





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.
ابو داود روايت کړی دیکله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ننوت نو ویل به یې: (أعوذ بالله العظيم) ملاتړ غواړم او پناه نیسم په الله او د هغه په صفتونو باندې (وبوجهه الكريم) د هغه په عزتمن روی چې سخي او ورکوونکی ذات دی. (وسلطانه) او د هغه په واکمنۍ؛ برلاسۍ، ځواکمنۍ او د هغه په قهر سره د هغه له مخلوقاتو نه، په چا باندې چې وغواړي. (القدیم) ازلي او ابدي ذات (من الشيطان الرجيم) (له رټلی شوي شیطان څخه) هغه چې د الله تعالی له رحمت څخه لرې شوی او شړل شوی دی، یعني: اې الله ما د هغه له وسوسې، د هغه له بې لارې کولو، د هغه نقشو، د هغه له خطرونو، د هغه له فرېبکارۍ څخه وساته، ځکه هغه د ګمراهۍ لامل او بې لاریتوب او جهالت ته هڅوونکی دی. نو عبد الله بن عمرو ته وویل شو چې "أقط؟" یعنې آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې همدا ویلي؟ هغه وویل: هو. نو کله چې جومات ته ننوتونکي دا دعا وویله؛ شیطان ووایي چې: دې ننوتونکي د ټول وخت لپاره خپل ځان راڅخه وساته؛ یعنې ټوله ورځ او شپه یې.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».
متفق علیه دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې الله تعالی به جنتیانو ته په جنت کې وایي چې: اې جنتیانو، نو هغوی به ورته په ځواب کې ووایي: لبيك ربَّنا وسعديك، یعنې اې ربه! ستا امر منلو ته پرلپسې چمتو یم او په منلو یې خوښ یم. نو هغوی به ورته ووایي: آیا راضي یاست؟ نو هغوی به ووایي: هو راضي یو؛ او ولې به نه راضي کېږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې له خپلو مخلوقاتو څخه دې هېچا ته ندي ورکړي! نو الله پاک به ووایي: آیا لدې څخه غوره څه درنکړم؟ هغوی وویل: اې ربه، له دې څخه به څه غوره وي؟! نو وبه وایي: زه به تل له تاسو خوشحاله یم؛ او هېڅکله به له دې وروسته پر تاسې غصه نه شم.
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویېل یې: "هیڅ څوک پر بل د بدکارۍ او کفر تور نه لګوي، په داسې حال کې چې هسې نه وي مګر دا چې وینا یې بېرته پرې ورګرځي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته خبرداری ورکوي چې بل ته فاسق او یا کافر وایي، ځکه که چېرته پکې هغه څه نه و چې ده ویلي، نو دی په خپله د همدې صفت مستحق دی او وینا یې پرې بېرته ورګرځي، خو که چېرته پکې فسق او کفر و نو بیا یې پرې وینا نه ورګرځي؛ ځکه چې په خپله وینا کې ریښتینی دی.
له ابو طلحة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه کور ته د رحمت ملايکې نه ننوځي چې سپی او د ساه لرونکو انځور پکې وي؛ ځکه چې د ساه لرونکو انځورول ګناه او ناوړه عمل دی، او پدې کې د الله تعالی د مخلوقاتو سره ورته والی او د شرک یوه وسیله ده، او ځینې یې د هغه څه انځور دی چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي، او له هغه کور څخه یې منع فرمایل چې سپی پکې وي، ځکه چې (سپی) ډېر نجاستونه خوري، او ځینو ته یې شیطان ویل شوی؛ او ملايکې د شیطانانو ضد دي. او ځکه چې سپی بد بوی لري؛ او ملايکې بد بوی نه خوښوي، او بل دا چې له ساتلو یې منع راغلې؛ نو په ساتلو سره د رحمت د ملاېکو له راننوتلو، په کور کې یې د ملاېکو لخوا لمونځ کولو، د ده لپاره د بخښنې غوښتلو، د کور برکتي کولو او د شیطانانو د ضررونو له دفع کولو څخه محروم شو.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ملاېکې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ملائکې په سفر کې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی او یا هغه زنګ پکې وي چې د ژوو په غاړو کې ځوړندیږي او د حرکت پر مهال کړنګیږي.
له عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په بُتانو او خپلو پلرونو قسم مه کوئ».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم پر طواغی (بُتانو) له قسم کولو څخه منع فرمایلې ده، او طواغي د طاغیة جمع ده، او دا هغه بُتان دي چې مشرکانو به یې له الله جل جلاله پرته عبادت کاوه، او همدا یې د ګمراهۍ او کفر لامل وګرځېدل، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په پلرونو له قسم کولو څخه منع کړې ده؛ دا په جاهلیت کې د عربو عادت و چې په پلرونو به یې د ویاړ او تعظیم له مخې سوګند کاوه.
له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».
