتونو سره د هغه - ذات - یادول د قیامت په ورځ تلل کیږي او تله ډکوي. او "سبحان الله او الحمد لله" ویل - له هرې نیمګړتیا څخه د الله تعالی د ذات پاکوالی او په بشپړ کمال سره یې یادول دي څرنګه چې د هغه د لوی شان سره ښایې؛ سره د هغه د محبت او تعظیم چې دا - د آسمان او ځمکې تر منځ - واټن - ډکوي. او دا چې لمونځ د بنده لپاره رڼا ده؛ د هغه په زړه کې، د هغه په مخ کې، د هغه په قبر کې او د هغه د بیا راپورته کېدلو پر مهال. او دا چې صدقه د مؤمن د ایمان د ریښتینولۍ او د منافق سره په توپیر درلودلو ثبوت دی، چې - منافق - یې له ورکولو ډډه کوي؛ ځکه چې په ژمنو یې باور نه لري. او دا چې "صبر ( له اضطراب او ناخوښۍ څخه ځان ساتل) رڼا ده" داسې رڼا چې د لمر د رڼا په څیر تودوخه او سوځېدنه ورسره مل وي، ځکه - صبر - سخت دی؛ له ځان سره مبارزې او له هغه څه څخه د نفس زنداني کولو ته اړتیا لري چې نفس یې غواړي؛ لدې امله صبر کوونکی تر هغه پورې په سمه لار په روښنایي کې روان دی تر څو چې صبر کوي؛ صبر - درې ډوله دی - د الله تعالی په اطاعت باندې صبر، د هغه له نافرمانۍ څخه صبر، او د دنیا په ډول ډول مصیبتونو او آفتونو صبر. او دا چې قرآن ستا لپاره حجت دی، په تلاوت کولو او پرې عمل کولو سره، او یا دا چې پر تا باندې حجت دی، د تلاوت په نه کولو او پرې عمل پرېښودلو سره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ټول خلک سهار مهال له خوبه پاڅیږي او د بېلابیلو کارونو لپاره له کورونو څخه وځي او په ځمکه کې خپریږي. نو ځینې لدوی څخه د الله تعالی په اطاعت ثابت قدمه پاتې شي او ځان له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور ترې بې لارې شي او په ګناهونو کې اخته شي نو اور ته په داخلېدلو سره ځان هلاک کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ځان او نورو څخه د هر ډول ضرر او ضرري پدیدې دفع کول واجب دي، نو د هېچا لپاره جواز نه لري چې خپل ځان او یا نورو ته زیان ورسوي. او ورته روا ندي چې د ضرر په مقابل کې په ضرر لاس پورې کړي، ځکه چې یو ضرر په بل ضرر سره له منځه نه وړل کېږي مګر دا چې قصاص وي، هغه هم له تېري پرته.