





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي».
النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دییو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی نو په ځینو کارونو کې یې ورسره خبرې وکړې بیا یې ورته وویل:"ما شاء الله وشئت"، یعنې څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا وینا وغندله او خبر یې کړ چې د الله تعالی له خوښې سره د بنده د خوښې یادونه کوچنی شرک دی، مسلمان ته روا ندي چې دا ډول وینا وکړي، بیا یې دې حقې وینا ته د هغه لارښوونه وکړه چې ووایي "ما شاء الله وحده"، یعنې هغه کار کیږي چې یوازې الله یې وغواړي، نو الله جل جلاله ته په اراده کې یوازې والی ثابتوي او په هېڅ ډول ورسره بل شی نه یو ځای کوي.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی و چې انځورونه پکې وو، نو کله یې چې ولیده بده یې وګڼله، رنګ یې تغیر شو او ویې فرمایل: «ای عائشې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي» عائشې وویل: نو هغه تکه (ټوکر) مو څېري کړ او یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عاېشې رضي الله عنها ته ورغی نو په داسې حال کې یې ولیده چې هغې خپل هغه صندق چې کالي پکې اېښودل کیږي په داسې یوه ټوټه پوښلی و چې د ذی روحه شیانو انځورونه پکې و، نو د الله لپاره غصه شو، رنګ یې بدل شو، او ویې فرمایل: د قيامت په ورځ به تر ټولو زيات عذاب د هغو خلکو وي چې په انځورګرۍ کې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي. عاېشه وایي: نو یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی: هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله د مشرکانو او کافرانو په اړه فرمایلي چې هغوی ترې انکار کوي او په نیمګړتیاوو او عیبونو سره یې یادوي، حال دا چې دوی ته دا په کار نه وو. نو له الله څخه یې انکار دا ګمان کول دي چې الله به بیا دوی له مرګ نه وروسته پيدا نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل له نشت څخه پيدا کړي وو، نو الله د هغوی دا خبره پدې سره رد کړه چې د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل یې له نشت څخه پيدا کول پيل کړي دي پدې ځواکمن دی چې بیا یې پيدا کړي، بلکې دا کار ورته اسان دی، او که چېرته الله جل جلاله ته دواړه کارونه؛ پيدا کول او بېرته راګرځول اسان وي، نو بیا خو الله جل جلاله پر هر څه قادر دي. او د دوی سپکاوی دا وینا ده چې وایي: الله زوی لري، نو هغوی ته یې ځواب ورکړ چې هغه خو یو دی؛ هغه ذات دی چې په خپلو نومونو، صفتونو او افعالو کې له ټولو کمالاتو سره بې ساری دی، له هر ډول عیب او نېمګړتیا څخه پاک دی، بې نیازه دی چې هیچا ته اړتیا نه لري او هر څوک هغه ته اړتیا لري، نه د چا پلار و، نه د چا زوی و، او نه د هغه سپېڅلي ذات برابر بل څوک شته.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بیشکه الله تعالی فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي او ماته زما بنده تر هغه د نوافلو په کولو سره رانږدې کیږي تر دې چې زه له هغه سره مینه ولرم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه د بدن د غړو په کارولو کې توفیق ورکوم، داسې چې حق به اوري، حق به ګوري، لاسونه به په روا کړنو کې کاروي او په پښو به ښو ځایونو ته د تللو توفیق ورکوم، او که زما څخه سوال وکړي نو خامخا به یې ورکړم او که پر ما یې پناه وغوښته نو پناه به ورکړم او هېڅکله په یو کار کې متردد شوی نه یم چې کول یې غواړم پرته لدې چې کله د مؤمن روح اخلم، نو هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خفه کول بد ګڼم».