





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي یې چې فرمایل یې: «خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه د کوچنيو ګناهونو په پاکولو کې د یو نهر په شان بللي دي چې د یو چا د کور په دروازه کې وي او هره ورځ پکې پنځه وخته غسل کوي، نو هیڅ خیری به پکې پاتې نه شي.
له عمرو بن شعیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ».
ابو داود روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې پلار بايد خپلو - نارینه او ښځینه و -اولادونو ته په لمانځه امر وكړي کله چې اووه كلن شي او دا چې هغه کارونه وروښایي چې د لمانځه کولو لپاره ورته اړتیا لري. او کله چې لس کلنۍ ته ورسېږي، خبره یې نوره هم زياته کړې ده، هغه دا چې وهي به یې کله چې په لمانځه کې کوتاهي وکړي، او دا چې د خوب ځایونه یې سره جلا شي.
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
متفق علیه دیصحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر هغه څنګه درود ووایي؟ وروسته له دې چې په التحیات کې یې پرې سلام اچول زده کړي وو: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته..."؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د درود وییلو او معنی په اړه یې خبر ورکړ: "اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد" «اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه». یعنې: په لوړ مجلس کې یې په ښایسته وینا سره یاد کړه، او په دین کې د هغه د پیروانو او له خپلوانو څخه یې د مؤمنانو تر منځه. "كما صلَّيتَ على آل إبراهيم" "لکه څنګه دې چې د ابراهيم پر کورنۍ درود ویلی دی" لکه څنګه چې تا د ابراهیم علیه السلام پر کورنۍ، یعنی ابراهیم، اسماعیل، اسحاق او د هغوی په اولاده او د هغوی په وفادارو پیروانو خپل احسانونه نازل کړي دي، همدغسې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم خپل رحمت نازل کړه. "إنك حميد مجيد" "په يقين سره چې ته ستايل شوی او شرافت والا ذات يې" يعنې: هغه چې په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې ستايل شوی یې، او په عظمت، واکمنۍ او سخاوت کې پراخه یې. "اللهم بارك على محمدٍ وعلى آل محمد كما باركتَ على آل إبراهيم" «ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړی د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې». يعنې هغه ته تر ټولو لوى خير او شرف وركړه او ورته یې زیات او ثابت کړه.
له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کوي چې له سورة الفاتحة ویلو پرته لمونځ نه صحیح کیږي، هغه په هر رکعت کې د لمانځه رکن دی.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي او ( په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت بیانوي، چې دا وختي تلل د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګ پورې دی؛ او دا نږدې پنځه ساعتونه کیږي، چې د وخت سره سم وېشل کیږي؛ د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګه او بیا د خطبې لپاره د منبر ختلو پورې: لومړی: څوک چې لکه د جنابت په څېر بشپړ غسل وکړي، بیا د جمعې جومات ته په لومړي ساعت کې لاړ شي، نو اجر یې دومره دی لکه یو اوښ چې خیرات کړي. دویم: څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه غوا چې خیرات کړي. دریم: څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي، نو داسې ده لکه یو نر ښکرور پسه چې خیرات کړي. څلورم: څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه چرګه چې خیرات کړي. پنځم: څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي. خو کله چې امام د خطبې لپاره راووځي، ملايکې د هغه چا نومونه لیکل بس کړي چې یو د بل پسې جومات ته راځي، او خپله ذکر او خطبې ته غوږ ونیسي.
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا ټینګار کوي چې د جمعې لمانځه ته ځي نو غسل کول ورته مستحب دي، لکه د جنابت لپاره چې غسل کوي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ ثُمَّ أَتَى الْجُمُعَةَ فَاسْتَمَعَ وَأَنْصَتَ غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ وَزِيَادَةُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ، وَمَنْ مَسَّ الْحَصَى فَقَدْ لَغَا». "چا چې په ښه توګه اودس وکړ، بیا د جمعې لمانځه ته راغی، چپ کېناسته او غوږ یې ونیوه، نو په دریو ورځو سربېره به یې د دواړو جمعو تر منځ ګناهونه وبخښل شي، او څوک چې په شګو کې لاس ووهي نو د هغه جمعه لغوه شوې ده».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې چا ښایسته اودس وکړ؛ رکنونه، سنتونه او آداب یې پر ځای کړل او بیا د جمعې لمانځه ته راغی، چپ شو او امام ته یې غوږ ونیو، له بې هوده ویلو چپ پاتې شو، نو الله تعالی به یې د لسو ورځو واړه ګناهونه ورته وبخښي؛ د دې جمعې د لمانځه څخه تر راتلونکي جمعې پورې او درې ورځې پرې اضافه؛ ځکه چې نیکي یو پر لس چنده ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه کار په اړه خبرداری ورکړ چې د خطبې له پندونو او نصحیتونو څخه زړه مشغولوي لکه: په اندامونو عبث کارونه کول، مثلا په ګېټو (کاڼو) کې ګوتې وهل او داسې نورې بې ځایه کړنې او دا چې چا دا کار وکړ نو هغه عبث کار کړی، او څوک چې عبث کار وکړي نو د هغه لپاره د جمعې په بشپړ اجر کې برخه نه شته.
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته - چې د عبادت، علم او نورو نېکو مقاصدو لپاره هر وخت جومات ته ځي - د الله جل جلاله لخوا په جنت کې د ځای ناستي او میلمستیا زیری ورکوي؛ هغه که د ورځې په سر کې وي او یا په پای کې، هر مهال چې جومات ته ځي؛ که شپه وي او یا ورځ.
له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل: «اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دیکله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى او خلکو وليد، نو خواته یې ورچابک شول، له دوی څخه یو تن عبد الله بن سلام یهودی هم و ، نو کله یې چې ولید، پوه شو چې مخ یې د درواغجن سړي نه دی، ځکه چې رڼا، ښکلا، وقار او ریښتینولي پکې له ورایه برېښېده. نو لومړی هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې واورېدل دا و چې خلک یې داسې کارونو ته هڅول چې جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي لکه: لومړی: د سلام ډالۍ خپرول، دا صفت په ډاګه کول او د هر چا پر وړاندې یې زیات کارول که هغه پېژنې او یا نه. دویم: په صدقې، ډالیو او میلمه پالنې سره خواړه ورکول. دریم: له هغه چا سره اړیکې پالل چې د مور او یا پلار له اړخه دې خپلوان وي. څلورم: د شپې لمونځ په داسې حال کې چې خلک ویده وي.