





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». «په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په ټولنه کې هر مسلمان مسؤلیت لري چې باید په غاړه يې واخلي. واکمن د هغه څه د ساتنې مسوول دی چې الله ورسپارلي دي، باید قوانین یې خوندي کړي او له هغه چا یې ساتنه وکړي چې تیری پرې کوي او دا چې د دښمنانو په وړاندې یې مبارزه وکړي او حقونه یې ضایع نه کړي. او هر سړی په خپلې کورنۍ کې مکلف دی چې نفقه ورکړي، ښه ژوند ورسره وکړي، زده کړه پرې وکړي او ادب ور وښیي. ښځه د خپل مېړه په کور کې د هغه د کور د سم مدیریت او د هغه د ماشومانو د پالنې مسووله ده او مسؤولیت یې په غاړه لري. خدمتګار نوکر او مزدور د خپل بادار په هغه مال کې چې په واک کې یې دی د ساتنې او د هغه د خدمت مسوولیت لري. نو ستاسو هر یو د هغه څه ساتونکی دی چې ساتل یې ورتر غاړي دي او هر یو د خپل رعیت مسوول دی.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، نو ویې فرمایل: "څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې) ده".
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم هغه کسان واده کولو ته هڅولي چې د جماع کولو توان ولري او د واده لګښتونه پرې کړای شي؛ ځکه پدې سره یې سترګې له حرامو ساتل کیږي او عفت یې هم ساتل کیږي، او په بد کاریو له اخته کېدو څخه یې مخنیوی کوي. او څوک چې د واده کولو له بار څخه نه شي وتلی او د کوروالي وړتیا ولري نو روژه دې ونیسي، ځکه روژه د شرمګاه شهوت او د منیو شر پرې کوي.
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېګانه ښځو ته له ورتللو ډډه وکړئ» نو یوه انصاري وویل: اې د الله رسوله! د خاوند د خپلوانو په اړه خبر راکړه، هغه وویل: «د خاوند خپلوان مرګ دی».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم له پرديو ښځو سره له اختلاط نه منع كړې او فرمايلي یې دي: پر ځانونو ووېرېږئ کله چې تاسو پردیو ښځو ته ورننوځئ او یا پردۍ ښځې ستاسو کورونو ته درننوځي. نو يو انصاري وويل: د خاوند د خپلوانو په اړه خبر راکړه؟ لکه د مېړه ورور، وراره، تره، د تره زوی، د خور زوی او داسې نور، چې د ښځې نکاح ورسره کېږي که چېرته یې نکاح نه وای شوې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له هغه څخه داسې ووېرېږئ لکه څنګه چې له مرګ نه وېرېږئ! ځکه چې له خسر خېلو سره يوازېتوب په دين کې د فتنې او هلاکت سبب ګرځي، نو د مېړه له پلار او زامنو پرته نور بېګانه خپلوان خو په طریقه اولی سره منع دي؛ ځکه چې د خاوند له خپلوانو سره يوازېتوب د بل چا په پرتله ډېر پېښېږي، او د نورو په پرتله ترې د بدۍ تمه ډېره کېږي او په فتنه کې د ښکېل کېدلو احتمال ډېر دی، ځکه چې په اسانۍ سره ورتللی شي او کولی شي له کوم اعتراض پرته ورسره یوازیتوب ولري، او دا چې چاره ترې نشته او مخنیوی یې ناشونی دی، ځکه چې د دود له مخې خلک پدې اړه سختي نه کوي، نو یو سړی د خپلې ورېندار سره ګوښه کیني، چې دا د فساد له اړخه د مرګ سره ورته والی لري، د بېګانه سړي برعکس چې له هغه نه خو بېخي ډډه کول په کار دي.
د مالک بن اوس بن الحدثان نه روایت دی وایي چې: ما وویل چې څوک درهم بدلوي؟ نو طلحه بن عبید الله د عمر بن الخطاب سره و، هغه وویل: موږ ته دې خپل زر راوښایه، کله چې زموږ خادم راشي، موږ به تاته د سپینو زرو روپۍ درکړو - نو عمر بن الخطاب وویل: نه! په الله قسم چې همدا اوس به یې د سپینو زرو روپۍ ورکوې او یا به یې زر بېرته ورکوې، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي».