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي: څوک چې زما اولياوو ته ضرر ورسوي، غوسه يې کړي او يا ترې کرکه وکړي، نو هغه ته مې خبرداری ورکړی او له هغه سره مې دښمني اعلان کړې ده. او ولي: هغه مومن دی چې تقوا لري او مومن چې په څومره اندازه ایمان او تقوا لري، په همغومره اندازه یې د الله جل جلاله سره د ولایت برخه ډېره وي. او مسلمان خپل رب ته په بل کار دومره نه دی نږدې شوی، څومره چې په هغو کارونو نږدې کیږي چې هغه پرې فرض او واجب ګرځولي لکه: د طاعتونو تر سره کول او د محرماتو پرېښودل، او تر هغه یو مسلمان خپل رب ته له فرضو سره د نوافلو په کولو نږدې کیږي تر دې چې د الله جل جلاله محبت ترلاسه کړي. نو کله چې الله تعالی ورسره مینه وکړي، الله تعالی به د دې څلورو غړو د سمې کارونې توفیق ورکړي: په اورېدلو کې به توفیق ورکړي، نو هغه څه به اوري چې الله پرې راضي کیږی. په لېدلو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه څه ته به ګوري چې الله یې خوښوي او پرې راضي کیږي. د لاسونو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو په لاسونو به یوازې هغه کار کوي چې الله پرې راضي کیږي. او د پښو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه ځای ته به ځي چې الله یې خوښوي او یوازې هغه ځای ته به هڅه کوي چې خېر پکې وي. لدې سره که له الله جل جلاله څخه د کوم شي سوال وکړي، نو الله به یې غوښتنه ومني. او پدې سره به هغه څوک شي چې دعا یې قبلیږي، او که په الله جل جلاله پناه وغواړي او هغه ته د ملاتړ په موخه پنا یوسي، نو الله پاک به پناه ورکړي او د هغه څه په وړاندې به یې ملاتړ وکړي چې وېره ترې لري. بیا الله جل جلاله وفرمایل: او د هیڅ یو کار په کولو کې چې زه یې کول غواړم دومره متردد شوی نه یم څومره چې د مهربانۍ له مخې د مومن په روح اخیستلو کې متردد شوی یم، ځکه چې هغه مرګ د هغه درد له امله بد ګڼي چې پکې دی او الله هر هغه څه نه خوښوي چې مومن دردوي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کې له دوو کفري او د جاهلیت له خویونو څخه خبر ورکوي چې هغه دوه کارونه دادي: لومړی: د خلکو په نسبونو کې خبرې کول، نېمګړتیاوې یې بیانول او ځان پرې پورته ګڼل. دویم: د مصیبت پر مهال پر تقدیر د ناخوښۍ له امله په لوړ غږ چیغې وهل او یا د ډېر فریاد له امله د جامو څیرې کول.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟»هغوی وویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه ونه لري، نو هغه وفرمایل: «یقینا چې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، (خو) په داسې حال کې به راشي چې دې ته کنځل کړي، پر ده یې تور (تهمت) پوری کړی، د ده یې مال خوړلی، د ده وینه یې توی کړې او دا یې وهلی؛ نو ده ته به یې له نیکۍ ورکړل شي او دې ته به یې هم له نیکۍ ورکړل شي، نو که چېرته یې نیکۍ مخکې لدې خلاصې شي چې د خلکو حقونه ادا کړي، د خلکو ګناهونه به راواخېستل شي او پر ده به ورواچول شي، او بیا به په اور کې وغورځول شي.