ابو داود او احمد روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم پر امانت له قسم خوړلو څخه منع فرمایلې او اخطار یې ورکړى چې څوک دا کار کوي له موږ څخه نه دى.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ناست وو، زموږ سره ابو بکر او عمر هم وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ له منځه پورته شو او ډېر ځنډ یې وکړ، موږ اندېښمن شو چې شاید راڅخه جلا شي او موږ پرېږدي، موږ ووېرېدو او پدې اړه اندېښمن شو، زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم، نو پورته شوم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې مې لټه پیل کړه تر څو یې پیدا کړم، تر دې چې د انصارو د بني نجار د خلکو یو باغ ته راغلم، نو چارچاپېره ترې وګرځېدم خو دروازه مې ونه موندله، تر دې چې یو لښتی مې وموند چې د باندې له یوې څا څخه د دېوال له لارې دننه تللی و، نو زه ترې داخل ته ننوتم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، هغه پوښتنه وکړه: "ابو هریره څه خبره ده؟" ما وویل: "اې د الله رسوله! تاسو زموږ په منځ کې وئ، بیا پاڅېدئ او ځنډ مو وکړ، موږ ووېرېدو چې هسې نه راڅخه جلا شې، نو اندېښنه راسره پېدا شوه، او زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم تر دې چې دې چارېدوالۍ ته راغلم نو لکه د ګېدړ په څېر په کښېدو راننوتم، او نور خلک مې تر شا دي، هغه وویل: " اې ابو هریره!" او خپلې څپلۍ یې راکړې او ویې ویل:" دا زما څپلۍ واخله او د دې باغ تر شا چې هر چا سره مخ شوې او پدې خبره یې د زړه د باور له مخې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو په جنت زیری ورکړه»، د دې سره عمر د دواړو سینو په منځ کې ووهلم، تر دې چې مخ په شا ولوېدم او ویې ویل: وګرځه اې ابو هریره، نو بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېدم، او په ژړا شوم، عمر راپسې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څه خبره ده اې ابوهریره؟» ما وویل: د عمر سره مخ شوم، نو په هغه څه مې خبر کړ چې تا یې له امله لېږلی وم، هغه د سینې په منځ کې داسې ووهلم چې شاته ولوېدم، ویې ویل: وګرځه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "اې عمره! څه شي اړباسلې چې داسې دې وکړل؟" عمر ځواب ورکړ: "اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې تر تا قربان شي، آیا تاسو ابو هریره لدې څپلیو سره رالېږلی و، ترڅو هر هغه چاته په جنت زېری ورکړي چې پدې خبره ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او پدې خبره یې د زړه له تله باور وي؟" رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: "هو"، بیا عمر وویل: "نو داسې مه کوه، ځکه زه وېره لرم چې خلک به په دې تکیه وکړي، پرېږده چې خلک عمل وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "نو پرې یې ږده».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو صحابه کرامو په یوه ډله کې ناست و، چې په هغوی کې ابوبکر او عمر هم وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېده، بیا یې ځنډ وکړ، هغوی ووېرېدل چې د دښمن لخوا له کومې بدې پېښې سره مخ نه شي؛ چې یا یې اسیر کړي او یا بل څه. نو صحابه کرام په اندېښنه کې پاڅېدل، لومړی کس چې اندېښمن شو هغه ابوهریره رضي الله عنه و، تر دې چې د بني نجار یو باغ ته ورغی او ګرد چاپیره ترې تاو شو چې کېدی شي کومه خلاصه دروازه پېدا کړي چې پېدا یې نه کړه، خو په دیوال کې یې یوه وړه لار وموندله چې اوبه ترې دننه کېدې، نو ځان یې راغونډ کړ تر دې چې ننوت او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې وموند، نو ورته یې وفرمایل: ته یې ابوهریره؟ هغه وویل: هو. ویې فرمایل: څه خبره ده؟ ابوهریره وویل: ته زمونږ په منځ کې وې، پاڅېدې او ځنډ دې وکړ، نو موږ ووېرېدو چې راڅخه جلا نه شې، نو زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم، تر دې چې دې کنډر ته راغلم، نو لکه د ګیدړ په څېر په کښېدو راننوتم، او خلک مې تر شا وو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې څپلۍ ورکړې تر څو پرې خلک باور وکړي چې رېښتینی دی او ورته یې وفرمایل: زما دا څپلۍ واخله او د دې دیوال تر شا چې له هر چا سره مخ شوې او هغه پدې خبره د زړه له تله ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته؛ نو په چا کې چې دا صفت و هغه له جنتیانو څخه دی. نو لومړی کس عمر و چې ورسره مخ شوم، هغه وویل: اې ابو هریره دا څپلۍ څه دي؟ هغه وویل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څپلۍ دي، زه یې له دې څپلیو سره د دې لپاره رالېږلی یم چې له هر چا سره مخ شوم چې د زړه د باور له مخې یې ګواهۍ ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته چې په جنت زیری ورکړم. نو عمر په سوک سره ابو هریره په سینه کې وواهه تر دې چې مخ په شا ولوېد، ویې ویل: ابو هریره وګرځه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېدم، په داسې حال کې چې وېرېدلی وم، رنګ مې الوتی و او ژړغونی وم، عمر راپسې تر شا راروان شو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه درپېښ شوي اې ابوهریره؟ ما وویل: د عمر سره مخ شوم، او په هغه څه مې خبر کړ چې تا لېږلی وم، نو داسې یو ګذار یې راکړ چې مخ په شا ولوېدم او ویې ویل: وګرځه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عمره! دې کار ته څه شي اړباسلې؟ عمر وویل: اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې له تا قربان شي، آیا تا ابوهریره له خپلو څپلیو سره رالېږلی و، تر څو هغه چاته د جنت زېری ورکړي چې د زړه له تله پدې خبره ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته؟ ویې وفرمایل: هو. هغه وویل: نو داسې مه کوه، یقینا زه وېره لرم چې خلک به د (کلمې) په ویلو له عمل پرته تکیه وکړي، نو پرې یې ږده چې عمل وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو پرې یې ږده.
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د کامل اسلام خاوند هغه څوک دی چې د هغه له ژبې څخه مسلمانان په امن کې وي، نه ورته کنځلې کوي، نه پرې لعنت وايي، نه یې غیبت کوي او نه یې تر منځه یو بل ته د هېڅ ډول ضرر رسولو هڅه کوي. او د لاس څخه یې په امن کې وي، نو تېری پرې نه کوي، له حق پرته یې مالونه نه اخلي او داسې نور. او مهاجر هغه دی چې هر هغه څه پرېږدي چې الله تعالی ترې منع کړی دی.