متفق علیه دییو تابعي چې مالک بن اوس دی وایې چې له هغه سره د سرو زرو دینارونه وو او غوښتل یې چې د سپینو زرو په درهمو یې بدل کړي، نو طلحة بن عبید الله رضي الله عنه ورته وویل: خپل دینارونه دې موږ ته راکړه چې ویې ګورم! بیا یې چې کله د اخیستلو اراده وکړه نو ورته یې وویل: کله چې زموږ خادم راغی بیا راشه چې د سپینو زرو دینارونه درکړم، دا په داسې حال کې چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه په مجلس کې حاضر و، نو دا ډول راکړه ورکړه یې بده وګڼله، او طلحه ته یې قسم ورکړ چې سپین زر همدا اوس ورکړي او یا یې بېرته خپل هغه سره زر ورکړي چې ترې اخیستي یې وو، او د دې لامل یې داسې بیان کړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د سرو زرو په بدل کې د سپينو زرو خرڅول او یا برعکس راکړه ورکړه باید لاس په لاس وشي، او دا ورکړه باېد سود او باطله بیعه وي، نو سره زر په سپینو زرو او سپین زر په سرو زرو خرڅول روا نه دي مګر دا چې لاس په لاس وي او له یو بل څخه یې سملاسي تر لاسه کړي، همدا رنګه اوړه په اوړو، غنم په غنمو ، وربشې په وربشو ، خرما په خرما نه خرڅېږي مګر دا چې سره په وزن او پيمانه کې برابر وي، او دا راکړه ورکړه باید لاس په لاس تر سره شي، له دې شیانو څخه هېڅ شی داسې نه خرڅېږي چې یو یې حاضر او بل یې په نېټه وي، همدارنګه مخکې له دې به سره پلورونکی او پېرونکی نه جلا کېږي چې جنس یې تر لاسه کړی نه وي.
له عثمان بن ابی العاص الثقفي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له هغه درد څخه شکایت وکړ چې په ځان کې یې له هغې ورځې څخه درلوده چې اسلام یې راوړی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».
مسلم روايت کړی دیعثمان بن أبی العاص رضي الله عنه ته داسې یو درد ورسیده چې نږدې وه له منځه یې یوسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی او داسې دعا یې وروښوده چې الله تعالی به ترې ناروغي پورته کړي؛ هغه دا چې په دردمن ځای لاس کېږدي او درې ځلې (بسم الله) ووایي او بیا اووه ځلې ووایې چې (أعوذُ ) یعنې پناه نیسم، ځان پیاوړی او کلابند کوم (بالله و قدرته من شرما أجد) په الله او د هغه پر قدرت باندې د هغه څه له شر نه چې زه یې مومم) یعنې هغه درد چې اوس مهال یې مومم (و أحاذر) او په راتلونکي کې ترې وېره لرم لکه خفګان او وېره، او یا دا چې دا ناروغتیا دوامداره شي او درد یې په ټول بدن کې خپور شي.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم په سخاوتمندۍ کې په انسانانو کې ستر انسان و، او د روژې په مياشت كې به یې سخا لا پسې زیاتېده، نو چاته به چې څومره ورکړه لازمه وه، همغومره سخا به یې ورسره کوله، د هغه د زیاتې سخاوتمندۍ لاملونه دوه څيزونه وو : لومړی: جبرائیل علیه السلام سره د هغه ملاقات. بله خبره: د قرآن کريم تکرار، چې هغه له یادو د قرآن کریم لوستل و. نو جبرائیل علیه السلام سره به یې ټول نازل شوی قرآن ګردان کاوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر سخي او د ډېرې ورکړې خاوند او ښګېڼه کوونکی و، او خلکو ته په خېر رسولو کې به لکه د هغه ښایسته باد په څېر تېز و چې الله تعالی یې د باران او رحمت لپاره رالیږي.
له ابو زهير عماره بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څوک به دوزخ ته داخل نه شي چې د سهار او مازدیګر لمونځونه په دوامداره توګه کوي؛ هغه ځکه په ځانګړې توګه د دې دوو وختونو څخه یادونه وکړه چې دا دواړه درانده لمونځونه دي، ځکه چې د سهار د لمانځه وخت د خواږه خوب پر مهال وي او د مازدیګر د لمانځه وخت د ورځې په کارونو او تجارت د بوختیا له امله وي، نو چا چې د دې سختیو سره سره په دې دوو لمونځونو ټینګار وکړ، په نورو لمونځونو یې خپله کوي.
له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هیڅ داسې مسلمان نشته چې د فرض لمانځه وخت پرې داخل شي او په ښه توګه اودس وکړي او بشپړ یې کړي، بیا په عاجزۍ سره داسې لمونځ وکړي چې زړه او اندامونه یې ټول الله ته متوجې وي او د هغه عظمت یې په زړه کې حاضر کړی وي او د لمانځه کړنې لکه: رکوع، سجده او داسې نور بشپړ کړي، مګر دا چې دا لمونځ به یې د مخکنیو وړو ګناهونو لپاره کفاره وګرځي، تر دې چې لویه ګناه ونه کړي او دا فضیلت د تل لپاره په هر وخت او هر لمانځه کې دی.
له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دعاګانو په اړه خبر ورکوي چې ویونکی به یې نه تاواني شي او نه به پښېمانه شي، بلکې د دې کلمو اجر ورته شته. او ځینې یې د ځینو نورو پسې د فرض لمانځه پسې وېیل کیږي: ۳۳ ځلې «سُبْحَانَ اللهِ» یعني الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی. او "الحمد لله" درې دېرش ځلې، چې دا له پوره محبت، عظمت او بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي. او څلور دېرش ځلې "الله اکبر" نو الله جل جلاله لوی، عظیم او له هر شي نه زیات د عزت خاوند ذات دی.