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: آيا پوهېږئ چې مفلس څوک دى؟ هغوی وويل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې پيسې او توښه ونه لري، هغه وفرمايل: زما له امت څخه د قيامت په ورځ مفلس هغه څوک دی چې د نیکو عملونو لکه لمانځه، روژې او زکات سره راشي، نو (په داسې حال کې به راشي چې) یو ته به یې کنځل کړي وي، او پر بل به یې په ناموس کې تور پورې کړی وي، او د بل مال به یې خوړلی او پرې منکر شوی به وي، او د بل وینه به یې توی کړي وي او ظلم به یې ورسره کړی وي، او بل به یې وهلی او سپک کړی وي، نو مظلوم ته به یې له نیکیو څخه ورکړل شي، که چېرته یې نیکۍ مخکې له دې خلاصې شوې چې د نورو حقونه او ظلمونه پرې خلاص کړي، د مظلوم له ګناهونو به راواخېستل شي او د ظالم په عملنامو کې به وګرځول شي، بیا به په اور کې وغورځول شي، ځکه چې هېڅ نیکۍ به ورته پاتې نه وي.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته». وویل شو: اې د الله رسوله، او د اوښانو په اړه څه؟ هغه وویل: «او د اوښ هېڅ خاوند نشته چې دی یې ترې حق (زکات) نه ورکوي -او حق یې دا دی چې د اوب خور په ورځ اړمنو خلکو ته ولوشل شي- مګر دا چې په یوه لویه اواره ځمکه کې به ورته څملول شي چې ډیره پراخه به وي، او هیڅ یو بچی به یې کم نه وي، ټول به حاضر وي او خپل خاوند به د پښو لاندې کوي او خولې به پرې لګوي، هر کله چې پرې لومړۍ اوښه تېره شي وروستۍ به ورپسې بیا راشي، دا کار به په هغه ورځ په دوامداره توګه جریان ولري چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې د بندګانو تر منځه د جنت او یا دوزخ لور ته پرېکړه وشي» وویل شو: اې د الله رسوله! او د غواګانو او مېږو په اړه څه؟ هغه وفرمایل: «او هېڅ د غواګانو او مېږو خاوند نشته چې دی یې ترې حق نه ورکوي مګر دا چې کله د قیامت ورځ شي، نو دی به ورته په یوه پراخه ځمکه کې څملول شي، او هېڅ یو مال به کم نه وي ټول به حاضر وي، هېڅ یو مال به پکې د تاوو ښکرونو والا نه وي، او نه به پکې بې ښکره وي او نه به پکې د مات ښکر والا وي ( بلکې د ټولو ښکرونو نېغ او سالم وي) نو په ښکرونو به یې وهي او په پښو به پرې ګرځي، هر کله چې پرې لومړی مال تېر شي وروستی به پرې بیا راوګرځي، دا کار به په ټوله هغه ورځ کې جریان ولري چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه وي، تر دې چې د بندګانو تر منځ د جنت او یا دوزخ لوري ته پرېکړه وشي». وویل شو: اې د الله رسوله! د اسونو په اړه څه؟ هغه وفرمایل: «آسونه درې ډوله دي: یو ډول یې د سړي لپاره پیټی او ګناه ده، یو ډول یې پرده او یو ډول یې د انسان لپاره اجر او ثواب دی، نو کوم چې پېټی او ګناه ده، دا هغه اس دی چې د ځان ښودنې، ویاړ او پر مسلمانانو د مغلوبېدو په موخه کارول کېږي، نو دا یې پر خاوند پېټی او ګناه ده، او کوم چې د هغه لپاره پرده ده، نو دا هغه آس دی چې د الله په لاره کې تړل شوی وي، بیا یې د هغوی په څټونو او شاګانو کې د الله حق نه وي هېر کړی، نو دا یې د خاوند لپاره پرده ده، او کوم چې د ده لپاره اجر او ثواب دی، نو دا هغه اس دی چې خاوند یې د مسلمانانو لپاره د الله په لار کې په درو او باغچو کې تړلی وي، نو هر څومره چې په دې شنو باغچو او درو کې څرېږي او هر څه چې خوري د ده لپاره لیکل کېږي، څومره یې چې خوراک کړی وي همغومره نیکۍ ورته لیکل کېږي او د خرشنو او متیازو په اندازه یې ورته نیکۍ لیکل کېږي، او په هېڅ لوړه نه تېرېږي چې یوه او یا دوه لوړې تېرې کړي مګر دا چې الله تعالی به ورته د هغې د پښو د نښانو او خرشنو په اندازه نیکۍ ولیکي، او په هېڅ نهر یې خاوند نه تېروي چې دی له هغې څخه اوبه وڅښي په داسې حال کې چې نه یې غوښتل اوبه ترې ورکړي، مګر دا چې الله تعالی به ورته د هر ګوټ په اندازه نیکۍ ولیکي».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت په ورځ د هغه چا د سزاګانو ډولونه بیان کړل چې د بېلابېلو مالونو زکات نه ادا کوي لکه: لومړی: سره او سپين زر او داسې نور د تجارت مالونه چې زکات ورکول یې واجب وي خو زکات یې نه وي ورکول شوی، نو د قيامت په ورځ به ویلي کړای شي او د تختو په څېر به واړول شي او د دوزخ په اور به داغ کړای شي او خاوند ته به یې پرې عذاب ورکړی شي، نو اړخ، تندی او ملا به یې پرې وداغل شي، هر کله چې دا تختې سړې شي، بېرته به ګرمې کړای شي، او دا عذاب به د قیامت د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه وي؛ هغه ورځ چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې الله تعالی دخپلو بندګانو تر منځ فیصله وکړي، نو بیا به یا جنتي شي او یا دوزخي. دویم: د هغو اوښانو خاوند چې حق او فرض زکات یې نه ورکوي او مسکینانو ته یې نه لوشي، نو دا به ورته په څو برابره لوې او څربې اوښې بدله شي او په شمېر کې به یې هم څو چنده زیاتې شي، نو خاوند به یې ورته د قیامت په ورځ په یوه لویه اواره ځمکه څملول شي او په لغتو به یې وهي او خولې به پرې لګوي، هر کله چې پرې وروستۍ اوښه تېره شي لومړۍ به یې بېرته راوګرځي، دا حالات به د قیامت د ټولې ورځې په اوږدو کې جریان ولري؛ هغه ورځ چې اوږوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې الله د خپلو بندګانو تر منځ پرېکړه وکړي، نو بیا به جنتي او یا دوزخي شي. دریم: د غواګانو او مېږو خاوند -لکه پسونه او وزې- چې فرض زکات یې نه ورکوي، نو له دې شمېر څخه به زیاتې ورکړل شي، په داسې حال کې چې هېڅ یوه به یې کمه نه وي، نو د قیامت په ورځ به ورته دی په یوه لویه اواره او برابره ځمکه څملول شي، په داسې حال کې چې د تاوو ښکرونو، بې ښکرو او ماتو ښکرونو والا حیوان به په کې نه وي، بلکې په ټولو صفتونو به برابر وي، نو په ښکرونو او لغتو به یې وهي، هر کله چې پرې وروستۍ یوه تېره شي لومړۍ به یې پرې بیرته پیل وکړي. او په همدې حال به د قیامت د ورځې په اوږدو کې وي؛ هغه ورځ چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کلونو په اندازه دی، تر دې چې الله د خپلو مخلوقاتو تر منځ پرېکړه وکړي، نو بیا به یا جنتي شي او یا دوزخي. څلورم: د آسونو ساتونکی، او آسونه درې ډوله دي: لومړی: دا به د هغه لپاره دروند بار وي، او دا هغه څوک دی چې د ځان ښودنې، تکبر او د مسلمانانو پر وړاندې د جنګ لپاره یې ساتلي وي. دویم: هغه دي چې د ده لپاره به پرده وي، او دا هغه څوک دې چې د الله په لار کې یې د جهاد لپاره ساتلي وي، بیا یې ورسره ښېګڼه کړي وي، داسې چې ښه واخه یې ورکړي وي او ټولې اړتیاوې یې ورته پوره کړي وي، او د ښځېنه آسونو د تېرولو په مقابل کې یې پرې پیسې نه وي اخیستي. دریم: هغه چې د ده لپاره به ثواب وي، دا هغه څوک دی چې د الله په لار کې یې د مسلمانانو په خدمت کې د جهاد لپاره ساتلې وي، په داسې حال کې چې په شنو دښتو او درو کې یې د څرېدلو لپاره پرېښي وي، نو د خوراک په اندازه به ورته الله نیکۍ ورکړي، او د دوی د خرشنو او بولو د شمېر په اندازه به نیکۍ ورکړي، او هر څومره د ځان پسې پړی راکاږي او په لوړو ګړندۍ منډه وهي، نو الله به د پښو د نښو او خرشنو په اندازه نیکۍ ورکوي، او هر کله یې چې خاوند په یوې ویالې ورولي او ترې خړوبه کیږي؛ په داسې حال کې چې هغه نه غوښتل اوبه ورکړي، مګر دا چې الله به ورته د هر ګوټ په اندازه نیکۍ ورکړي. بیا له هغه صلی الله علیه وسلم څخه د خرو په اړه پوښتنه وشوه چې: آیا دوی د آسونو په څېر دي؟ نو هغه وفرمایل چې: په دې اړه پرې له دې نادر آیت پرته هېڅ کوم ځانګړی قانون نه دی نازل شوی، چې ټولو پیرویو او نافرمانیو ته شامل وي او هغه د الله تعالی دا وینا ده: {فمن يعمل مثقال ذرة خيرًا يره، ومن يعمل مثقال ذرة شرًا يره}. [الزلزلة: 8] ، یعنې او څوک چې د یوې ذرې په اندازه نیکي وکړي، وبه یې ګوري. او څوک چې د یوې ذرې په اندازه بدي وکړي وبه یې ګوري. یعنې چا چې خرونه د ثواب په نیت وساتل؛ ثواب به یې وویني او چا چې د نافرمانیو په نیت وساتل سزا به یې وویني، او دا (آیت) ټولو عملونو ته شامل دی.
له عدي بن حاتم رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر مؤمن به د قیامت په ورځ خامخا د الله په وړاندې یوازې ودرېږي او دا چې الله تعالی به ورسره له واسطې پرته خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د دواړو تر منځه به کوم ژباړونکی نه وي چې خبرې وژباړي، نو له ډېرې وېرې به ښي او چپ اړخ ته وګوري چې کېدی شي له هغه اور څخه د خلاصون یوه لار ومومي چې مخې ته یې دی. نو کله چې خپل ښي خوا ته وګوري، یوازې هغه نیک عملونه به وګوري چې کړي یې دي، او کله چې خپل کیڼ لور ته وګوري، نو یوازې هغه بد کارونه به وګوري چې وړاندې یې کړي دي، او کله چې خپل مخامخ لورې ته وګوري، نو له اور پرته به بل څه نه ویني، او نه به شي کولای چې لار ترې چپه کړي، ځکه چې مخامخا به د صراط په پله تېرېږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپل ځان او اور تر منځه په صدقې او نیک عمل سره یوه پرده وګرځوئ، که څه هم ډېر لږ شی وي لکه: نیمه خرما.
له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه لس کسیزه ډله راغله، نو هغه له نهو سره په مسلمانېدو او پیروي کولو بیعت وکړ، خو له لسم سره یې بیعت ونه کړ، نو کله چې ورڅخه د دې کار د لامل په اړه پوښتنه وشوه، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پر هغه تعویذ دی - یعنې غاړه کې یې اچولی دی - او تعویذ هر هغه څه ته وییل کیږی چې له مریو او نورو څېزو څخه د نظر لګېدلو او د ضرر د مخنیوي په موخه اچول کیږي. سړي خپل لاس د تعويذ ځای ته ورتېر کړ، پرې يې کړ او له ځانه يې لرې کړ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره بیعت وکړ او د تعویذ کارونې په اړه یې اخطار ورکړ او حکم یې ورته بیان کړ. "مَن علَّقَ تَميمة فقد أشرك". «چا چې تعویذ ځوړند کړ نو شرک یې وکړ».